جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د چين او امريکې د مشرانو لېدنه او اړیکې یې| جان روان...

د چين او امريکې د مشرانو لېدنه او اړیکې یې| جان روان ځاځی

 اوسنۍ نړۍ د بې ساري سخت بدلون په حال کې ده او د لويو هېوادونو ترمنځ پکې سختې سیالۍ روانې دي، چې له امله یې نړيوالې چارې ټکنۍ شوي او سيوری يې پر ټولو هېوادونو غوړیدلی دی، خو ځيني یې بیا ډېر سخت اغېزمن کړي دي.

د زبر ځواکونو ترمنځ سیالۍ او کشمکشونه د زمانې اصلي رنګ نه دی او په ناندريو نه یوازې خپلې مسئلې نه شي حل کولی، بلکې د نړۍ پر وړاندې ستونزې راپورته کوي.

که د نړۍ هر هېواد په تېره بیا لوی هېوادونه يووالی ولري او خپلمنځي ښو همکاريو ته دوام ورکړي، نو نړيواله ټولنه به په اسانۍ د ګڼو ننګونو پر وړاندې مقابله وکړای شي او د نړۍ امنيت او سمسورتيا به په خوځښت راشي، خو که د دوی ترمنځ سیالۍ روانې او اړيکې یې سختې او تاوجنې وي او د زيرو ـ سم مفکورې پر اساس د ډلو ټپلو په جوړولو پسې نښتي وي، نو پرته له شکه پر نورو هېوادونو به هم بدې اغېزې ولري او نړۍ به د بې ثباتۍ، ناارامتيا او تجزيې په رکود کې وغورځي.

 د نړۍ ځيني هېوادونه هڅې کوي، چې خپلې ايډيالوژۍ او تګلارې په کمزورو هېوادونو وتپي او کله کله د همدې لپاره پوځي ګواښ او ځواک هم کاروي، خو تاريخ دا ثابته کړې، چې د يوه هېواد نظام او اډيالوژي په نورو هېوادونو کې کار نه ورکوي او په هر هېواد کې هغه نظام او تګلارې چلیدای شي، چې د خلکو له منځه راپورته شوې وي.

که امريکا په دې هڅې کې وي، چې خپل نظام پر چين ور وتپي او يا برعکس چين دا سوچ ولري، چې په امريکا کې خپلې تګلارې پلې کړي، دا هیڅ امکان نه لري، ځکه دواړه هېوادونه رنګارنګ تاريخونه او کولتورونه، مختلف ټولنيز نظامونه او بېلا بېلې پرمختيايي لارې لري او دا یو ټوکیدلی واقعيت دی او باید يو بل ومني.

د چين او امريکې پر اړيکو پنځه لسيزې اوښتي، خو ډېر کله له لوړو ژورو تېرې شوي او ترمنځ يې کشمکشونه او ناندرۍ روانې وي.

د چين او امريکې اړیکې د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې هله نوره هم ناندریزې شوې، چې واشنګټن پر بېجينګ سوداګریز بنديزونه ولګول او کله چې د امریکې د استازو جرګې د وخت مشرې نانسي پيلوسي تایوان ته سفر وکړ، نو اړيکې یې لاپسې ترينګلې او تاوجنې شوې.

چين د امریکې د سوداګریزو بنديزونو په غبرګون کې عکس العمل وښود، خو د نانسي پيلوسي پر ياد سفر يې سخته غوسه ښکاره کړه او ان تر دې چې له امريکا سره يې د پوځي اړيکو ټيلفوني کرښې هم بندې کړې او تايوان یې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې سره کرښه وبلله.

واشنګټن تايوان په رسميت نه پېژني او ډيپلوماتیکې اړيکې ورسره نه پالي، خو راشه درشه او سوداګري ورسره لري او څو ځلې یې لویې وسلې هم پرې پلورلې دي، چې دغې چارې یې بېجينګ سخت ناهیلی او غوسه کړی دی.

چين له امريکا سره په اړيکو کې د یو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او د تایوان مسئله پکې سره کرښه بولي، خو په حقیقت کې امريکې هم دا خبره ورسره منلې او درې ګډې اعلامیې یې ورسره لاسليک کړي او تايوان يې د چين برخه بللې ده.

د چين دولت د تایوان مسئلې په اړه څو ځلې خپل دريځ ښکاره کړی او دا یې له ټولو هېوادونو سره په اړيکو کې يوه حساسه مسئله او سره کرښه بللې ده.

چين تايوان د خپلې خاورې یوه نه بېلېدونکې برخه بولي او هڅه کوي، چې په سوله ييز ډول یې له خپلې خاورې سره يو ځای کړي، خو پوځي انتخاب یې هم نه دی رد کړی.

امريکې ته د چين د دولت رئیس رسمي سفر  

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۵مې نېټې په سانفرانسيسکو ښار کې د امريکا ولسمشر جوبايډن سره ليدلي او د دواړو هېوادونو د اړيکو د ستراتيژيکو، عمومي او سمتي مسئلو او د نړۍ د سولې او پرمختګ موضوعاتو په اړه يې ورسره د نظريو ډاګيزې تبادلې کړې دي.

نوموړی شپږ کاله وروسته امريکې ته په رسمي سفر ولاړ، که څه هم د تېر ۲۰۲۲م کال د نومبر په ۱۴مې نېټې یې له ولسمشر جوبايډن سره د اندونيزيا په بالي ټاپو کې لیدلي وو او هيلې یې راټوکولې وې، چې اړيکې به یې بېرته عادي مدار ته وګرځي، خو هغسې ونه شول.

چين او امريکا لا هم د ځينو ستراتيژيکو مسئلو پر سر اختلافات لري او د دواړو هېوادونو مشران په اوسنۍ لېدنې کې د اقليمي بدلون، مصنوعي ځيرکتیا او نشه يي توکو ضد، انساني تګ راتګ او کلتوري تبادلې په شمول د ځينو مسئلو په اړه يو لړ مهمو ګډو نظريو ته رسيدلي دي.

د چين او امريکې د مشرانو اوسنۍ لېدنه يو ستراتيژيک، تاريخي او مخکښ اقدام بلل شوی او باور دا دی، چې د دواړو هېوادونو د اړيکو پر وړاندې د لړيزو ستونزو د حل لپاره به د حل لاره ولټوي او خپلمنځي اړيکې به یې عادي مدار ته راوګرځوي، خو دا به بيا راتلونکي کې مالومې شي.

جوبايډن له شي جين پينګ سره تر څو ساته لېدنه وروسته خبري رسنيو ته ويلي، چې هغه له خپل چيني سیال سره رغوونکی او اغېزناک بحث کړی او د پوځي اړيکو لپاره د ټليفوني کرښې د بیا فعالېدو خبر یې هم ورکړی او دا یې ډېر مهم اقدام بللی دی.

چين له امریکې سره ياده پوځي کرښه هغه مهال پرې کړه، چې د امريکې د استازو جرګې د وخت مشره نانسي پيلوسي تایوان ته په سفر تللې وه.

د چين دولت رئیس شي جين پينګ له امريکايي سیال جوبايډن سره په خبرو کې د تايوان مسئلې په اړه بیا خپل دريځ څرګند کړی او دا یې د چين او امريکا په اړيکو کې تر ټولو مهمه او حساسه مسئله بللې ده. نوموړي ويلي، چې امريکا بايد د تايوان بېلتون غوښتونکو څخه ملاتړ پای ته ورسوي او خپلو ژمنو ته باید د عمل جامې واچوي، پر تايوان د وسلو پلورل باید بند کړي او ورسره د چين له سوله ييز يووالي څخه دې پلوي وکړي.

نوموړي ويلي، چې هېواد یې د امريکا مخ ته د تېرېدو او ځای نيولو پلان نه لري او له امريکايي لوري يې هم ورته تمه ښودلې، چې په بېلا بېلو پلمو دې د چين د پرمختګ پر وړاندې خنډونه نه جوړوي.

د نړۍ زبرځواکونه دوه انتخابونه لري، چې يو یې د يووالي او همکاريو پياوړتيا او بل يې د زيرو ـ سم مفکورې پر اساس د ډلو ټپلو جوړولو او پارولو انتخاب دی.

د يادو دواړو انتخابونو تر شا د انسانانو او ګردې کرې د برخليک او راتلونکي دوه بېل لوري موجود دي، چې دا نه يوازې د لویو هېوادونو، بلکې ټولې نړۍ پسې نږدې تړاو لري.

د لويو هېوادونو ترمنځ ناندرۍ او سيالۍ د نړۍ پر وړاندې موجودې ستونزې نشي حل کولی، بلکې لا یې پسې ډېرولی شي.

چين او امريکا د نړۍ دوه لوی اقتصادونه دي، که دواړه خواوې يو د بل درناوی او په سولې کې ښه ژوند وکړي او په همکاريو کې ګډې ګټې ولټوي، نو توپيرونه به یې ليرې او د ښه ژوند سمه لاره به ومومي او همکارۍ به يې ټولو هېوادونو ته ګټې ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب