یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد کراچۍ مظاهره چیان: د افغان کډوالو ایستل او ځورول بس کړئ

د کراچۍ مظاهره چیان: د افغان کډوالو ایستل او ځورول بس کړئ

تاند (یکشنبه، د عقرب ۲۸مه) د پاکستان په کراچۍ ښار کې ګڼ شمېر خلکو او د بشري حقونو فعالانو په خپل هیواد کې د افغان کډوالو او پښتنو خلاف د پاکستان د امنیتي ځواکونو اقدامات وغندل.

دوی چې د خپل اعتراض د څرګندولو لپاره په مظاهره راوتلي وو، له حکومت څخه وغوښتل چې د افغانانو او ځايي پښتنو غیرقانوني نیونې او ځورونې ودروي.

دوی وویل د افغان کډوالو په زوره ایستل نه یوازې نامسوولانه اقدام دی بلکې کرکه خپروي.

مظاهره چیانو په خپلو شعارونو او ویناوو کې وویل چې «د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان د موقت حکومت له پرېکړې وروسته پولیسو او نورو قانون نافذوونکو ادارو کرکه خپره کړې او په خورا نامسوولانه ډول یې د قانون خلاف د افغان کډوالو او د پاکستان د پښتنو ځورولو، بېرولو او نیولو ته دوام ورکړی دی.»

په همدې حال کې د کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمېټې په نوم، د بشري حقونو سازمان چې د کراچۍ په مظاهره کې یې برخه لرله، ویلي چې پاکستان باید ومني چې د افغانستان په بې ثباتۍ او له خطر سره د میلیونونو انسانانو د ژوند په مخامخولو کې رول لري.

دې کمېټې همداراز ویلي:«که پاکستان پخوا مسوولانه اقدامات کړي وای، افغانان به د خپلو مېنو پرېښودو او مهاجرت ته نه مجبورېدل.»

دې کمېټې زیاته کړې چې د پاکستان د امنیتي ادارو د زور زیاتیو له کبله د اکتوبر له پیله تراوسه پورې تر ۳ لکه ډېر افغانان مجبوره شوي چې له پاکستانه ووځي.

د پاکستان حکومت د اکتوبر په بیل کې اعلان وکړ چې ټول بې اسناده افغان کډوال دې د نوومبر تر لومړۍ نېټې له پاکستانه ووځي او که ونه وتل وبه یې نیسي او په زور به یې وباسي خو عملاً د پاکستان پولیسو د اکتوبر له پیله د افغانانو ځورول، بندي کول، په زوره ورڅخه د پیسو اخیستل او له خپلې خاورې ایستل پیل کړل.

د پاکستان حکومت اوس ویلي چې پاتې بې اسناده کډوالو ته د جنورۍ تر لومړۍ وخت ورکوي چې له پاکستانه ووځي.

د پاکستان له دې اعلان سره سره، پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړ چې پېښور کې د افغان کډوالو نیونې په پراخه پیمانه پیل شوي دي.

د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، په پېښور ښار کې نیول کېدونکي افغان کډوال په نارباغ کې، چې پخوا د کډوالو کمپ و، د تمرکز مرکز ته بیول کېږي او بیا افغانستان ته استول کېږي.

په تېره یوه میاشت کې پاکستاني پولیسو نه یوازې بې اسناده بلکې اسناد لرونکي کډوال او حتي د قبایلي سیمو او سوات پښتانه هم نیولي او ځورولي دي.

1 COMMENT

  1. دومره مکاري، حیله ګري او سپين سترګي هم څوک نکوي لکه دا پاکستانیان یا پاکستاني پښتانه.
    هغه وخت چي پاکستاني پولیسو او ملیشو د افغانانو په ایستلو، بندي کولو، لوټلو، وهلو، ډبولو او تحقیرولو پیل کړي وؤ نو هغه وخت همدغو اوسنیو لاریونوالو او مظاهره چیانو نه یوازي د پولیسو سره مرسته کوله بلکي خپله یی هم د مظلومو، مزدورو او مجبوره افغانانو په چور تالان لاس پوري کړي وؤ. خو اوس چي هر څه پای ته ورسیدل او اوبه تر ورخ تيري شوي نو د منافقت او تمساح اوښکي تویوی.
    افغانانو! پام کوئ او هوښیار اوسئ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب