Homeخبرونهفاریاب کې یوه معتاد ځان او د کورنۍ غړو ته اور واچاوه

فاریاب کې یوه معتاد ځان او د کورنۍ غړو ته اور واچاوه

تاند(جمعه، د عقرب ۲۶مه) د فاریاب په دولت اباد ولسوالۍ کې یوه معتاد ځان او د کورنۍ غړو ته یې اور اچولی.

ځایي سرچینو ویلي، چې دا پېښه په محمود خېل سیمه کې رامنځته شوې ده.

ویل کیږي چې په دغه پېښه کې د یاد شوي معتاد یو کوچنی ماشوم مړ شوی.

په پېښه کې د معتاد په ګډون د ۷ تنو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو له بیا واکمنید سره، په افغانستان کې اقتصادي او بشري ناورین شدید شوی او دا شدت د ورته پېښو د زیاتیدو یو اصلي دلیل ګڼل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...