شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهایران وايي، په ۳ میاشتو کې یې څلور نیم لکه افغان کډوال...

ایران وايي، په ۳ میاشتو کې یې څلور نیم لکه افغان کډوال ایستلي

تاند (یکشنبه، د عقرب ۲۸مه) ایراني چارواکي وايي چې د اګست له میاشتې تراوسه پورې له دغه هیواده لږترلږه ۴ لکه ۵۰ زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه کړل شوي دي.

ایرنا دولتي خبري اژانس د شنبې په ورځ د ایران د مهاجرت د ملي ادارې یوه چارواکي جواد خاني په قول ویلي چې د «نامنظمو کډوالو» د بېرته ستنېدو پروسه لا هم دوام لري.

ده همداراز ویلي، په تېرو درو میاشتو کې له ایران څخه څلور نیم لکه هغه کسان ایستل شوي چې په غیرقانوني ډول ایران ته ورغلي وو او د یوه هراړخیز پلان پر اساس د ایران له ۸ ولایتونو څخه ایستل شوي دي.

که څه هم دا شمېر تر هغه ډیر دی چې تراوسه له پاکستان څخه ایستل شوي خو پاکستان هغه کسان په څو اوونیو کې ایستلي چې ځینو یې حتي په دغه هیواد کې ۴۰ کاله تېر کړي خو ایران ته هره ورځ زرګونه نوي کډوال ورځي. او له دغه هیواده اکثره ایستل شوي کسان تازه ورغلي افغانان دي.

ایراني چارواکی خاني وايي چې دا لږترلږه څلور نیم لکه افغانان له فارس، سیستان او بلوچستان، یزد، قم، رضوي خراسان، کرمان، او البرز ولایتونو څخه ایستل شوي چې په ایران کې د مېشتو کډوالو په سلو کې ۹۲ پکې اوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب