تاند(شنبه، د عقرب ۲۷مه) د ټولیز امنیت تړون سازمان لوی درستیز په یوه تازه وینا کې پر ټول افغانستان د طالبانو د رژیم د نه کنټرول او له شماله یې د دغه تړون غړو هېوادونو ته د ګواښونو د موجودیت ادعا کړې ده.
جنرال اناتولي سېدروف د تړون د لوی درستیزانو په غونډه کې ویلي: « افغانستان د اوسنۍ ادارې تر حاکمیت لاندې اوس هم شمالي سیمو ته چې د ټولیز امنیت د سازمان غړو هېوادونو سره ګډه پولي لري، ګواښ شمېرل کیږي، نو د دغه ګواښ د له منځه وړلو لپاره ځانګړي اقدامات ترسره کېدونکي دي. تر ننه، د افغانستان له خاورې د پوځي امنیت یا پوځي ګواښ په برخه کې کومه بنسټیزه ستونزه نشته خو ورسره دې ته هم زموږ پام دی چې د افغانستان پر ټوله خاوره د اوسني حکومت د رهبر بشپړ کنټرول نشته دی.»
د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد بیا یادې څرګندونې رد کړي او ویلي، چې د افغانستان له خاورې هېڅ لوري ته ګواښ نه دی موجود.
د سیمې هېوادونه او یو شمېر سازمانونه وخت پر وخت داسې ادعاوې کوي او له افغانستان څخه دوی ته د ګواښونو اندېښنې ښيي، خو طالب چارواکي یې نه تاییدوي.
پا ټول ستاسو منافقت سرګنده وی او همدا تاسی شمالی همسایګان یاست چی امنیت خرابوی د یو او بل په نوم شمالی غله او لنډغره ټلواله تقویه کوی مګر کومه نتیجه نه ورکوی صرف دا چی داسی خپل ټول دالر په اوبو لاهو کوی او د غلو لاس کی ورکوی ایا د غلو په دوره کښی ټول افغانستان دی دوی په لاس کښی وه او امنیت تامین وه جی اوس نه ده ای د امریکا په موحودیت کښی امنیت تامین وه جواب نه ده دا ټولی ستاسو خود غرضی ده چی په کومه طریقه کولی شی افغانستان ته ضرر ورسوی نو دا فکر مکوی له دی سره ځان هم تباه کوی مثبت لوری ته فکر کوی نه دغلو او لوټمارو جانب ته