۱۳ مه بر خه
ډېر څېړونکي انګېري، چې د یما سلطنت د اژي دهاکه د برید له امله ړنګ شویدی اوپه آریانا دایرة المعارف کې د «ازهی دهاکه» یادونه داسې شوېده:
«د بین النهرین د سامي ځینو قامونو، که په ښکاره ډول ووایو د کلدانیانو د خوا د جابرانه وو یرغلونو مورد ګرزېدلی دی. لکه د دې یرغلونو ترخې خاطرې د «ازهی دهاکا» یا ضحاک شخصیت مجسم کړیدی او په دغه اړ دوړکې د یاما (جمشېد) پاچهي خاتمه موندلې ده. دغې تیارو او د مظالمو ډکې دورې دوام ندی کړي، ځکه چې اریایان بیا خپله شاهي کورنۍ ته توصل وکړ او «تري تونا» یا فریدون د «اتویه» زوی بیرته پاجهي ته ورسېد.»[1]
د ازهي دهاکه په اړه د اوستا په «ابان یشت ۲۹ مه فقره کې راغلي دي، چې دی د «بوري bawri» اوسېدونکی وو. ولې مستردارمستتر پدې اند دی، چې بوري له «بابیلون» څخه اخستل شویدي.
لکه څرنګه چې د «زند» په ژبه کې د «ل» مخرج نشته، نو ځکه په «ر» کښل شویدی، چې موخه ترې «بابیلون» دی. ښایي د بابیلون د نوم ریښه له «بابل» نه اخستی شوې وي، چې بین النهرین په لرغوني تاریخ کې کلدانیان، بابلیان او اثوریان (اشور) د دب دبې او واک څښتن ول.
لکه چې د افغانستان په لرغوني او استوروي تاریخ کې یما افسانوي بڼه لري، دارنګه «ازي دهاکه» یا ضحاک هم افسانوي بڼه خپله کړېده. ده ته افسانوي اژدهار «ښامار« هم ویل شویدی او د اریایانو د تمدن او کلتور دښمن، چې ځنو لرغونپوهانو دی کلدانی او یا هم« کردی »بللی دی.
د افغانستان لرغونی تاریخ لا تر اوسه هم تر یوه بریده تېاره او تت دی او د زمان تورې لخوړې پرې پرتې دي. دارنګه د ضحاک په تړاو هم ګڼ شمېره انګېرنی شتون لري. . .څومره چې د بین النهرین د ټولواکمنو د واک او ځواک خبره ده، د دوئ واکمنۍ تر اوسني ایران پورې رسېدلې وه، ولې تر اوسني افغانستانه پورې د دوی د واک په تړاو تر اوسه هیڅ لرغونپوه کوم سند ندي وړاندې کړی.
نو پدې بنسټ ویلی شو، چې ښایي ضحاک د اوسنی افغانستان د کومې سیمې سمه ییز واکمن وي، لکه څرنګه چې د افغانستان په زابل کې سیمه ییزې واکمنۍ شتون درلود، چې یما پاچا هلته پنایووړه …
تر اوسه دا خبره تاريخپوهانو په بشپړه توګه سپینه کړې نده چې ضحاک آریایي او یا نا آریایي وګنل شي!!؟؟
همدارنګه دغه خبره لا هم په تورو خړو کې پټه ده، چې دی بوري bawri ښودل شوي، چې آیا موخه ترې اوسنی بابل دی یا زابل ؟ یا که سیستان ته څېرمه کومه سیمه ده، چې تل به د اریایي او نا اریایي ټبرونو تر مینځ د څړځایونو په سر لانجې او جګړې کېدلی.
ډېر ځله داسې هم شویدي، چې د څړځایونو په سر اریایانو پخپل مینځي جګړو کې هم ډېرې وینې توې کړیدي.
ولې د اوستا رام یشت ۱۹ مه فقره کې د «کوی رینتا kvirinta» پنوم یوه اوسپنیزه ټینګه ماڼۍ او تخت، چې چتر یې له سرو زرو څخه وه، د ده پنوم نامتو وو.
فردوسي هم دېته ورته اشاره کړې، د «دهاک» ماڼۍ، چې په بابل کې وه او د «کلنګ ویس حت» پنوم یادېده، ده دغه نوم په یو څه توپير د «کنګ د ژهوخت» په بڼه اړولی دی.
تاریخپوه احمد علی کهزاد د «ازهی دهاکا» په اړه داسې لیکلي دي «د څېړونکو له انده څرګندیږي چې دهاکا یا دهاک یا ضحاک یو نا آریایي سامي توکمه پادشاه وو…»[2] ولې نوموړي په دې اړه دیوه تاریخپوه په توګه دخپل نظر پخلی نه دی کړی !؟
خو سر محقق دوست شینواری بیا پدې اند دی، چې د پښتنو د تولنې په جوړولو کې لږ تر لږه دریو توکو عمده رول لوبولی دی:
۱ـ …په اوستایي عصر کې د «سیریم » په نوم یوناني مورخینو د پکت او پښت پنوم ، چې د سلیمان د لرغوني سیمې اوسیدونکي دي.
۲- ساک، سهاک چې عربو له سهاک نه ضحاک جوړ کړی او د سیمی په کلاسیکو ادبیاتو کې، هغوی د تشدد او غښلتیا له کبله د دیو سمبول ګڼل شویدی … به اوستا کې «تور» چې پراخه سمیه یې د «توران» پنوم یاده شوېده.
۳- د دغې ټولنې په تشکیل کې سامي نژاد هم د یادونې وړ برخه ده … »[3]
ډارمستتر وایي، کلدانیانو، چې له بابل نه، بین النهرین او ښايي هغه خاوره او ځمکه، چې وروسته د «مدیانو» او پارسیانو پنوم نامتو شوه سلطنت درلود.
باختري اریایان هم په شمال کې له وروسته پاتی بدوي اریایانو «توریانو» سره په جګړه کې ښکیل ول او په ختیځ کې له « داسیوسیانو »او له تور پوستکو هندي دراویدیانو او لویديځ لور ته سامي توکمو سره لاس او ګریوان ول ډېر زر اژی دهاکه له ماتې سره مخ شو او یو ځل بیا اریايي وګړو تېره دب دبه راغبرګه کړه او «تري تونا»فریدون، د واک څښتن شو.
د فریدون نوم په اوستا کې د «تري تونا traetona» په بڼه راغلي دي چې د یما له ځواک نه وروسته، دی یو ځل بیا د پیشدادي کورنۍ د وارث په توګه په تخت کیناست.
که چېرې موږ «اژي دهاکه» (ضحاک) نا اریایي وګڼو، نو فریدیون (تري تونا) زښت ډېر، د اریایانو په تاریخ کې د ستاینې وړ دی چې د اریایانو له جغرافېي نه یې د یوه نا اریایي حکمران کمبله ټوله کړه او د اریایي سلطنت برم او دب دبه یې ورغوله… خولا تراوسه دضحاک دنسب رښتنې څېره نه ده لوڅه شوې !؟
تري تونا (تریتون=فریدون) د «اتویا athwya» زوی وو او په «ورینه varena» کې زېږیدلی وو، چې ختیځپوهان او لرغون پېژندونکي پدې اند دي، ښایي دغه ځای «دیلم» یا ګیلان وي.
څېړونکو دغه سیمه په نښه کړې نده، چې آیا «ورینه» د بلخ په جغرافیه کې کومه لرغونې سیمه وه، چې اوښتې بڼه یې «دیلم=ګیلان» دی… ؟او که دغه «ګیلان» وي، نو دا خو له بلخ نه ډېره لرې سیمه ده، څرنګه فریدون خبر شو چې د ده تربور (یما) له واکه ګوښه شویدی ؟ او بیا ډېر زر ځان را رسوي او د خپل سیال واک ته د پاې ټکی ږدي !
همدارنګه که ضحاک دبین النهرین وي هغه څرنګه دلته ځان راورسوه اوبیا دداسې یوه ځواکمن اریایي واکمن واک را نسکور کړ؟ ګومان کېدی شي چې دغه سیمه ښایي د «البرز» د غره په لمنه کې کومه سیمه وي، چې څېړنیزه څېره یې لا تته ده.
د «آبان یشت» په ۳۳ مه فقره کې راغلي دي، چې سل اسونه، زر غوایان اولس زره پسونه «اردوي سورا اناهیتا ardvisuranahita» د اوبو رب النوع ته ډالۍ کړل، چې د شیطاني ځواک، څښتن ازهي داهاکا ته ماته ورکړي.
د «ګوش یشت» په ۱۳ مه فقره کې یاده قرباني د «ګوش» یاد «دروا سپه» او یا د آسونو د روغتیا ساتوونکی پنوم ورکړ شوېده، چې د «ازي دهاکا» شیطاني شر او فساد له مینځه یوسي او د «ارنواک» او «سوان ها واک» د نړۍ ښکلی او ښایسته نجونې د هغوۍ له ولکې نه ازادې کړی.
د فریدون په اړه داسې انګېرنې هم شتون لري، چې ګنې د ده نبیره او ټبر په لسم پښت کې یما ته رسیږي او د زوی کړی ځای یې د خزر سمندرګي سهیلي برخې بللې شوېده.
که داسې وي نو اریایان د فریدون دو اک او ځواک په مهال، د مرکزي سیمو اریایان یو ځل بیا خپلو پخوانیو ورشو ګانو او سهیلی څړ ځایونو ته راګرځي او د خپلو واکونو لمنه لا پراخوي.
د «ابان یشت» او «رام یشت» پر بنسټ له فریدون نه وروسته «ګرشاسپه» پاچاهۍ ته ورسېد او د یوه اتل ټولواک په توګه یې ډېرې کارنامې په میراث پرېښودې، چې ګندهارا، کابل، سیستان هامون او یو شمېر نورې سیمې د ده د ټولواکمنې برخې وي.
همدارنګه دافغانستان په لرغوني تاریخ کې دګرشاسپ یادونه هم شوې ده، په بیلابیلو لرغونو متونو کې په بېلابیلو بڼو راغلی دی، چې موږ کرساسپه، ګرشاسپه، ګرغښت=غرغښته، غرغښت ،غرشاسپه او نور د ساري په توګه یادولی شواو« کراسپه» دپاراداتیانوله پیاوړواومقتدروپاچایانو څخه ګڼل کېږي .
دارمستتر په دې اند او نظر دی ،چې وایي : «لکه څرنګه چې کراسپه،په اوستا کې نخش درلود،دارنګه رستم په شهنامه کې دپام وړګڼلی کېږي … » (زنداوستا ۶۲۶ مخ )
د یو شمېر روایتونو له مخې د ګرشاسپ د ټبر شجره فریدون ته رسیږي «ګرشاسپ په اووم پښت کې فریدون ته ځان رسوی.»[4]
دی د «تري تا thrita زوی ګڼل شویدي، په یو شمېر روایتونو کی «اتریت» یاد شویدی او ساما cama توکمه دي،ځنې یې لا د ساما زوی ګڼي، ده د روم قیصر له لور سره، چې «کتایون» نومیده واده وکړ. ولی له یوې پېښې وروسته یې «اهرن» د هغه بله لوروا ده کړه .
د لرغونو اریایي روایتونو له مخې، چې ګنې فریدون د ګرشاسپ لوی او ستر نیکه دی، خو د افغانستان په استوروي او افسانوي تاریخ کې د «ایران» توران او سلیمان» درې نومونه هم تر سترګو کېږي.
همدا راز په تاریخي ډوله استورو او افسانو کې د فریدون د درې زامنو: ۱- سرم (سلم) ۲-تور ۳- ایرج یادونه هم شوېده.
د فردوسي په شهنامه کې د دوه لومړنیو مور شهریار نومېده او د کشر زوې (ایرج) مور «ارنواز» په نامه نامتووه.
د ګرشاسپ زوی په یو شمېر لرغونو متونوکې اسفندیار یاد شویدی، چې د مور نوم یې «کتایون» وه ، نوپدې بنسټ له فریدون (تریتون) وروسته کرساسپه (ګرشاسپ) واک ته رسیدلی دی، چې د ده پلار (تری تا) د یما له پلار (ویوانګانا) او د فریدون له پلار (اتویا) نه وروسته دریم تن بلل کېږي، چې د سوما یا «هوما» زوخایې جوړه کړه او بیا یې د روغتیا په هیله وڅښله.
دې کې شک نشته، چې په لرغونو تاریخونو کې ( هغه د یوه تاریخپوه خبره، چې «تاریخ په افسانه کې دی» ) ډېر تاریخي توکي موندلی شو، ولې یو شمېر داسې افسانې هم شته چې تاریخي لوری بېلارې کوي.
د بېلګې په توګه په یوه روایت کې د ضحاک په اړه راغلي دي: د سلم او تور مور د ضحاک لور وه او په دوه کلونو کی ترې دوه زامن «تور او سلم» وزېږېدل، چې صورت او سیرت یې د خپل نیکه ضحاک په څېر وو او ایرج له یوې بلې ښځې نه زېږیدلی وو، چې د ایران د یوه ستر سړي لور وه.»[5]
د ګرشاسپ د روایت په تړاو، چې پلار یې د سومایا هوما زوخا وڅښله څښتن تعالی ورته دوه زامن ورکړل، چې د یوه نوم یې «ایورواک شایا» (اورواخش urvakshaya) او د بل نوم یې کرساسپه و.
ده د خپل ورور «اورواخش» چې ګومان کېده د هیتاسپ پاچا له خوا وژل شویدي، د کسات او غچ په پلمه، هیتاسپ چې د طلايي تاج څښتن وه وواژه او په تخت کیناست.
ګرشاسپ هم لکه د فریدون غوندی، چې په «ابان یشت» کې ورته اشاره شوېده د اوبو رب النوع اناهیتا یا ناهید ته همغومره قرباني ډالۍ کړې وه، چې په «ګندروه» طلایي ښنګري، د «واوروکش» سین په غاړه بریالی شي .«ګرشاسپ نریمان» د «پيشنګه» سین په غاړه یاده قرباني ورکړې وه .
پیشنګه (pishina) چې د ارمستتر دغه نوم د «یشین» دری ته ځانګړی کړیدی او ده «کرساسپه د نیري مانو کرساسپو یانې ګرشاسپ نریمان پنوم د کابل د داستانونو اتل ښودلی دی.»[6]
د کابل له اتل ګرشاسپ نه سربېره د «ګندار یو وا» یادونه هم په لرغونو یادونو کې راغلې ده، جې ځنې یې د ګندهارا پهلوان بولي.
انګېرنی داسې دي چې د «وروکشا vouruksha» سین، چې د سیستان هامون یې بولی، د سیستان له پهلوانانو ګڼل کېږي.
که دغه ګندهارا د سیستان وي او یا د کومې بلې سیمې، خو د کرساسپه له لاسه ووژل شو.
ګنداریووا» په ویدي سرودونو کې د «ګندهاروا» په بڼه راغلی دی او دارمستتر پدې اند دی، کوم رول، چې په شهنامه کې رستم پهلوان لوبولی دی، دارنګه ګرشاسپه په اوستا کې ستایل شویدی، چې ډېر پهلوانان یې له پښو غورځولي دي، چې له دې بابته ډېرې کلاګانې د ده پنوم نامتو دی، موږ د هغو کنډوالو (بامیانو او کالو درې په مینځ کې) یادونه د بېلګې په توګه کوو، چې د «ضحاک» ښار ته څېر مه تر سترګو کېږي.
لنډه دا چې ګرشاسپ په اوستا کې د یوه زړور، ښکلي او نامتو اتل پنوم یاد شویدي ،په یوې کیسې کې یادونه شوېده، چې کله دی کابل ته راغی په یوې ښایسته نجلی مین شو.
په اوستا کې د کابل پخوانی نوم د «واکرته» په بڼه راغلی دی، چې بیا په پهلوي کې د «کاپول» په بڼه ژباړل شویدی.
ګرشاسپ که له یوي خوا د خپل ورور قاتل او د هغه د واک او ځواک پلویان له مینځه وړي خو له بلی خوا یې ګڼ شمیر پهلوانان لکه ورشاوا vareshava، دانایانا danayana، پي تونا pitaona، پي ریکا pirida او داسې نوهم
پرزولي دي.
یو شمېر جګړې چې د لرغوني تاریخ پدغه شېبه کې شویدي، په دغه لړ کې د مرکزي باختریانو او نورو اریایي وګړو تر مینځ نښتې دي، چې له خپلو تربورانو سره یې کړیدي.
په اوستایي او پهلوي متونو کې دغه قبایلو،د مثال پډول د بلخ پيشدادنیانو او د سیستان اریایانوسره نه شلیدونکې اړیکی درلودي. که څه هم د سیستان د تاریخ له مخې د سیستان ښار ګرشاسپ جوړ کړی وو، خو کله چې د زردشت دین بلنه ونه منله، نو دوئ يې هم تورانیان وبلل.
ګرشاسپ د تند او تیز آسپ څښتن ګنل شویدي، نو ځکه خو ورته ستر اتل ویل شویدی اوډېرو برېیوته یې لاره اواره کړه .