یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+د نورستان اسطورې| ژباړن سیداصغر هاشمي

د نورستان اسطورې| ژباړن سیداصغر هاشمي

په نورستان کې د ايندر اسطوروي شخصیت

[۲] برخه

لیکوال: سمیع الله تازه

ژباړن: سید اصغر هاشمي

د اسطورې متن:

ويل کېږي چې ايندر او ګيښ (د جګړې رب النوع) په خپلو کې ورونه وو، څه موده یې د واما په کلي کې د يو بل تر څنګ ژوند کاوه، څه وخت وروسته د اښګون ګل، کلښوم د اراضي په سر چې په پارون کې موقيعت لري، د دواړو ورونو تر منځ مناقشه را منځته شوه. ايندر د دې مناقشې د حل او اراضي د ويش په موخه يوه غنچه ګلان چې د زردالو او مڼې ډېر حاصل يې ورکاوه او يو تاک چې له هيلې ډېر انګور ترې اخيستل کېده، ګيښ ته وړاندې کړل چې له هغوی څخه يو ځان ته خوښ کړي، ايندر پوهېده چې ګيښ د ښکلا له امله ګل خوښوي، ګيښ د ګل په ټاکلو د کتيوي او پارون د سيمو صاحب شو او د واما کوچنۍ سيمه ايندر ته پاتې شوه. ګيښ د خپل واک لاندې سيمې ته ولاړ، ايندر په ايندر کوڼ کې د ونو کېنول پیل کړه او د سيمې په ښکلې کولو یې پیل وکړ او د هماغې کال په خزان کې يې له ايندر کوڼ څخه د انګورو ډېر حاصل تر لاسه کړ او دوه غټې کجاوې انګور يې خپل ورور ګيښ ته ولېږل. ګيښ د انګورو په ليدو حیران شو او فکر یې وکړه چې ايندر د ځمکې په ويش کې دوکه کړې ده، پريکړه يې وکړه چې ايندر کوڼ بايد له ايندر څخه تر لاسه کړي. ايندر د ژرندې په جوړولو بوخت و چې ګيښ له شا څخه پرې بريد وکړ او تن په تن جګړه پيل شوه، ايندر په خپلو طلايي ښاخونو ګيښ لرې وغورځوه او په پایله کې يې د ايندر چيغي وويستي. ګيښ د ايندر د باغ د ورانولو په نيت له لوړې ارتفاع څخه لویې تېږې لاندې لور ته خوشې کړې، خو ځواکمن ايندر هغه ټولې ډبرې کنترول کړې او له هماغه ډبرو يې خپل باغ ته ديوال ورغاوه، کله چې ګيښ د ايندر کړنه وليدله له جګړې یې لاس واخيست او د کانتيوا په لور روان شو. ايندر له هغې څخه وروسته چې ګيښ يې په خپله هيله کې ناکام کړ، د خپل بڼ په ښکلي کولو يې پيل وکړ.

د انګورو له شېرې څخه یې د ګټې اخيستنې دستګاه جوړه کړه او د خپل باغ د ښېرازه کولو په موخه يې له لرې ځايه د غرونو او تېږو په منځ کې يو کانال جوړ کړ. له دې سربېره ايندر پرېکړه وکړه چې د واما د سيند په سر يو پُل جوړ کړي او په همدې موخه يې د کلي له مخامخ غر څخه د شل متره په اوږدو کې یوه تېږه جدا کړه چې د سيند په سر يې کېږدي، ډبره يې له غره څخه بیله کړه، خو د هغې د لېږدول او پر سيند یې له ځای په ځای کولو څخه وړاندې ورته يوه ناوړه پېښه را منځته شوه. په اسطوره کې راغلي دي چې ايندر له خپل زوی سره د ويالې په جوړولو بوخت و، د ايندر زوی تږی شو او له خپل پلار څخه يې د اوبو غوښتنه وکړه. ايندر خپل زوی ته وويل: کور ته ولاړ شه او له کټوې څخه مستې په داسې ډول وخوره چې پيروی يې په خپل حال پاتې شي.

د ايندر زوی ( نوم يې په اسطوره کې څرګند نه دی) د پلار په امر ولاړه او د مستو له خوړلو وروسته بېرته راغی او خپل پلار ته يې د مستو د خوړلو په اړه وضاحت ورکړ، ايندر د خپل زوی هوښيارئ ته حيران پاتې شو او له دې څخه ووېرېده چې هسې نه زوی يې په دې ځېرکۍ او هوښيارئ يوه ورځ هغه له مخې پورته کړي. پر همدې بنسټ يې د خپل زوی د وژلو پرېکړه وکړه؛ کله چې د ايندر زوی د خپل پلار له پرېکړې څخه خبر شو، له خپلې مور څخه يې مرسته وغوښته، مور يې د ايندر له ويرې ونه شو کولای چې له هغه سره مرسته وکړي. په پایله کې ايندر د خپل زوی له وژلو وروسته خپه شو، نو خپله مېرمن يې هم ووژله، ايندر له خپلې دې کړنۍ سخت شرمنده شو، واما يې د تل لپاره پريښوده او ايندرستان ته وګرځېد، هغه ځای چې ايندر ترې راغلی و.

په دې اړه بل روايت دا دی: کله چې ايندر پرېکړه وکړه چې خپل زوی ووژني، زوی يې تختيده، د هماغه کانال په منځ کې چې ايندر جوړ کړی و، يوه ښځه له مخامخ لوري څخه راتله، ايندر هغې مېرمنې ته وويل چې زوی يې ونيسي، هغې مېرمنې د ايندر زوی ونيوه او ايندر د غصې او احساساتو په اوج کې خپل زوی وواژه او د زوی له وژلو څخه وروسته ايندر شرمنده شو او هغه مېرمن يې هم ووژله، له هغه ځایه یو نا څرګند لوري ته ولاړ او په دې ډول د ايندر د ارباب الانواع شان او شوکت په واما کې پای ته ورسېده.

په اسطوره کې راغلي دي چې ايندر د خپل بڼ د ساتنې لپاره سپی ساتلی و چې څوک ورته داخل نشي، وايي يوه ورځ یو سړی د ايندر بڼ ( ايندرکوڼ) ته ننوت او د باغ له منځه يې انګور خوړل، سپي هغه کس وليد، خو نه يې ورته مزاحمت وکړ او نه يې ايندر ته اطلاع ورکړه. له دې امله ايندر خپل سپي ته غصه شو او ورته يې وويل: هغه ځای ته ولاړ شه او د تل لپاره ډبره اوسه، سپی هغه ځای ته ولاړ چې ايندر ورته ښودلی و او د تل لپاره په ډبرې بدل شو.

د واما د کلي اوسېدونکي په دې باور دي چې دا لويه ډبره چې د کلي په پورته برخه کې د غره په سر موقيعت لري او ناست سپي ته ورته والی لري، هماغه د ايندر سپی دی چې په ډبرې بدل شوی دی.

د ايندر ارباب الانواعیتوب پای ته ورسیده، خو د هغه افکار او تخيلي اسطورې تر ډېرو کلونو پورې او آن تر نن ورځې پورې د خلکو په روان او ذهنونو کې په ناببره ډول حاکم دي او نن هم د هغې ډېر شمېر اغېزې د دې کلي د اوسيدونکو پر ذهنونو او دودونو کې ليدلای شو. ايندر په باغ کې يو قانون شتون درلود چې له پسرلي څخه تر خزانه پورې د ناغې موده وه، باغ ته ننوتل منع و او له مېرمنو پرته هېچا باغ ته د ننوتلو حق نه درلود. له باغ څخه کلي ته يوه دروازه موجوده وه چې د باغ ته ننوتلو يواځنۍ ممکنه لار وه او دا لاره په دقیق ډول کنترولېده، په دې وخت کې باغ ته ننوتل له ايندر سره د خيانت په مانا وه. له اسلام څخه وړاندې که هر څوک د ناغې د اصولو خلاف باغ ته ننوتی وای او د هغې له مېوو يې ګټه پورته کړی وای، هغه کس د کلي د شورا لخوا د تجاوز کوونکي په نوم د غره له سر څخه لاندې غورځول کېده او وژل کېده. د دې قانون په عملي کولو کې هېڅ رحم او بخښنې ځای نه درلود، ځکه د تېرې کوونکي عمل د ارباب الانواع پر حريم د تېري په مانا وه چې کولای يې شو، د کلي اوسيدونکو ته د رب النوع غصه وپاروي.

د واما د کلي يو اوسيدونکي ماته په دې ډول حکايت وکړ: د ايندر وېره په داسې ډول د کلي په خلکو مسلطه وه چې که څوک د ايندر باغ ته ننوتی وای او ناڅاپه يې خولۍ په کوم ښاخ کې بند پاتې وای، نو شخص دا جرأت نه درلود چې خپله خولۍ پورته کړي او بېرته يې په سر کېږدي. دوی داسې انګیرله هسې نه چې د ايندر د غصې لامل وګرځي او د عذاب لاندې یې را نشي.

د واما د کلي غرب لور ته د غره په سپينه کې مايله کرښه شتون لري چې په حقیقت کې د غره پر مخ يوه طبيعي ليکه ده، کومه حقیقي لاره نه ده، خو د واما د کلي اوسيدونکي په دې باور دي چې دا د ايندر د تلو راتلو لاره ده. له اسلام څخه وړاندې د واما اوسېدونکو په خزان کې د ايندر بڼ (ايندر کوڼ) ته ننوتل او د خپل ژوند نېکمرغي یې ګڼله، که څوک په چا غصه کېدل، نو تر ټولو بده او بې رحمانه کرکه او ښيرا یې دا وه چې ورته به ويل کېدل: د ايندر د بڼ ليدو ته ونه رسېږې، د ايندر کوڼ خوښي ونه وينې، ايندر دې تا نه نيک نامه کوي او دې ته ورته نورې ښېراوې، خو له ايندر څخه به يې نېکمرغي په دې ډول غوښته:

ای ايندر! د ايندر کوڼ ليدل زموږ په برخه کړه.

ای ایندر! اتلولي او نېکنامي زموږ په برخه کړه.

اي ایندر! نېکمرغي زموږ په برخه کړه.

د هر کال په خزان کې چې کله د بڼ مېوې پخېدې، نو د ايندر درې مېشتو قومونو به درې غوايان د ايندر په نوم قرباني کول او د ناغې د پای له اعلان څخه څخه وروسته به په خوښۍ سره باغ ته ننوتل او مېوو ټولولو يې پیلول، دا ورځ به يې د خپلې کورنۍ او د کلي د اوسېدونکو د نېکمرغۍ او خوشحالۍ ورځ بلله.

دا دود نن هم په هماغه شور او جوش تر سره کېږي خو د ځينو دودونو په له منځه وړلو سره دوام لري. نور د ايندر د پخواني شان او شوکت يادونه په منځ کې نه وه، مګر دود یې په هماغه ډول د ايندر د روح خوښولو لپاره تر سره کېږي.

د واما د کلي اوسېدونکي د اوړي ټولو اثارو ته په کتو د ايندر په ياد، واما ته د ايندر خدمتونه او د ايندر ځواک ته شاباسی وايي او د هغه خارق العاده کړنې تصديقوي. ځينې اوس هم باور لري چې ايندر په هماغه زور او وړورتيا چې په اسطورو کې يې يادونه شوې ده، وجود درلود او په واما کې د ټولو اباديو بنسټ یې ایښی دی. د دې اسطورې په منځ کې چې په نورستان کې شهرت لري، د هغه شخص او اشخاصو نومونه  څرګند نه دي چې په څټک يې ډبرې تراشلي او د ايندر کوڼ تاسیستات يې جوړول او د انګورو له شېرې څخه یې د ګټې اخيستنې د دستګاه په ګډون د ساتنې لپاره څاه جوړه کړې وه. کانال يې جوړ کړی او د کلي د اوسېدونکو لپاره يې د خوښۍ زمينه مساعده کړې وه او اقسقالانو(افسقال) ته يې د ايندر د اسطورې د را منځته کولو زمينه مساعده کړه.

دا کار کوونکي خلک د ډبرو توږونکي وو چې د ايندر اسطورې ته يې ژوند بخښلي دی، خو خپله يې په ګمنامۍ کې ژوند کاوه او له ابدي نړۍ سره يو ځای شوي دي.

ايندر يو له اریايي ارباب النواعو څخه و چې په ويدي تمدن کې ځانګړی ځای لري، دې رب النوع له اسلام څخه وړاندې هم د نورستانيانو په فرهنګ کې خپل شتون ساتلی و او د ايندر په نوم يو له اړینو ارباب الانواعو څخه شمېرل کېده او عبادت ورته کېده. د نورستان په بېلا بېلو اسطورو کې د دې رب النوع نوم په بېلا بېلو ډولونو، لکه Indr, Endr, Indra, Inthr, ĩdr راغلی دی چې موخه يې هماغه د نورستان پخوانی ايندر دی.

په نورستان کې د ايندر اسطوروي شخصیت

په تېر وخت کې د نورستان خلکو بېلا بېل او ګڼ شمېر ارباب الانواع درلودل او د هغوی عبادت يې کاوه او له هغوی څخه هر يو يې د خپلې برخې ارباب الانواع تصور کېده، له هغې ډلې څخه ايندر يو له مهمو ارباب الانواعو څخه دی. په ويدي فرهنګ کې ايندر د جګړې د يو ځواکمن رب النوع په ډول څرګند دی، د ريګويدا د منظومو پر بنسټ ايندر د پخواني اريانا له پياوړو ارباب الانواعو څخه و او هغه يې د باران، سيلابونو، توفان او د جګړې ارباب الانواع ګڼه. ايندر د غټ وجود لرونکی و چې د سر او ږېرې ويښتان به يې ګډوډ په مخ پراته و. ايندر د جګړې د رب النوع په حیث د اريايانو ملګری او ملاتړی و، (صاعقه تازيانه) د هغې ښې لاس دی، هغه اريايي پهلوان دی چې د شرابو درې جامونه به يې څښل او ځان به يې جګړې ته چمتو کاوه، په يو ويدي سرود کې راغلي دي:

ایندر! زموږ مرستې ته راشه، له لرې ځايه په دوه ښکلو آسونو سپور راشه او سوما وڅښه.

کرستين سن ليکلي: ايندر په ويدي تمدن کې د ارباب الانواعو په منځ کې تر ټولو لوي جنګيالی،  غټ او شرابخور دی چې خپله خيټه له سوما څخه ډکوي کله چې په دښمن باندې وغورځيږي، هغوی له پښو غورځوي او د مستۍ پر مهال ماته نه مننونکی دی او جګړه ماران له جګړې وړاندې له هغه څخه مرسته غواړي.

د نورستان د خلکو په پخواني دين کې ايندر په اسطورو او افسانو کې نه تنها د جګړې د رب النوع دی، بلکه د يو ځواکمن رب النوع په ډول چې ډېر وخت په جګړو کې ښکيل وي او له شرابو سره يې ډېره مينه وه. د واما په کلي کې ايندر تر ټولو غوره رب النوع په ډول د پالنې وړ وو. په داسې حال کې چې د نورستان په نورو سيمو کې يمرا يا ايمرا تر ټولو غوره رب النوع په ډول پېژندل کېږي.

د واما په کلي کې ايندر ته د عبادت لپاره ځانګړی عبادت ځای شتون درلود چې د ايندرا اما او د ايندر د کور په نوم يادېده، په هغه ځای کې د ايندر مجسمه ايښودل شوې وه.

د واما خلکو هغه د غوره رب النوع سربېره د زلزلو، شرابو، ونو کېنولو، باغدارۍ، اب او هوا او د رڼا او باران د رب النوع په توګه پېژنده او عبادت ورته کېده. هغوي په دې باور وو چې ايندر انساني قيافه لري او د لوی قامت لرونکی دی، هغه کارونه یې په ډېرې اسانې تر سره کاوه چې د انسان له توان څخه پورته وي، هغه ځانګړتياوې چې د پخواني نورستان خلکو ايندر ته اړوند بللې کابو هماغه ځانګړتياوې دي چې په ويدي او اريايي فرهنګ او تمدن کې ايندر ته ورکړل شوي وي. په يوه اسطوره کې راغلي دي چې د ايندر لويه خيټه وه او خپله يې ويل چې د غوا په شان لويه خيټه لرم. په ميوه جاتو کې يې له انګورو او په څښاکو کې يې له شرابو سره مينه درلوده، پورته لور ته تللي له يو بل سره تاو شوي طلايي ښکرونو يې د هغې قیافې ته ښکلا وربخښلې وه. ايندر به اوړی په خپل بڼ کې اوسېده، دغه بڼ د واما په کلي کې دی او د ايندر کوڼ Indr küṇ په نوم يادېده، ژمی يې په ايندرستان (د کلي اوسېدونکو د رواياتو پر بنسټ واما ښايي هندوستان وي) کې تېراوه.

له اسلام څخه وړاندې په نورستان کې د ايندر واکمني:

له اسلام څخه وړاندې د واما د کلي اوسېدونکو خپل ټول خير او شر د ايندر له لوري ګڼه، خو د نورستان په نورو کلو کې ايندر د هوما او شرابو د رب النوع په حيث پېژندل کېده چې د شرابو له څښلو سره يې مينه درلوده او خپله ګېډه يې د شرابو په څښلو لويه کړې وه. په يوه اسطوه کې چې مرحوم محمد علم د کلښوم له سپين ږيرو څخه ثبت کړې ده، راغلي دي چې ايندر له خپلې کورنۍ او ورور ( ګيښ) سره له ايندرستان څخه راغلی دی او د نورستان د ښکلو درو په منځ کې يې د کلښوم(وايګل) دره خوښه کړه. ايندر د لومړي ځل لپاره د چيمي (اکوڼ) کلي سيمو ته راغی او هلته يې د ونو په کېنولو او د ځای په ښېرازه کولو پیل وکړ او د ژوند کولو لپاره يې ښکلي سيمه رامنځته کړه.

د ايندر د ژوند سيمې ته نژدې د ګور کوڼه Gawar Kawṇa په نوم رب النوع ژوند کاوه چې خلکو ته يې زيورات، فلزي وسايل او جنګي توکي برابول، د (ګورکوڼه) د څټک هميشنی غږ د ايندر ارام اخيستی و، خو ايندر نه غوښتل چې له هغه سره په جګړه کې ښکيل شي، نو سيمه يې پريښوده او له وايګل سيند څخه په تېرېدو د نيشیګرام کلي ابتې سيمې ته ورسېد او په هغه ځای کې يې ژوند کول پيل کړل. ايندر په ابتې کې هم د عادت په ډول په رغونه پيل وکړ، خو په هغه ځای کې هم د اهنګرانو د څټکونو غږ چې خلکو ته يې فلزي توکي جوړول د ايندر ارام له منځه يوړه. ايندر هغه ځای هم پريښود او د ادرو کوتل څخه تېر شو او واما يې د ژوند کولو لپاره وټاکله.

ايندر په واما کې:

د ايندر کوڼ د بڼ او تاسيساتو د قدامت په اړه په دقیق ډول څه نشو ويلی، خو زما په اند د واما د کلي اوسنيو اوسېدونکو د اجدادو له راتګ څخه وړاندې ياد ځای جوړ شوی وو، نو په دې ډول بڼ له اته سوه تر زرو کلونو پورې تاريخي قدامت لري.

بايد يادونه وکړو چې اسطوره شفاهي ده او د نورو ټولو شفاهي اثارو په څېر بېلا بېلو خلک په بېلا بېلو ډولونو بیان کړې ده.

تېره برخه

د نورستان په اسطورو کې ایندر

1 COMMENT

  1. هغه چه لیکي؛ له اسلام څخه وړاندې په نورستان کې د ايندر واکمني!
    که سم تحقاتي کتابونه ولولئ، اوسانې به هېرې کړئ! ۳۲۰۰ کاله مخ کې وروسته له ډېرو جنګونو او وژلو د نني افغانستان په بدخشان کې د اروپایانو له خوا د تاریخ د مس ، مسو دوره ختمېږي او د صیقل دوره شروع کېږي او د اروپایان سترګې د دې منطقې او چارچاپېر معادنو ته
    ته لګېږي. وروسته اسکندر خبیث پر ټوله آسیا برېدونه او د نني تاجکستان او بدخشان و نورستان و پنجشېر تر کابل او جلال آباده پورې خپل د سلطنت د اوړي تر مني او ژمي د سلطنت منطقې جوړوي او آن څه چه لاس ته یې راغلل اروپا ته یې یوړل خو وسایل نه ؤ چه ټول یوسي، د اسکندر پالیسي د ده د پلار پالیسي چه وروسته د روم کلیسا او ورپسې اسلام هم تعقیب کړ چه ټولنه د یو بل پر ضد ؤپاروه او پرې حکومت وکړه او دوی یانې اروپایان بریالي شول او دا د پنجشېر و نورستان او بدخشان او چار چاپېر د اروپایانو او اسکندر مقدونیانو ګډ نسلونه دې چه اروپایان ترې ګته اخلي! بېدار شئ!https://www.amazon.com/1177-B-C-Civilization-Collapsed-Turning/dp/0691168385

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب