جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره د ملګرو ملتونو تازه طرحه

د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره د ملګرو ملتونو تازه طرحه

تاند(جمعه، د عقرب ۲۶مه) په پام کې ده، چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا غونډه کې د افغانستان لپاره د دغه سازمان یو ځانګړی استازی فریدون سینیرلی اوغلو د طالبانو د رژیم د رسمیت پېژندلو لپاره خپله طرحه وړاندې کړي.

ویل کیږي چې په دې طرحه کې د طالبانو رژیم د کړو ژمنو عملي کیدو ته بلل کیږي او په بدل کې یې د دوی د په رسمیت پېژندل خبره کیږي.

د ښځو او نجونو اساسي حقونه او له هغې ډلې دوی ته د زده کړو، کار او نورو حقونو ورکړه له اساسي غوښتنو څخه دي.

ویل شوي، چې په دغه طرحه کې د امریکا له لوري د افغانستان بانک د کنګل شوې بانکي زېرمې د خلاصون په اړه هم غوښتنې او سپارښتنې شاملې دي.

د طالبانو رژیم په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې د خپل رژیم په رسمیت پېژندلو ټینګار کړی او له خپله اړخه یې د ژمنو شویو تعهداتو د عملي کیدو ادعا کړې ده.

دا ًپه داسې حال کې ده، چې پرون د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف علي دراني د طالبانو د په رسمیت پېژندلو لپاره د سیمه ییزو هېوادونو د ګډ فکر او پریکړې د احتمال خبر ورکړ.

روسیې بیا ویلي، چې د طالبانو د سمدستي په رسمیت پېژندلو پلان نه لري.

امریکا متحده ایالاتو هم په تازه دریځ کې ټینګار کړی، چې د طالبانو لخوا د بشري حقونو له تامین پرته د دوی رژیم په رسمیت نه پېژني.

1 COMMENT

  1. مسؤل هغه دي چه ترور او طالب يې مینځ ته راوړل، سند!، ۱۹۹۴ کې مې وروسته له څو کاله زحمت او واسطې د امریکا په سنا کې د اسنادو پر بڼسټ له سناتور ګاروین او څو نورو کسانو سره ولید او خپلو خبرو کې مې د اسنادو پر بڼسټ د راتلوتکي حالاتو په اړه مې خبرې وکړې، پخوا له دې په ۱۹۹۰ کې له شیخالسفرا زوړ «نیومن» سره لیدلی ؤ، فقید نیومن ماته یې وویل چه ده دولس خطونه په تېرو یوولس کاله کې سپینې ماڼۍ ته لیکلي دي چه د افغانستان په هکله په غلط لار روان یاستئ، او ؤیې ویل چه یو ځواب یې هم لاس ته نه کړ! ځکه چه دې لاندې سند پر بڼسټ د دوی پلان جوړ شوی ؤ چه زه په پنشېر کې په ۱۹۷۱ کال کې پوه شولم چه یو نظامي پلان د ایشیا فوندیشن مخې کې دی وروسته له دې مې چه رخې ته نزدې د یو مکتب تعمیر تفتیش کړ چه نظامي د انداخت او اخفا شکل یې درلود! چا ته مې ویل؟ زموږ حکومتونه په خوب کې ؤ!تحقیقي سند:https://www.tagesanzeiger.ch/wie-der-westen-den-islamismus-vorantrieb-219516967749

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب