جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان یو وار بیا د خپل هیواد ملي سرود ته د طالبانو...

پاکستان یو وار بیا د خپل هیواد ملي سرود ته د طالبانو پر نه درناوي اعتراض وکړ

تاند (جمعه، د سنبلې ۲۲ مه) پاکستان د پنجشنبې په ورځ په پیښور کې په یوې غونډې کې د پاکستان د ملي سرود پر مهال د نه د طالبانو د جنرال قونسل د نه درېدو له امله د نوموړي دلایل رد کړل او دا اقدام یې د ډیپلوماتیکو نورمونو سرغړونه وبلله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاززهرا بلوچ د اوونۍ خبری غونډې ته په وینا کې وویل چې پاکستان د افغانستان د سرپرست جنرال قونسل عمل د غندنې وړ بولی او وایی چې دې کار د پاکستان د خلکو احساسات زیانمن کړي دي.

تر دې مخکې د طالبانو جنرال کونسل د پاکستان د اعتراض په ځواب کې ویلي و چې د دغه هیواد د ملي سرود بې احترامي یې نه ده کړې خو د دې لپاره چې له ملي سرود سره د موسیقي غږ و، ځکه جنرال کونسل او بل طالب دیپلومات ورته ونه درېدل.

له دې جلا پرون  (پنجشنبې) په تهران کې د طالبانو استازو په یوه غونډه کې، چې د ایران ولسمشر هم حاضر و، د ملي سرود د غږېدو په مهال له خپله ځایه پورته نه شول.

ایراني چارواکو د ظالبانو پر دې غیردیپلوماتیک عمل اعتراض نه دی کړی. خو ګومان کېږي چې بل ځل به یې دا ډول غونډو ته ورونه بولي.

له بلې خوا پاکستان دا موضوع جدي انګېرلې او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي چې پاکستان په دې اړه خپل سخت اعتراض افغان چارواکو ته وړاندې کړی دی. هغې زیاته کړه چې په دې اړه به له مناسبو داخلي بحثونو او له افغان حکومت سره د خبرو له پای ته رسېدو وروسته پرېکړه وشي. هغې وویل چې پاکستان حق لري چې له ډیپلوماتیکو نورمونو او کړنو سره سم اقدام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب