شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمجاهد وايي، پر نوي اساسي قانون کار روان دی

مجاهد وايي، پر نوي اساسي قانون کار روان دی

تاند (یکشنبه، د عقرب ۲۸ مه) د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد یو وار بیا وویل چې پر نوي اساسي قانون کار روان دی.

تر دې څو میاشتې پخوا هم طالب چارواکو ویلي و چې پر نوي اساسي قانون کار کوي خو بیا یې څرک ونه لګېد. دا په داسې حال کې ده چې طالبان له څه باندې دوو کلونو راهیسي بې قانونه واک ته دوام ورکوي.

مجاهد ونه ویل چې د نوي اساسي قانون د تدوین کار به کله بشپړ شي خو یادونه یې وکړه، هرکله چې په حکومتولۍ کې ښه والی راشي او د خلکو اقتصادي شرایط ښه شي، د اساسي قانون جوړېدو ته به لاره هواره شي.

«موږ ځینې لومړیتوبونه لرو چې پکار ده یوه پړاو ته ورسیږو چې د اساسي قانون لپاره لاره هواره شي.»

څرګنده نه ده چې د طالبانو پر اساسي قانون څوک کار کوي. طالبان متخصص حقوقپوهان نه لري او هغوی ته، چې په دې برخه کې یې زده کړې کړي، د کار کولو موقع نه ورکوي. غالباً د طالبانو نوی اساسي قانون به ملایان جوړوي چې پوهه یې یوازې د حدودو تر حده محدوده ده.

د قانون د تشې له کبله ډیر شمېر افغانان او بهرنیان په افغانستان کې پانګونه نه شی کولی او له بلې خوا هیڅوک نه پوهیږي چې د طالبانو حکومت به په راتلونکې له کومې لارې مشورعیت ترلاسه کوي.

1 COMMENT

  1. باره قانون څه کا، امريکا هم چې افغانستان ونيو، تر درې څلورو کلونو پورې هيڅ قانون نه وو، همدا د شمال مليشې وې او هر ځای لنډغر او جهل وو، او چاپې وې، او نظام هم د دوی او امريکا په انحصار کې وو، نو اوس د شمال په ځای تاسې ور سره متحدين ياستۍ..!!
    مقصد ټرمپ کاکا بيا تاسو سره يو پټ تړون لاسليکول غواړي ، د ډالرو، د خدای دلۍ ډالرو په بدل کې باګرام هوايي اډه غواړي.
    بله دا چې اساسي قانون ؟ وايي پکه دا دې بله سپکه!! د ښځو کار، د انجونو زده کړې ، د عسکرو دريشي، د کډوالو سمبالښت ، د قوشتيپې کانال، د پاکستان سره ضد او نقيض حالت اړيکې ، تذکرو ورکړه، د پاسپورټ خنډ او ځنډ ….!!! ډير سرونه مو لانده کړي دي، خو خريلی مو يو هم سم ندی، باره!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب