یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+ کلا | اسدالله بلهارجلالزی

 کلا | اسدالله بلهارجلالزی

همدا چې د پخوانۍ او زړې کلا مخې ته را ورسیده نو د آس دواړه ملونه يي د ځان په لوري کش کړل او آس يي ځای پرځای را تاوو شو بیا ودریده. شاوخوا ته يي وکتل، څوک يي تر نظر ورنه غلل، د پټکي یو ول يي چې په غاړه کې را لویدلی و. په یوه لاس ورپورته کړ. زړه يي غوښتل چې کټ مټ لکه د پخوا په څیر ناره کړي. دوثه وا دوثه را وزې که درشم. بیرته يې ځان کنترول کړ. له ځانه سره يي وویل: هغې سرونه او خولې تر خاورو لاندې دي. دا یوازې ته يي چې لا د ژوندو نصیب خورې. پښه يي په رکاب کې نوره هم ټینګه کړه او له آسه را کوز شو. ورو ورو يي د کلا په لورې ګامونه واخیستل، د کلا له شمالی لوري وړې نجلۍ ورته را منډې کړي. همدا چې نژدې ورته را ورسیده نو يي پرې غږ کړ

ـ ای کاکا! کلا ته مه ورځه دا کلا اوس درنه ده. پیریان به درباندې کینې.

خوآس سپورد هغې په خبرو ونه پوهیده. سریې ټیټ اچولی و، نجلۍ  لږ وړاندې ودریده او یو ځل بیا ورته وویل: – ای کاکا مه ور ځه مه ور ځه! ولا په تا به پیریان کیني. کلا ډیره بده درنه ده.

سړي سر را پورته کړ، د نجلۍ خبرې يي واوریدې او ترې ويي وپوښتل لورې څه چیغې وهي دلته نژدې راشه!
– کاکا ته دې خواته راسه(راشه) کلا ته مه ورځه که ور نزدې شوې نو بیا به درباندې بلاوې کینې او ته به هم لکه سورکل کاکا لیونی شي.

سړی حیران دریان په خپل ځای ودریده. نجلۍ ته يي وویل: – ایا سورګل لیونی شوی؟

– هو هغه خو لیونی شوی و. یو کال وړاندې يي خپل وراره په ټوپک وویشت او مړ يي کړ، د وراره ورور يي د ده زوی وویشت او مړ يي کړ، بیا یې نورو وروڼو ټولو له کلا څخه کډه وکړه ویل يي کلا درنه سوې ده. باید ورڅخه بار شوو. او خدای خبر چې چیرته ولاړل اوس کلا کې څوک ژوند نه کوي. وايي کلا بدبخته شوه. د آس سپورپه آس پښه واړوله او د هغه غوږ ته يي خوله ورنژدې کړه بیا يي  وویل: ابرشه ! ابرشه تاته وایم له بدهمشین څخه مې په کرړونو میله لیری یوسه. هالته چې څوک د چا د ځورولو، او وژلو فکرنه کوي. خو ابرش ته هم داسې ځان  معلوم نه و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب