دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې میمله باغ او د وزیرګل محمد خان کلا رغول کیږي

ننګرهار کې میمله باغ او د وزیرګل محمد خان کلا رغول کیږي

تاند(شنبه، د عقرب ۲۷مه) د ننګرهار اطلاعاتو کلتور ریاست لپاره د طالبانو چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې تاریخي ابدې رغوي.

د ننګرهار اطلاعاتو کلتور طالب رییس نورمحمد حنیف وایي، د مېملې باغ او وزیر محمد ګل خان مومند کلا د بیا رغونې لپاره یې ځانګړې طرحه جوړه، د تایید او اجراتو لپاره یې وزارت مقام ته سپارلې.

سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د میمله باغ د رغونې په اړه د جمهوري نظام پر مهال هم هڅې کیدې، خو د دغه باغ شاوخوا سیمو کې د طالبانو موجودیت د چارو د خنډ کیدو دلیل بلل کیده.

یو شمېر فرهنګي فعالانو اوس د دغو تاریخي سیمو د رغونې د پلان هرکلی کړی او ویلي، چې طالب چارواکي باید په دې اړه نور هم خپلې هڅې زیاتې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب