پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeمقالېمنظور پښتین څوک دی؟ | ډاکتر بادام شفق

منظور پښتین څوک دی؟ | ډاکتر بادام شفق

منظور پښتین  یو ځوان پښتون مبارز دی چې په ۱۹۹۴ کال کې د جنوبي وزیرستان د یوې کلیوالې سیمې په یوه غریبه کورنۍ کي زیږیدلی دی. پلار يې عبدالودود مسید (محسود) په خپل کلي کې د لومړني ښوونځي ښوونکی دی. پښتین د پښتنو له مسید (محسود)  قبیلې سره تړاو لري.


دغه پښتون ۳۲ کلن زلمی چې اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ پیاوړی رهبر دی، وايي چې  پلار يې کله هم دوی ته مېوه نه ده راوړې او د ښوونکي په توګه یې ټول معاش په کتابونو ورکاوه.


منظور پښتین لومړنۍ زده کړې په جنوبي وزیرستان کې د خپل کلي په ښوونځي کې کړې دي.


 هغه ثانوي زده کړې د (بنو په آرمي پبلک سکول) او لوړې ثانوي زده کړې په (کرک) کې بشپړې کړې دي.

پښتین ويي “زما پلار زما د ښوونځي د زده کړې لپاره پیسې په پور اخیستې او یوازې زه پوهیږم چې موږ څومره ځوریدلي یو.»

پښتین په ۲۰۱۶ کال کې د ډېره اسماعیل خان د ګومل پوهنتون کې له ویترنرۍ پوهنځي څخه د فراغت سند ترلاسه کړی دی.


په وزیرستان کې د وسله والو پر ضد د پاکستان د پوځ د عملیاتو له امله، د منظور پښتین کور وران شوی او لوټ شوی دی او کورنۍ يې څلورځله کډوالۍ او د مهاجرو په کمپونوکې په ‌ډیرو خرابو شرایطو کې ژوند ته اړ شوی ده.


منظورپښتین  د پي ټي ام په نامه د پښتنو تر ټولو لوی غورځنګ مشر او موسس، د پښتنو تر ټولو کاریزماتیک او ځوان مشر دی چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو له خوا په پښتنو باندي له شوو او روانو ظلمونو سره مخالف او د بشري حقونو ټینګ سوله ییز مبارز دی.

منظور د زړورتیا، په مظلومانو باندې د زړه سوي، رښتیا ویلو، له عامو خلکو سره د ډیر ښه او احترامانه سلوک او ټینګي سوله ییزي مبارزي له کبله په ټولو پښتنو کې  ډیر زیات محبوبیت  پیدا کړی دی او په  ‌ډیر کم وخت کې یې د پښتنو ځوانانو په منځ کې په ملیونونو طرفداران پیدا کړي دي.

منظور پښتین د بشري حقونو د مبارزانو په لومړي صف کې شمیرل کیږي.

منظور پشتین همیشه سره خولۍ چې تور ټکي هم  لري، په سرکوي. هغه وايي چې دا خولۍ ورته د ده یوغریب  مزدوکار دوست ورکړې ده. دغه خولۍ اوس د (دپښتون ژغورني غورځنګ) چې منظور یې مشر دی، سمبول ګرځیدلې ده، او د ده ټول ملګري یې په سر کوي.

دغه قسم خولۍ په افغانستان کې جوړیږي، او د افغانستان په شمال کې یې ډیری افغانان په سر کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ

له ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې د پښتنو ټوله سیمه د شوروي اتحاد او لویدیځو هیوادونو ترمنځ د سړې جګړې له کبله، د تودې جګړې په ډګر کې بدلې شوې ده.
د پښتنو په قبایلي سیمو خصوصاً وزیرستان کې د پاکستان پوځ او استخباراتو اسلامي افراطیان ځای په ځای کړي وو.
وروسته چې کله په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا او ناټو پوځونه افغانستان ته راغلل، او د ترورستانو دغو ځالو او مرکزونو ته متوجې شو، د پاکستان د پوځ او استخباراتو له تروريزم سره د مبازي په بهانه په ډیر مهارت له امريکا څخه درې دیرش (۳۳) ملیارده ډالر واخيستل خو د تروريستانو په عوض یې د بیګناه ځايي خلکو کورونه بمباري کړل، ۸۵ زره عام بیګناه پښتانه ېي يا ووژل، يا يې بنديان او لادرکه کړل. کورونه، دوکانونه او بازارونه یې ور وسوځول او یا یې په بلدوزرونو، بمونو، راکټونو اوبمباریو وران کړل، په ځمکو کې یې ورته ماینونه کېښودل. په زرګونو بیګناه او بې وزله کورنۍ یې مهاجرت ته مجبورې کړې، چې اوس هم په ډيره خوارۍ او ذلت د مهاجرو په کمپونو کې ژوند کوي.

منظورپښتین د  ۲۰۱۴ کال د مې په میاشت کې، په ګومل پوهنتون کې د خپلو زده کړو په ترڅ کې، د خپلې قبیلې د ځورولو پر ضد د ‘مسید ژغورنې غورځنګ ‘ په نامه فعالیت پېل کړ.

هغوی به د دې غورځنګ تر نامه لاندې اکثره وخت د پاکستاني پوځ د هغو بمباریو پر ضد احتجاجونه کول، چې هغوی به پکې د وسله والو د وژلو ادعا کوله، خو  تر ډېره به په دغه ډول بریدونو کې ولسي بې ګناه وګړي قربانیان وو.

پښتین او ملګرو ځوانانو یې د ماین چاودنې، د ولسي وګړود تری تم کېدل او پر امنيتي پوستو د تګ راتګ پر مهال د خلکو ځورول هم په دې احتجاجونو کې غندل.

ښاغلی پښتین وايي، په ۲۰۱۴م زېږدیز کال کې چې د قبایلو د محصلینو سازمان مشر وټاکل شو، د قبایلي سیمې په ټولو محصلینو وګرځېد او یوازينۍ پوښتنه به يې همدا ترې کوله :

”ایا ژوند همداسې وي، لکه زموږ د قبایلي سیمې پښتانه چې يې تېروي؟ ”

د۲۰۱۸  کال  دجنوري په میاشت کې د منظور احمد پشتین په مشرۍ د پي ټي ام یا پښتون ژغورني غورځنک غورځنګ چې تهداب ېي لا دمخه دمسید ژغورنې غورځنګ په نوم ایښودل  شوی وو، کیښودل شو.
پی ټي ام دپښتنو یوسوله ایزغورزنګ دی، چې دپاکستان د قانون په چوکاټ کې دننه سوله ییز فعالیت کوي.
د پاکستان د استعماري دولت نه د پي ټي ایم عمده غوښتني دا دي:
–  په پښتنو باندی د پاکستاني پوځیانواو استخباراتو له خوا ظلمونه بندیدل .
– د زرګونولادرکه شوو پښتنو پیدا کول .
– د زندانیانو عادلانه محاکمه، او د بیګناه زندانیانو خوشي کول.
–   د پنجابي استعماري حکومت  له خوا د دوی د شتمنیو دغلا او چور مخنیوی.
– د نظامي عملیاتو پنامه د بیګناه پښتنو د وژني  اود هغوی دکورونو دورانوني او لوټلو مخنیوی.
–  پښتنو ته دپاکستان دنورو قومونوپه شان  مدني او بشري حقوق ورکول.

پښتین د پاکستان ددولت لخوا دخپلو پورته غوښتنو دعملي کولو په خاطر څوځلې ستر ستر لاريونونه وکړل، دی پخپله څو ځلي بندي شو، د وژني په خاطر یې د سورلۍ په موټر ډزې وشوې، خو دی په مرمۍ ونه لګيده او بچ شو. د منظور پښتین ډير شمير تکړه ملګري یې شهيدان شوي، بنديان شوي او شکنجه شوي دي, خو د پاکستان حکومت یې دغه قانوني غوښتني نه دي منلي.

لدي کبله ېي د۲۰۲۴ کال داکتوبر په ۱۱ مه د ټولو پښتنو د نماينده ګانو يوه ستره جرګه رابللې ده، چې د ديرشو زرو نه زيات نمايندګان به پکې ګډون وکړي. پشتين  اود هغه ملګري به پدغه جرګه کې په پښتنوباندې په تيرو څو کلونوکې دشوو او روانو ظلمونو حقيقي انځور وړاندې کړي, او د هغوې څخه به وغواړي چې ټول پښتانه په شريکه دپاکستان په حکومت فشار راوړي، چې پورته غوښتنې ورسره ومني..

1 COMMENT

  1. محسود د کینه کښ معنی لری او دا بڼه یی لیکل یی صرف پنجابی لیکوالانو مروجه کړی ، دوی باید یا مسید او یا مسعود ولیکل شی چه د خوشبت معنی لری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب