Homeخبرونهد افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو ۶ میاشتو کې ۴۲ خبریالان ګواښلي

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو ۶ میاشتو کې ۴۲ خبریالان ګواښلي

تاند(یکشنبه، د عقرب ۲۸مه) د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه تازه راپور کې خبریالانو او رسنیو سره د طالبانو د ناوړه چلند په اړه راپور خپور کړی او ویلي، چې تېرو ۶ میاشتو کې طالبانو په ۴۲ پېښو کې خبریالان ګواښلي او ۳۳ تنه یې بندیان کړي.

د راپور له مخې، د خبریالانو د نیولو ټول اقدامات د طالبانو د استخباراتو له خوا شوي او د خبریالانو یا هم رسنیو په ګواښولو کې د استخباراتو تر څنګ د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د امر بالمعروف وزارت شامل دي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ، نی د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې ۲۸۱ رسنۍ تړل شوې دي او له ۱۱۸۵۸ رسنیزو کارکوونکو څخه یوازې ۴۵۰۰ یې کار کوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په وینا، یوازې په ولایتونو کې نه؛ بلکې په کابل کې هم د ازادو رسنیو عادي بهیر ګډوډ شوی او د ازادو یا هم تحقیقي راپورونو او چېلنجوونکو پروګرامونو جوړول د محدودیتونو له کبله ختم شوي دي.

طالب چارواکو دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو په ټولیز ډول یې تل داسې راپورونه او څرګندونې رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...