جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پاسپورټ ریاست وايي، په ۲ ورځو یې ۳۰ زره پاسپورټونه ویشلي

د پاسپورټ ریاست وايي، په ۲ ورځو یې ۳۰ زره پاسپورټونه ویشلي

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۲۹ مه) د طالبانو د پاسپورټ عمومي ریاست د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په تېرو دوو ورځو کې یې ۳۰ زره پاسپورټونه ویشلي دي.

دغه ریاست نن (پنجشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې “د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل هره ورځ ۱۵۰۰۰ پاسپورټونه صادریږي.”

دغه ریاست د ۳۰ زره پاسپورټونو وېش د طالبانو د حکومت د ظرفیت لوړولو په لور یو ګام وباله.

دا په داسي حال کې ده چې د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) ویلي چې په یوه اوونۍ کې تر ۷۲۰۰۰ ډېر کسان له افغانستانه وتلي دي.

دا اداره هره اوونۍ له افغانستانه د وتلونکو او افغانستان ته د بېرته راستنېدونکو کسانو شمېرې خپروي.

د روان کال د اګست په نیمایي کې د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) اعلان وکړ چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې نژدې ۸ میلیونه افغانان له خپل هېواده وتلي دی.

د ملګروملتونو د کډوالو دا اداره وایی، یو میلیون افغانانو په اروپایي هېوادونو کې پناه اخیستې او ۸۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.

سربیره پردې، د روان کال د سپتمبر په ۳ مه، د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) اعلان وکړ چې له یوې اوونۍ څخه په لږ وخت کې له ۷۲۰۰ څخه ډیر افغانان هیواد پریښود.

د دغه سازمان په وینا، په دې موده کې له افغانستان څخه د خلکو وتل د هغو کسانو په پرتله ۱۱ سلنه زیات وو چې هېواد ته ننوتل.

اقتصادي ستونزې، درملنه او ایران او پاکستان ته د کورنۍ سفرونه د افغانانو د مهاجرت لاملونه بلل شوي دي.

1 COMMENT

  1. طالب ملایانو داسی یو حکومت را منځ ته کړ چی خلک ور څخه ټول په تیښته کی دی ـ مونږ فکر کاوو چی طالبان به سړی شوی وی خو هغوی هماغه خره دی. د پارسی یو متل دی چی وایی: خر موسی چون به مکه برند، چو پس آرند هنوز خر بود.
    يدی معنی: چی د موسی ع خر یی مکی څخه بیرته راوست هغه همسی خر وو لکه د پخوا په شان ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب