Home+وچه مېوه د الزایمر د مخنیوي لپاره ګټوره ده

وچه مېوه د الزایمر د مخنیوي لپاره ګټوره ده

تاند – د یوې نوې څېړنې پایلې ښيي چې هره ورځ د غوزانو او نورې وچې مېوې خوړل د منځني عمر لرونکو خلکو او حتی ځینې وخت د بوډاګانو د الزایمر یا دماغي زوال د خطر د کمېدو سبب کېږي.

د نړیوالو څېړونکو یوه ډلې د بریتانیا له ۵۰,۳۰۰ لویانو څخه چې اکثره یې د ژوند په پنځوسمه لسیزه کې وو، وغوښتل چې د وچې مېوې د استعمال په اړه یوه پوښتنپاڼه ډکه کړي. دوی دغه ګډونوال د اوو کلونو لپاره تر څارنې لاندې ونیول ترڅو معلومه کړي چې ایا هغوی د دماغي زوال ښکار کېږي که نه.

له دې ډلې څخه په شاوخوا ۱,۴۰۰ کسانو کې د دماغي زوال پېښې ثبت شوې. څېړونکو د عمر، جنسیت، د بدن د وزن شاخص، زده‌کړو او د ژوند د طرز په څېر فکتورونه په پام کې ونیول او څرګنده یې کړه چې د وچې مېوې ورځنی مصرف د الزایمر خطر ۱۲ سلنه کموي.

د هغو کسانو لپاره چې بې مالګې وچه مېوه یې خوړله او هره ورځ یې د شاوخوا ۴۰ ګرامه په اندازه مصرفوله، دا ګټې نورې هم زیاتې وې، او د هغوی لپاره د الزایمر خطر ۱۶ سلنه کم شوی و.

دا موندنې د روان کال په سپټمبر میاشت کې د Geroscience په ژورنال کې خپرې شوې.

له ډېرې مودې راهیسي څېړونکو ته څرګنده شوې چې خراب خوراک د دماغي زوال د زیاتېدو له خطر سره تړاو لري.

د منځني عمر یا پوخ عمر په موده کې د وزن زیاتوالی، د شکرې ناروغي او لوړ کلیسټرول په هغو عواملو کې شامل دي چې د لنسیټ ساینس کمېسیون په وینا د الزایمر د چټکېدو سبب بللي دي او ویلي چې انسانان د خپل ژوند په طریقه او خوړو کې د بدلون په راوستلو سره د دغو عواملو مخه نیولی شي.

متخصصان وړاندیز کوي چې د مدیترانې، د DASH، او MIND په څېر خوراکي رژیمونه چې په مېوو، سبزیجاتو، د غنمو په بشپړو دانو او سالمو غوړو کې پرېمانه دي، ممکن د دماغ د روغتیا لپاره غوره انتخاب وي.

DASH  رژیم د وینې فشار د کمولو لپاره ډیزاین شوی او پر مېوو، سبزیجاتو، بشپړو دانو او کمو غوړو پروټینونو ټینګار کوي. MIND رژیم د DASH او مدیترانې رژیمونو ترکیب دی چې د دماغي ناروغیو لکه الزایمر د مخنیوي لپاره ګټور دی او په شنو پاڼو لرونکو سبزیجاتو، بیرو (مېوه)، توتو، غوړو کبانو او وچې مېوې تمرکز کوي.

وچه مېوه د دغو درې واړو خوراکي پروګرامونو یوه مهمه برخه ده.

د هسپانیا څېړونکو تېر کال په Nutrients  ژورنال کې ولیکل چې وچه مېوه “په مغذي موادو کې بډایه خواړه دي چې له نااشباع او څو- نااشباع غوړو اسیدونو، فایبر، د B ګروپ ویټامینونو، غیر‌سوډیمي معدني موادو او قوي بیواکټیو پولي‌فینولونو څخه ډکه ده او دا د اعصابو او دماغ له ساتنې سره مرسته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...