دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهاسترالیا د ۲۰۲۳ د کرکټ د نړیوال جام اتله شوه

استرالیا د ۲۰۲۳ د کرکټ د نړیوال جام اتله شوه

تاند (یکشنبه، د عقرب ۲۸ مه) د نړیوال جام سیالیو په پایلوبه کې، چې نن د هند په احمداباد په نریندرا مودي لوبغالي کې د هند او استرالیا ترمنځ وشوه، استرالیا وتوانېد چې په ۶ ویکټونو هند ته ماتې ورکړي.

دا له کله چې د کرکټ د پنځوس اوره جام نړیوالې سیالۍ پیل شوي، شپږم ځل دی چې استرالیا پایلوبه ګټي او اتلولي خپلوي. هیڅ لوبډلې شپږ ځلې نړیوال جام نه دی ګټلی.

د دې سیالۍ پچه استرالیا ګټلې وه او غوره یې وبلله چې لومړی میدان ته ووځي او هندي لوبغاړي لومړی بیټنګ وکړي. په تیره بیا د هند ویکټ ساتونکي څو تېروتنې وکړې.

د هند پیلګر لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېدل یوازې ویرات کوهلي او کې ایل راهول تر پنځوسو ډېرې منډې وکړې. د هند کیپتان روهیت شرما په ۴۷ منډو او د سر بل لوبغاړی شوبمن ګېل یې په څلورو منډو وسوځېدل. درېیم لوبغاړی یې شرییاس هم یوازې په څلورو منډو وسوځېد. یوازې ویرات کوهلي ته هیله وه که نوموړی په تصادفي ډول نه وای سوځېدلی ممکن استرالیا ته یې لوړ هدف ټاکلی وای.

له همدې کبله هندې لوبغاړو استرالیا ته ۱۴۱ منډې هدف وټاکه چې دا په دې نړیوال جام کې د هندي لوبډلې له لوري تر ټولو ټیټ هدف و.

خو د استرالیا لپاره ترافیس هیډ، چې د پایلوبې غوره لوبغاړی هم شو، په ۱۲۰ توپونو ۱۳۷ منډې وکړې.

په پایلوبه کې د استرالیا فیلډینګ خورا اوڅار و خو د استرالیا د فیلډینګ پرتله هندي لوبغاړو ښه فیلډینګ نه کاوه.

په دې جام کې، چې هند یې کوربه و، ۶۴۴ شپږیزې او ۲۲۳۹ څلوریزې ووهل شوې.

تر ټولو ډېرې منډې ویرات کوهلې جوړې کړې. د ویرات کوهلي له ۷۶۵ منډو وروسته ډېرې منډې بل هندي لوبغاړي روهیت شرما کړي چې ۵۹۷ وې.

په باولینګ کې هم تر ټولو ډېر ویکټونه د هند محمد شامي اخیستي دي. د محمد شامي له ۲۴ ویکټونو وروسته د استرالیا اډم زمپا ۲۳ لوبغاړي سوځولي دي.

تر ټولو کمې ماتې هم هند کړي. هند یوازې پایلوبه وبایلله نورې ټولې سیالۍ یې ګټلي دي.

د دې جام سیالۍ د اکتوبر په پنځمه پیل شوې وې. افغانستان یو له لسو ټیمونو څخه و چې د غوراوي په مسابقو کې تر بري وروسته یې دې جام ته لاره ومونده.

په دې جام کې څلورو بریو افغانستان ته په بل نړیوال پنځوس اوره جام کې د ګډون لاره په اتومات ډول پرانیسته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب