شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+د پاکستان عام خلک رېښتیا ښه خلک دي؟

د پاکستان عام خلک رېښتیا ښه خلک دي؟

کبیر هسک

په افغانانو کې دا خبره زیاته رواج شوې، چې د پاکستان حکومتونه که هر څنګه وي، عام خلک یې ښه خلک دي.

خو دا بحث ولې رامنځته شوی او ولې ډېر ځله چې د پاکستان خلاف خبره کیږي، ځینې خلک سمدستي د پاکستان د عامو خلکو په صفت خوله خلاصوي؟

په دې اړه به لږه دلته زړه خواله سره وکړو.

اصولاً هیڅوک حق نه لري او دا ممکنه هم نه ده، چې څوک د یوه هېواد یا ملت د ټولو خلکو د ښه والي او بدوالي پوښتنه، تبصره او قضاوت وکړي.

ځکه هر هېواد او ملت ښه خلک هم لري، نا ښه هم، بل دا بې مورده بحث دی چې څوک یو مخ د یوه هېواد خلک وارزوي او د کړنو په اړه یې بحث او خبرې وکړي.

خو دا چې د پاکستان په اړه د بحث پر مهال سمدستي د عامو خلکو د ستاینې بحث را مخته کیږي، دا یو ژور استخباراتي تکتیک دی چې د پاکستان واکمنو بنسټونو له خپل پیدایښته تر ننه لوبولی او په خاص ډول خپل افغان تابعداران یې په همداسې روایتونو خپل ذهني غلامان ساتلي.

زه نه وایم چې د پاکستان عام خلک به ښه نه وي او که ښه هم وي، ما ته د یوه افغان په حیث د دوی ټول ښه والی زما د وطن د یوې خښتې د نړیدو هومره ارزښت نه لري.

هوښیار ملتونه د خپل دوست و دښمن په اړه واحد دریځ لري، له واحد دریځ څخه یې اساساً مشروع او مالک نظامونه مثبت او منفي روایتونه ایجادوي، د اړیکو مراجع واحدې وي او له دې اخوا څوک حق نه لري چې د کوم هېواد، خاصتاً پاکستان غوندې هېواد په اړه له ملي او نهادي اړیکو ور اخوا شخصي – سیاسي اړیکې، روایتونه او لابي ګرۍ ولري.

هغوی چې د پاکستان د خلکو ستاینې کوي یا خو پاخه پاکستاني غلامان دي یا پاخه لوده ګان، چې د استخباراتي ډنډورچیانو په ببولالو غولیدلي او په داسې باورونو د خپل ملي هویت او روایت سپکاوی کوي.

څوک چې درته داسې وایي ورنه پوښتنه وکړئ، چې د افغانستان عام خلک څه ستونزه لري چې د پاکستاني مفتیانو او ذلیلانو په منافقت او شرارت دا څو لسیزې وژل کیږي، ځپل کیږي، بې وطنه کیږي او د اور په تبۍ ناست دي؟

د دوی منظور که له دې خبرو دا وي، چې د پاکستان عام خلک دې د افغان لوري له ممکنه خطرونو او غچ اخیستو خوندي وي، بیا خو ډېر پرېوتي او تش په نامه افغانان دي، ځکه د خپل وطن پر ګټو د نورو ګټې ورته لومړیتوب لري.

4 COMMENTS

  1. چي ورته وا کالداره ولي استعمالوې دوس به درته وه وایي وای افغانی کمه ده.
    وه د خره زو په بسته ملک کي دونه افغانی نسته چي ته کاروبار په وکړې.

  2. دا خبره هغه ذلیل افغان کوی چی دخپل هویت تری ورک وی او ځان پاکستانی بولی ځکه چی دال او د ګاومیشې غوښه یې خوړلی وی هغه کس چې د ګامیشې غوښه خوړلی وې د هغه غیرت تللی وې او د پاکستان صفت شروع کړی هر حکومت عوام جوړوی نو اوس که هغه کسان وایې چی د پاکستان عوام ښه خلک دی نو دا معنا ورکوی چې د پاکستان حکومتونه ښه دی او هماغه بی غیرته افغان بیا د همدی عوام او حکومت له طرفه خوار او ذلیل ښې اوس که هر څوک وایې چې د پاکستان عوام ښه خلک دی هغه ذلیل او او د پاکستان غلام او د افغان ملت دشمن ده او باید همدغه کسان نابود شی دپاکستان لاس په خپله لنډیزی مونږ له خپل نستونړی اور اخیستې ده بعضی کولابیان له خپل ناموس نه تیر دی له ایران او تاجکستان څخه نه بعضې بیغیرته پښتانه د ناموس په نوم هیڅ نه پیږنی مګر د پنجابی په سر ځان وزنې .

  3. په ډیر معذرت د دې لیکنې لیکوال په خپله ډیر لوده دی او تاند باید نه وای خپره کړې.
    اول ولې د ډیورند کرښې د هغې خوا ټولو خلکو ته پاکستانیان وایې؟
    دوهم په څه اساس ټولو خلکو ته د لوده خطاب کوې؟ د دې معنا دا ده چې ته په خپله لوده او احمق یې
    د هغې خوا ټول پښتانه زموږ وروڼه او ښځې زموږ خویندې دي. هغوی ډیر ښه خلک دي او دا خبره هم حقیقت لري چې د یوې سیمې اکثره خلک ښه یا بد واوسي. د پښتونخوا ټول خلک که هر رنګې وي. د ډیورند د دې خوا (افغانستان) د خلکو سره ښه دي او وي به. د دوی منندوی یم او یو به. دوی به هم زموږ منندوی وي.
    دردمن

  4. سلامونه،
    د پسرلي او دردمن وروڼو په تایید، اصل کې ښه او بد هر ملک کې وي او اوس هم شته. څه فکر کوئ ټول افغانان ښه دي؟که دومره مهاجر له پاکستانه دلته راغلي وای کابلیانو یا نورو ښارونو کې به مو جای ورکړی وای؟؟فساد په خپلو کې هم و.
    بیا هم ، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان عوام ډیري پښتانه دي البته خپلې ګټې ې مد نظر نیولې او زمونږ سره ې ښه یا بد کړي.
    سعد اله جان برق صیب یو پروګرام کې ویلې: د یوې معاشرې ۸۵ فیصده یا په سلو کې ۸۵، فقیر عوام جوړوي او پاتې په سلو کې۱۵ ې سرکاري چارواکي حکمرانان دي چې دا آخرني هر وخت غواړي دعوامو حقونه غصب او ځانونو ته عیش اوعشرت جوند جوړوي!
    چې د پاکستان ریاست کې پنجاب او یوڅه سندیان ځانونه دا ۱۵ فیصده کې شماری په تیره وردی والا.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب