جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د نورو کرو د انسانانو د موندلو لپاره جایزه

د نورو کرو د انسانانو د موندلو لپاره جایزه

تاند- له ډېرو کلونو راهیسې زموږ مځکې یا کُرې ته له نورو ستورو څخه د پردیو مخلوقاتو د راتګ او د هغو د لیدل کېدو اوازې خپریږي.

رینګ کمپنۍ اعلان کړی چې یوه په زړه پورې مسابقه یې اعلان کړې.

د بریتانیا د سن ورځپاڼې د راپور له مخې، هر چا چې په لومړي وار د پردیو مخلوقاتو حقیقي ویدیو ثبت کړه، رینګ کمپنۍ یو میلیون ډالره جایزه ورکوي.

دا مسابقه د هغو کسانو لپاره ده چې عمرونه یې تر اتلسو کلونو لوړ دي. د مسابقې بل شرط دا دی چې ویدیو باید د راتلونکي نوومبر تر ۳ پورې ثبت شوې وي. له هغه وروسته د مسابقې وخت پوره کېږي.

د مسابقې برخوالو ته ویل شوي چې خپله ویدیو دغه شرکت ته واستوي.

د جایزې ګټونکي ته به یو میلیون ډالره په ۲۰ کلونو کې ورکړل شي، یعني هر کال به پنځوس زره ډالر ورکول کېږي چې په شلو کلونو کې پوره شي.

رینګ وايي چې که هیڅوک په دې بریالی نه شو چې د نورو کُرو مخلوق ومومي، بیا هم هغو کسانو ته چې نومونه یې په مسابقه کې ثبت کړي، ځینې جایزې ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب