دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeخبرونهطالبانو د خپلو زرګونو شهیدانو د ډله ییزو قبرونو په ساحه کې...

طالبانو د خپلو زرګونو شهیدانو د ډله ییزو قبرونو په ساحه کې جومات جوړ کړ

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۵ مه) د طالبانو حکومت د جوزجان ولایت په دشت لیلي کې د ۹ میلیون افغانیو په لګښت د خپلو زرګونو شهیدانو په یاد په یوه پراخه ساحه کې جومات جوړ کړ.

د جوزجان ولایت د والي دفتر پرون (یکشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا ودانۍ په هغه ځای کې چې د دوی زرګونه ځوانان په ډله ییز ډول تر خارو لاندې دي، په ۳۰ جریبه مځکه کې جوړه شوې ده.

په دې ودانیزو تاسیساتو کې د محافظینو لپاره خونه، احاطوي دېوال، او یو ستر جومات، چې ۱۵۰ تنه پکې لمونځ کولی شي، شامل دي.

طالبانو ویلي چې دغه ودانۍ د لیندۍ په څلورمه، د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د دعوت او ارشاد مرستیال، الرحمان منصور، د جوزجان والي، ګل‌حیدر شفق، او سیمه‌ییزو چارواکو له لوري پرانیستل شوه.

د افغانستان په شمال کې دوه ځلې لسګونه زره طالبان په ډله ییز ډول وژل شوي او په ډله ییزو قبرونو کې خاورو ته سپارل شوي دي.

لومړی پلا په نوي یمه لسیزه کې، کله چې طالبانو شمالي ولایتونه د جنرال عبدالمالک په مرسته ونیول او د دغو ولایتونو له نیولو لږ وروسته نوموړی د طالبانو خلاف شو، زرګونه طالبان، چې له جنوبي ولایتونو شمال ته تللي وو او د سیمې له جغرافیې سره بلد نه وو، ونیول شول او په خورا بې رحمۍ په ډله ییز ډول ووژل شول.

دوهم ځل د ۲۰۰۱ په وروستیو کې، کله چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ايتلاف د طالبانو رژیم وپرزاوه، د جنرال دوستم کسانو زرګونه طالبان چې تسلیم شوي وو، په کانتینرونو کې ووژل او په ډله ییزو قبرونو کې خښ کړل.

په دواړو پېښو کې ګڼ شمېر ځايي خلک هم په دې خاطر ونیول شول او ووژل شول چې په خټه پښتانه وو. د ډیرو نورو مځکې او کورونه غضب او لوټ شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب