ژباړن: ځلاند ساپی
په دې ورځو کې زموږ خلکو د پاکستان له لوري زموږ د هېوادوالو د ایستلو په غبرګون کې د کابل په سیندیزه حوزه د کونړ د بند او نورو بندونو د جوړولو کمپاین پیل کړی.
دا ډول احساساتي غبرګونونه د دې پر ځای چې د خپلو خلکو د هوساینې لپاره له اوبو څخه د اغېزمنې ګټې ادعاوې پرمخ بوځي، له خپلو اوبو څخه د ګټې حق تر پوښتنې لاندې راولي چې اوبه یې د فشار وسیله ګرځولې او ګاونډیانو ته یې غبرګون ښودلی.
فرض کړئ که پاکستان ښه ګاونډی وای او زموږ خلک یې نه وای ایستلي او زموږ د هېواد د دغو څلورو لسیزو ویجاړیو ملاتړ یې نه وای کړی؛ ايا افغانستان به د کابل په سیندیزه حوزه د بند له جوړولو څخه ډډه کړې وای؟
دا غبرګونونه به نړۍ ته دا پیغام ورکړي چې افغانان غواړي اوبه د خپلې هوساینې لپاره نه، بلکې ګاونډیانو ته د زیان رسولو لپاره کاروي. په داسې حال کې چې که موږ احساسات یو طرف پریږدو؛ افغانستان د خپلو اوبو مدیریت ته سخته اړتیا لري.
د کابل په همدغسې یوه حوزه کې؛ افغانستان یوازې له ۲۵٪ څخه کمې اوبه کاروي.
د کابل سیندیزه حوزه یوه له هغو سیمو څخه ده چې د نورو حوزو په پرتله ترې لږ کار احستل شوی. که افغانستان په دې سیندیزه حوزه کې ټول پلان شوي بندونه جوړ کړي، د اوبو د ذخیره کولو ظرفیت به له اوسني ۳٪ څخه ۲۴٪ ته لوړ کړي.
په ۲۰۱۳ کال کې د نړیوال بانک د یوې څېړنې له مخې، که افغانستان وکولای شي خپل ټول بندونه په کابل کې جوړ کړي، پاکستان ته به یوازې ۳ سلنه اوبه کمې کړي. ځینو پاکستاني سرچینو د دې څېړنې له خپرولو پرته ویلي، چې د اوبو کمښت به د ۱۵ او ۲۰ سلنې ترمنځ وي.
هغه اوبه چې له افغانستان څخه پاکستان ته بهیږي د پاکستان د اوبو ۱۶ او ۱۷ سلنه جوړوي. له همدې امله، حتی د 15٪ کمښت به د پاکستان لپاره خورا مهم نه وي لکه څنګه چې زموږ خلک فکر کوي.
د کابل په څنډه کې بندونه حتی د پاکستان په ګټه دي او دا هېواد به له سیلابونو وژغوري. د دې بندونو یوازینۍ اغیزه به د اوړي په موسم کې له اپریل څخه تر جون پورې د اوبو کمښت او د ژمي په موسم کې له جنورۍ څخه تر مارچ پورې د پاکستان لپاره زیاتوالی وي.
له همدې امله د هېواد د اوبو د زېربناوو پراختیا د افغانانو حق دی، چې کلونه کلونه ترې محروم دي او دا باید زموږ پر وړاندې د ګاونډي هېواد له سیاست سره هېڅ تړاو ونه لري.
رښتیاهم د اوبو مدیریت زموږ حق دی ،تیره شل کلنه دوره کی باید دا کار تر ډیره شوی وای خو مع الاسف ،کم چانس ورکړ شو ، مربوطه وزیر لکه اوسنی دور نه یواځی مسلکی نه وو ،بل مصیبت یی ،ځان او تنظیمی انحصار کی ډوب مفسد او د وافرو نعماتو او طبیعی منابعو پر ځای دګاونډیو په خائنانه مشورو متکی او زاړه جنراتورو ترویج ته یی ملا تړلی وه ، ملی ګټې یی تر انډیوالی جارولی.
نورو وزیرانو او حتی فرد اول هم په شهرک سازی، هوټل او مارکیټونو جوړولو او نورو غیر ضروری بلا ترتیب سرمایه ګذاری کی له غیر مشروع او مشکوکو لارو هغه څه وو چي ملت ته یی ډیر څه نه درلودل .
خو اوس د اوبو مدیریت ، بندونه ، زراعت ، مالداری ، ساینس او تکنالوجی ، طبابت ، انجنیری ، موثر جنګی وسایل چي ـ تُرهبون به عدوالله و عدوکم ـ محقق وی ،تحقیق او اختراعات او د خود کفایی مزل ته ځان تیارول بی له متخصصینو او معتبرو پوهنتونو پرته
عملی امکان به یی صفر ته نژدی او د قیمتی نعمت یعنی وقت ضایع کول او ځان شرمول دی .