پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپزشکیان وايي، کډوال به په عزت خپل هیواد ته ستانه کړي

پزشکیان وايي، کډوال به په عزت خپل هیواد ته ستانه کړي

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۲۷ مه) د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دوشنبې په ورځ وویل؛ هغه بهرنیان به، چې په ناقانونه توګه په دغه هیواد کې اوسي، «په درناوی» بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

پزشکیان د ولسمشر په توګه له لوړې وروسته په لومړي مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې تر دې دمه د ایران د امنیت شورا درې غونډې د افغان کډوالو په اړه جوړې شوې دي.

ده وویل: «ځینې یې پاسپورټونه لري، طبعاً اړیکې لري. البته له دوی سره باید په ځانګړي ډول چلند وشي. ځینې یې د قانون خلاف دي او باید په قانوني چوکاټ کې تعقیب شي. یو څوک نه شي کولی په غیرقانوني ډول ایران ته راشي. په هر هیواد کې  حتي په اسلامي هیوادونو کې د اوسیدو لپاره چوکاټ شته. د بېلګې په توګه، که موږ افغانستان ته له پاسپورټ پرته لاړ شو، ښایي هغوی موږ ته اجازه رانه کړو چې دغه هیواد ته داخل شو.»

د ایران ولسمشر زیاته کړه، «لکه څنګه چې ما مخکې ویلي، موږ وروڼه یوو خو د حکومتونو تر منځ د یو لړ اصول شته چې باید اجرا شي، او موږ د اسلامي هیوادونو تر منځ د دې قانوني چوکاټ د جوړولو په پروسه کې یو.»

د ملګروملتونو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ (یو اېن اېچ سی ار) له اټکل سره سم، اوسمهال شاوخوا ۴.۵ میلیونه افغانان په ایران کې اوسي. د ایران د خبري اژانسونو د راپور له مخې، ښایي دغه شمېره تر ۶ میلیونو یا ۸ میلیونو پورې وي.

1 COMMENT

  1. هغه حکام چي په اسلامی ورورولی ایمان لری ؛نن ورځ افغانان چي له خپله کوره په تېښته دی ،اقتصادی مشکلات لری یا تعلیمی زمینه مساعده نده یا خادم حکام نلری او یا نور ….
    خو منحیث مسلمان دا حکام باید د مسلمانانو لاسنیوی وکړی هغه دولتونه چي ښه اقتصاد لری د یوی ګډې کمیټی له لاری خپل کمکونه باید تنظیم او د امت له ځانی،صحی او تعلیمی خساراتو مخنیوی وکړی
    مګر بد بختانه نن ظالم حکام په ملیشه سازی ، مداخله د نورو په امورو کی او داخلی شخړو ته لمن وهلو باندی بوخت او د نورو جنګی فابریکی فعالی ساتی او خپل اساسی مسؤلیت تری هیر دی
    مګر بلی خوا ته د انسانی یا بشری ورورولی داعیانو چلند نسبتا انسانی او نرم دی او انسانی حقوق او اخلاقو ته پاملرنه شته او د مسکن ،کار،صحت او تعلیم کی سهولتونه شتون لری ؛حال دا چي ښه خلق د خلکو ښکار کوی او اسلام هم د رحمت ،مکارم اخلاق او د انسان لپاره تر ټولو غوره او احسن دین دی او پیروان یی هم باید عملی برتری ولری او د نورو په غلطو تجربو نباید اتکاء وکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب