پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهداودزی: طالبان به لر او بر پښتانه سره یو کړي

داودزی: طالبان به لر او بر پښتانه سره یو کړي

تاند(شنبه، د عقرب ۲۷مه) د پرځیدلي جمهوري نظام یوه لوړپوړي چارواکي محمد عمر داودزي په یوه تازه مرکه کې وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم د پاکستان له تحریک طالبان سره نږدې اړیکې لري او دا اړیکې کیدای شي د لر او برو پښتنو د یووالي سبب شي.

نوموړي زیاته کړه: دې ته په کتو سره، چې پاکستاني طالبانو د افغانستان د طالبانو له مشر سره بیعت کړی او پښتونخوا کې د پاکستان د حکومت خلاف جنګیږي، که دوی د پښتونخوا په نیولو بریالي شي، لر او بر پښتانه به یې سره یو کړي وي.

له دې سره عمر داودزي د طالبانو او پاکستان اړیکې ترېنګلې وګڼلې او ویې ویل، یوه پاکستاني مقام ورته مخکې ویلي وو، چې د دوی لخوا ټول ښه پالل شوي افغانان پر ارګ له واکمنیدو سره د پاکستان خلاف شوي.

داودزی زیاتوي، چې پاکستاني مقام ورته دا خبره د پوښتنې په ډول کړې وه او ده یې په ځواب کې ویلي وو، چې د ارګ ټول واکمنان مجبور دي له پاکستان او بل هر هېواد سره خپلې اړیکې د افغانستان د ملي ګټو له مخې تامین کړي.

دغه پخواني افغان چارواکي د تحریک په توګه د طالبانو او پاکستان اړیکې ښې ونه ګڼلې، خو زیاته یې کړه چې د دې ډلې ځینې مشران پاکستان او ځینو بنسټونو سره یې نږدې اړیکې او ان خپلوۍ لري.

داودزي د دې ترڅنګ له ایران سره هم د طالبانو د اړیکو راتلونکی ښه ونه باله او ویې ویل، چې دغه هېواد سره طالبان ایډیالوژیکه ستونزه لري.

د داودزي څرګندونې داسې مهال دي چې په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم د پاکستان د تحریک طالبان ملاتړ رد کړی، خو ورسره له اړیکو منکر نه دی.

1 COMMENT

  1. زمونږ یواځنۍ ارزو د پاکستان زوال او بریادي ده هغه که د تحریک طالبان په لاس وي که د هندو یا افغان. خو د پاکستان خوا پښتانه نه افغانان دي او نه وو هغوی او مشران یې یواځې د خپلو جیبونو ډکولو په غم کې دي او هر وخت یې کوشش کړی چې دواړه دولته لوټ کړي. د غفار خان کورنۍ د اڅکزي کورنۍ او داسې نورو دوی د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان لپاره څه کړي هیڅ هم نه یواځې امتیازات یې اخستي او حنی د افغان مهاجرو سره د ظلم مخه یې هم نه نیولې او نه یې کوشش کړی. افغان حکومت باید د قبایلو په نوم وزارت او میلمستونونه نور بند کړي ځکه هغوی نور قبایل هم ندي سمې یې رایت شوې او پوځ ته یې سرونه ټیټ کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب