یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+د ناپلیون خولۍ په نژدې ۲ میلیون یورو وپلورل شوه

د ناپلیون خولۍ په نژدې ۲ میلیون یورو وپلورل شوه

تاند(دوشنبې، د عقرب ۲۹مه) د فرانسې د امپراتور ناپیلون بوناپارت یوه خولۍ پرون (یکشنبې) په پاریس کې په یو میلیون او ۹۰۰ زره یورو لیلام شوه.

ناپلیون دا خولۍ په نولسمه پېړۍ کې د خپلې امپراتورۍ په مهال پر سر کوله.

دې تورې خولۍ ته له ۶۰۰ زره تر ۸۰۰ زره یورو بیه ټاکل شوې وه.

چا چې دا خولۍ پرون په نژدې دوه میلیون یورو واخیسته، نوم یې څرګند نه کړل شو.

عموماً د دې ډول لیلامونو په ترڅ کې د پیرونکو نومونه پټ ساتل کېږي.

د دې خولۍ په اړه تاریخ لیکونکي وايي چې دا د تاپلیون د خولیو ځانګړې بڼه وه؛ یعني له ده پرته دا ډول خولۍ نورو خلکو نه پر سر کولې.

ده دا ډول کابو ۱۲۰ خولۍ لرلې چې د هغو له منځه یوازې ۲۰ یې پاتې دي او اکثره د شتمنو کسانو په خصوصي کلکسیونونو کې ساتل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب