پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ له واټن زیاتیدو د مولانا...

د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ له واټن زیاتیدو د مولانا فضل الرحمان اندېښنه

تاند(شنبه، د عقرب ۲۷مه) د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان، چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو یوه مهمه د درناوي وړ مرجع ګڼل کیږي، له پاکستان سره د افغانانو ورځ تربلې مخالفت اندېښمن کړی.

هغه په پېښور کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې د دواړو هېوادونو خلک دې خپل منځ کې اتفاق وساتي.

د ده په وینا، ځینې لوري د دوی ترمنځ د بې باورۍ د زیاتوالي هڅې کوي.

د فضل الرحمان څرګندونې په داسې مهال دي چې څه موده مخکې د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد هم د پاکستان پر وړاندې د افغانانو د مخالفت زیاتیدو خبر ورکړ او ویې ویل، چې د دغه وضعیت مسوولیت د پاکستان وروستیو کړنو سره تړاو لري.

یو شمېر افغان کارپوهان بیا باور لري، چې پاکستاني استخبارات د ملتونو او حکومتونو ترمنځ د جلا اړیکو د سیاست په نوم په خپلو افغان نفوذیانو کې خپل نفوذ دوامداره کول غواړي.

د دوی په باور، مولانا فضل الرحمان او افغان پلویان یې ټول د پاکستاني استخباراتو په خوله داسې خبرې کوي او هدف یې دا دی چې افغانان په ذهني لحاظ د پاکستان په اسارت کې وساتي.

4 COMMENTS

  1. دل به ډیر دشرم ځای وې چی افغانان لاهم د پاکستان خلک دیو ښه ملت په سترګه ورته وګوری او ځان د پاکستان تابع او غلام وساتی همدا خلک دی چی دولت جوړه وې او د پاکستان دا دکفر حکومت همدی خلکو جوړ کړی ده که دی نه پس هر افغان د پاکستان نوم په ښه لهجه اخلی هیڅ افغان نده او د افغانستان دشمن ده .
    نور که دافغانستان خلک نه پوهیږی او د پاکستان کافر حکومت دا کړنی له یاده باسی نور به هم خوار او ذلیل کیږی

  2. د پنجابیانو دولت همدغو پنجابیانو او د هغوی برده ګانو جوړ کړیدی .
    داغو پجنابیانو او یا هم د هغوی غلامانو د چټلستان د مضرو او اسلامي ضد کړنو په مقابل کې یوه ورځ مخالفت ونه کړ. بنا دواړه د یوه خره دوه غوږونه دي .
    خدای د مونږ په دې خبره نه ګناهګاروي ، له منافقینو نه هغه پېژندل شوی هندو ښه دی ، سړی خو پوهیږي چې هندو دی او د هغه په سیاست او کړنو له مخکې پوهیږي . مګر دا منافقین ځانونو ته مسلمانان او انصار وایی ، خو کړنې یې د جنګ په حالت کې د عقیدې له مخالفینو نه ډېرې بدتره ، مضرې او ظالمانه دي .

  3. ملا ډیزلی له هغه منافقینو څخه ده چی په اوسنی عصر بل منافق نشته دا ملاډیزلی د ای اس ای لوډسپیکر ده او یوه کلیمه بدون د ای اس ای له اجازی له خولی نسی بهر کولی نو د داسی منافق انسان خبرو ته باید اهمیت ور نکړی افغان ملته لژ له خوب نه پاسیګی او دا بی معنا او بې مورده خوشباوریانی پریږدی پاکستان مو دشمن ده دوست کښی نه په دا پنځوس کاله کښی تاسو د منافقو رهبراتو خرڅ کړی خو لاهم پوه نشوې نور دا د ملاډیزلی منافق سیاف ګلبدین او دکولیانو په خبره ځانونه د دوزخ دروازی ته مه ټیل وهی خدای ته رجوع او په صداقت توبه وکړی چی وطن مو دمور حيثیت لری او عزت وساتې الله به مو کامیاب کړې له هندو سره دوستی وکړی خو له منافق مسلمان سره نه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب