Homeخبرونهاحمداباد د هند او استرالیا د ۲۰۲۳ د کرکټ د نړیوال جام...

احمداباد د هند او استرالیا د ۲۰۲۳ د کرکټ د نړیوال جام د پایلوبې کوربه دی

تاند (یکشنبه، د عقرب ۲۸ مه) ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۳ د کرکټ په نړیوال جام کې نن د هند او استرالیا پیاوړې لوبډلې په پایلوبه کې له یو بل سره مخامخ شي.

هند په دې جام سیالیو کې د نیمه پایلوبې په ګډون ۱۰ مسابقې کړي او ټولې یې ګټلي خو استرالیا په تېرو لسو سیالیو کې ۸ ګټلي دي.

پایلوبه د احمداباد په نریندرا مودي لوبغالي کې کېږي.

د پایلوبې لیدو ته د هند او نړۍ د یو شمېر سیاسي شخصیتونو، نامتو لوبغاړو او د بالیووډ د مشهورو ستورو ترڅنګ شاوخوا یوسلو ۳۰ زره نندارچیان لوبغالي ته راځي.

د ۲۰۲۳ نړیوال جام، چې د هند په کوربه توب ترسره شو، د افغانستان لپاره له ډېرو بریاوو ډک و. افغانستان نه یوازې ۴ ټیمونه مات کړل بلکې د استرالیا په شمول د څو نورو ټیمونو ماتولو ته هم نژدې شو.

دغو بریو افغانستان د کرکټ بل نړیوال جام ته بې له دې چې د غوراوي لپاره نورو سیالیو ته اړتیا پیدا کړي، لاره وموندله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...