جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+لار | زهير سپېڅلی

لار | زهير سپېڅلی

دا ياد لرئ!
دا د ژوند اصل دی.
که يوه لار بنده شي، نوري لاري هم شته.
که يوه دروازه وتړل شي، بله دروازه خلاصېږي. زموږ ستونزه دا ده، چي يوه لار بنده شي، بله لار  نه لټوو.
که يوه دروازه وتړل شي، بله دروازه نه وينو.  بندو  لارو او تړلو دروازو ته ولاړ يو.
ځان ته پخپله هره لار او دروازه بنده کړو.
کله چي له يوې لاري هدف ته و نه رسېدې، بله لار پيدا کړه.
له بلي لاري راشه.
کېدای شي تر لومړۍ لاري په بريالۍ توګه ورسېږې.
داسي هيڅکله مه کوه، چي  له يوې لاري په نه رسېدو، هدف هم پرېږدې. هدف يو وي، خو له ډېرو لارو ئې تر لاسه کولای شې.
له پيله خپل هدف ته دا ثابته کړه او باور ورکړه، چي په کلکه اراده دي خپلوم او هرو ــ مرو دي ګټم.
هدف او منزل ته رسېدل ټينګ عزم او پياوړې اراده غواړي. پياوړی او کلک عزم په غرونو کي لاري باسي.
هر څه په اسانه مه غواړه!
په اسانه لاس ته راغلي، په اسانه له لاسه وزي.
په وړو- وړو ستونزو او مشکلاتو بايد زړه ماتی او ناهيلی نشې؛ بلکي دا واړه مشکلات دي بايد لويو مشکلاتو ته کلک او محکم کړي.
ځينو هدفونو ته تللي لاري ډېري سختي، اغزني او مشکلي وي.
ټول هدفونه په اسانه او په يو ځل هڅه نه تر لاسه کېږي؛ بيا- بيا هڅه غواړي.
د نړۍ بريالي او کامياب اشخاص نه په اسانه، نه په يو ځل هڅه او زيار او نه په خوب کي تر خپلو هدفونو رسېدلي دي.
پر سختو لارو تلل دا ثابتوي، چي تا ته خپل هدف او منزل واقعاً مهم دی او تر لاسه کول ئې غواړې.
شايد ځيني لاري دي په ځنډ او خنډ ورسوي، خو دا به درته ثابته شي چي له زحمته وروسته حتماً راحت شته.
له هري ستړيا وروسته هوسايي راځي  او په هره تياره پسي رڼا وي.
که ژوند ته پام وکړو ډېر څه راښيي.
همت، صبر او زغم  غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب