جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغانانو خلاف د خپل حکومت له اقداماتو د پاکستاني ملایانو ملاتړ

د افغانانو خلاف د خپل حکومت له اقداماتو د پاکستاني ملایانو ملاتړ

تاند(شنبه، د عقرب ۲۷مه) د پاکستان سلګونه ملایانو د دغه هېواد د پوځ مشر عاصم منیر سره د لیدنې پر مهال د افغانانو خلاف د خپل حکومت د کړنو ملاتړ کړی.

د پاکستان د پوځ په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د دغې لیدنې پر مهال پاکستاني ملایانو د افغان کډوالو د ايستلو، په پاسپورټ د تګ راتګ او هغو ناقانونه کړنو خلاف چې افغان کډوال پرې تورن شوي،د حکومت د کړنو ملاتړ کړی.

په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم، چې د پاکستان ملایانو ته خاص عقیدت لري، په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان ملایان تورن دي چې قاطع اکثریت یې د دغه هېواد د بدنامې استخباراتي شبکې اجیران دي او تل یې په افغانستان کې د دغې شبکې د سیاستونو د تطبیق لپاره له اسلامي احکامو ناسم تفسیر او استفاده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو ګڼ لوړپوړي چارواکي د دغو ملایانو د مدرسو شاګردان پاتې شوي او لا هم مهمې مشورې او اړیکې ورسره پالي.

یو شمېر افغانانو د طالبانو رژیم ننګولی، چې که رېښتیا خپلواک او د پاکستان تابع نه وي، له دغه هېواده دې خپلې کورنۍ وطن ته انتقال او پاکستاني مدرسو سره اړیکې پرې کړي.

4 COMMENTS

  1. د آی اس آی اداره لکه د مفتی عزیزالرحمن په شان له افغانی طالبانو څخه ویډیو ګانې لری حتی د هغوی د فامیل له اعضاو څخه. افغان سر ټیټی ملایان به څنګه دا جرات وکړی چی خپل کورونه له اسلام آباد څخه وباسی ښځی یی نغواړی چی راشی دا بوینو او سپګنو ته نور څه عزت او غیرت پاتې دی .

  2. دا ملایان نه بلکه د انګلیس ځامن د اسلام په جامه کښی ناست دی د پاکستان ملایان ټول د هیرا منډی حرامونی دی او د ای اس ای مامورین دی چی دانګلیس او امریکا د اسلام ضد پلانونه په اسلامی ملکونو کښی تطبیق کړی د د افغانستان طالبان واقعآ مسلمان او افغانان وی نو د افغان هر بچی که نر ده او که ښځه تعلیم ته پردی چی تعلیم وګړی او دخپل دوست او دښمن په ښه توګه وپیږنی د افغانستان دښمنانو بلخصوص دا دکافر ملک پاکستان دایم د افغانستان له بیسواده طبقی کار اخیستی او د نګلیس بچیانو د اسلام په جامه کی غولولی دی نور باید دغه پروسی ته دی پای ټکی کښیشودل شې

  3. عاصم منیر خپلو ناروا کړنو ته وروسته له عکس العملونو د علماوو تائید غواړی ؛ رښتیا هم دوی خپل
    کار پریښی او په علماوو لوبی او منافقانه سیاست لوبوی ، حال دا چی مشوره په اهمو چارو کی ماقبل عمل او اجرآت وی ، نه بعدِ عمل، اوس غواړی په خپل لوث ،علما هم کګړ او شریک جُرم وګرځوی ـ خو که علما دِ ورثه الانبیاء عزت او حیثیت ساتلی شی نباید هر ظالم او جاهل جنرال یی استعمال کړی ؛ حال دا چی په انګریزی قانون کی دینی علما کوم ځای او صلاحیت هم نلری او دا
    محضِ عوام فریبی او تحقیر دی علماوو ته ؛ او علمای دین نباید دا ډول بی حیثیت او استعمال شی.

  4. مولانا فضل الرحمن: د شوروي خلاف جهاد نه دی شوی، موږ ټولو د امریکا خدمت کاوه
    https://taand.net/?p=216673
    ۳۰ یا ۳۵ کاله پخوا د دوی بل مشر ضیاالحق ویل چې افغان دې پاکستان ته هجرت وکړی او پاکستانیان د انصارو په ډول مرسته ورسره وکړی مګر اوس چې ګورو ټول هغه عالمان چې تر پرونه زموږ رهبرانو ته ویل چې افغان ولس پاکستان ته وغواړی ځکه دا ټول پروژه په اصل کې د امریکا او برتانیه وه اوس بیرته غواړی چې ټول پروژه ختمه کړی ځکه خو اوس افغانان په ډير بی رحمی سره له خپل هغه خاوری چې پاکستان له پیدایښت پخوا په افغانانو پوری تړاو درلود بیرته راباسی ځکه دوی پوهیږی چې زموږ اوسنی نظام په نړیوالو توګه رسمیت نلری نو پوهیږی چې پاکستان په وړاندی اوس داسې څوک نشته چې د دوی کړنو په اړه ملګری ملتونو ، حقوق بشر سازمان او نړیواله جنګی جرایمو محکمی ته او همدارنګه امنیت شورا ته شکایت وکړی نو لدې اساس اوس زموږ په ولس یی ظلم او ناروا شروع کړی خو خدای به یوه ورځ حتمی پوښتنه ترینه کوی خو زموږ مسولین څخه به هم الله پوښتنه کوی ځکه دوی ورته ګوری خو په وړاندې داسې پالیسی نه غوره کوی چې د افغان ولس درد پرې دوا شي ځکه پاکستان دا ظلم دا ۴۵ کاله یا ۳۵، ۳۰ کاله پخوا په همدې ډول شروع کړی وو چې دا د همدې کرغیړنی پالیسی تکرار ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب