دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهله پاکستانه وتلي افغانان له اساسي اړتیاوو بې برخې دي

له پاکستانه وتلي افغانان له اساسي اړتیاوو بې برخې دي

خبریال: داودجبارخیل (شنبه، د عقرب ۲۷ مه)
مرستندوی سازمانونه وايي، هغه افغانان چې له پاکستانه تر وتلو وروسته افغانستان ته راغلي، تر شنه اسمان لاندې په داسې حال کې شپې سبا کوي چې د سرپناه، خوراک او تشناب مناسب ځای نه لري.
د اسوشیېټډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، افغانان له دوو مهمو  لارو تورخم او چمن څخه وتلي دي. طالبانو د دغو کسانو لپاره موقتي کمپونه جوړ کړي او په دې انتظار دي چې کډوال خپلو پلرنيو ټاټوبو  ته انتقال شي.
مرستندويې ادارې وايي، په تورخم کې کافي سرپناه نشته. د څښاک اوبه تقریباً نه شته. په ژمي کې، د لرګو له سوځولو پرته د تودوخې بدیل نشته. نه رڼا شته او نه تشناب.
خلک اړ دي چې په خلاص ځای کې رفع حاجت وکړي او د پاکوالي انتظام نه شته.
خیال محمد له ۱۷ کلونو راهیسې د پاکستان په شمال لویدیځ ښار پېښور کې اوسېده. دی پنځه ماشومان لري او شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د افغانستان ته وشړل شول. هغه اسوشیټیډپریس خبري اژانس ته وویل چې ده ته اجازه نه ورکول کیده چې د خپل کور وسایل له ځان سره یوسي. د هغه او د کورنۍ ټول مالونه په پاکستان کې پاتې دي.
د خیال محمد اوه کلنه لور حوا د یخنۍ له امله ژاړي. هغه د سهارنۍ لپاره په پلاستيکي بوتل کې چای څښي او پرته له کمپلې خوب کوي.
د نجلۍ پلار له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې «موږ د طالبانو له حکومته پوښتنه نه شو کولای. دوی هیڅ نه لري ځکه چې دوی لاهم د حکومت په توګه پیژندل شوي نه دي. داسې کورنۍ شته چې هیڅ نه لري. نه ځمکه، نه کور. دوی یوازې تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي. هیڅوک مرسته نه کوي.»
تامیندري دا سلوا، چې له «ورلډ ویژن انټرنیشنل» په نوم د مرستې او پراختیا سازمان سره تړاو لري، وویل، ډیری خلک د ترانزیت په مرکز کې  له لومړني ثبت او پروسس وروسته د وچ سیند غاړې ته ځي.
هغه زياته کړه، خلک يوازې له یو جوړ جامو سره افغانستان ته استول کېږي، ځکه چې د پاکستان په پوله يې ساعتونه، زيورات او نغدې پيسې ضبط کېږي.
پاکستان ظاهراً بې اسناده افغانانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې خپل هېواد ته د ستنېدو مهلت ورکړی و خو عملاً یې د افغانانو د استولو لړۍ د اکتوبر له لومړیو څخه پیل کړه.
تراوسه پورې پاکستان له خپلې خاورې نژدې ۳ لکه افغان کډوال ایستلي دي. ډېری اسناد لرونکي افغان کډوال شکایت کوي چې پولیس یې نیسي او د پیسو په بدل کې یې خوشی کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب