شنبه, اپریل 20, 2024
Home+د «میرویس خان نیکه» ژبه / محب الله زغم

د «میرویس خان نیکه» ژبه / محب الله زغم

د ښاغلي زبیر شفیقي د تاریخي ناول نقد

«میرویس خان نیکه» د ښاغلي زبیر شفیقي تاریخي ناول دی. د تاریخي ناولونو لیکل آسان نه دي. څوک چې تاریخي ناول لیکي، د لیکوالۍ د مهارتونو تر څنګ باید کافي مطالعه او قوي حافظه ولري. د اثر په پای کې یاد شوې منابع را ته وايي چې ښاغلي شفیقي د دې تاریخي ناول د لیکلو لپاره د تاریخ ۱۳ کتابونه مطالعه کړي دي چې زموږ، د هند د بر اعظمګي، د ایران، او د اروپا د مؤرخانو آثار رانغاړي؛ یعنې د تاریخي پېښو بیان یې له څلورو مختلفو لیدلوریو کتلی دی او دا ډېره مهمه خبره ده ځکه چې هر مؤرخ واقعیت هغسې لیکي چې ده ته ښکاري او خپل علایق، احساسات او تمایلات یې خامخا په کې دخیل وي خو کله چې همدغه واقعیت د نورو له سترګو هم وینې، ممکن د واقعیت نسبتاً حقیقي بڼه درښکاره شي.

دلته به د دې تاریخي ناول ژبه راوسپړو.

د دې اثر ژبه روانه، واضحه، خوږه ده او لوستونکی یې په لوستلو نه ستړی نه کېږي. لیکوال په دې اثر کې ګڼ متلونه او محاورې کارولي دي لکه: پردی مال غاښ لري. د جنګ کیسې خوږې، ساعت یې تریخ دی. د لږو به لږ مري، د ډېرو ډېر. د هندي او کابلي پوځیانو تر منځ خره ښه نه څرېدل، یو بل ته به ښنګ وو. ناوې په ډول ښه ښکاري، مړی په ژړا. خړ سپی د لېوه ورور دی. هم مار مړ شي او هم لښته ماته نه شي. چې خان یې په یاران یې. له کلي وځه، له نرخه مه وځه. د متلونو او محاورو کارول له یوې خوا د ناول ژبه طبیعي اېسوي او له بلې خوا د متلونو د کارولو دقیق ځای راښيي. 

د تاریخي ناول ژبه له نورو ناولونو باید متفاوته وي. د تاریخي ناول لیکوال لکه څنګه چې د پخوانیو خلکو څېرې، جامې، سینګار، د کورونو، کلیو، ښارونو او ماڼیو بڼې، وسلې، وسایل او ابزار هماغسې چې وو، راښيي؛ باید د هغوی مکالمې او خبرې اترې هم هماغسې را واوروي چې دوی کولې؛ ان د پېښو روایت باید په هماغو کلماتو او اصطلاحاتو وکړي چې په هاغه زمانه کې عام وو. دا کار ، په تېره بیا د پښتو ژبې لیکوال ته، ډېر ستونزمن ځکه دی چې پښتو لیکلي آثار هغومره ډېر نه دي چې موږ وپوهېږو چې مثلاً د مېرویس نیکه په وخت کې د خلکو ګړنۍ ژبه څرنګه وه. ښاغلي شفیقي د صفویانو او مغولو د دربارونو خاص اصطلاحات په مهارت سره راوړي دي، لکه بېګلربېګي، یوزباشي، ملاباشي، اعتمادالدوله، قورچي باشي، دیوان بېګي، امیر الامرا، ظفرجنګ … خو تر څنګ یې داسې کلمې، عبارتونه او اصطلاحات هم کارولي چې زموږ د زمانې دي او په هاغه وخت کې به چا نه استعمالولې او یا یې په اوسنۍ معنا نه کارولې، لکه: ټولواک، ترخه خاطره، مارش، د نړۍ په کچه، خونړۍ پوځ، وروستی انتخاب، قوماندان، لومړۍ کرښه، یو لړ سپارښتنې، متر، مورال، غونډه، دروند مسوولیت، لمریز، سپوږمیز، اړیکه، پایلې، خپلواکي، یووالی، موډ، قطعه، ګواښ، پلان، شپږم حس، اړین، اړتیا … په دې کې «مارش، قوماندان، موډ، مورال، متر، پلان » انګلیسي کلمې دي او د مېرویس نیکه په وخت کې چا اورېدلې هم نه وې. «ټولواک، پایله، اړیکه، اړین، اړتیا، سپوږمیز، لمریز، غونډه، یووالی، خپلواکي» زموږ د پېر نیولوګیزمونه دي. همدارنګه «د نړۍ په کچه، دروند مسوولیت، ګواښ، یو لړ سپارښتنې، او شپږم حس» د شلمې پېړۍ ترکیبونه او اصطلاحات دي.

مناسب توصیفونه د داستاني نثر لازمه ده. لیکوال باید څېرې، منظرې او ځایونه داسې توصیف کړي چې د لوستونکي سترګو ته ودرېږي. ښاغلي شفیقي دا کار تر ډېره بریده کړی دی؛ د توصیف دغه خوندورې بېلګې وګورئ: لاندې د بڼ د لویو ونو له منځه د اصفهان د ښار رڼاګانې وېړې غوړېدلې وې. په چوپه چوپتیا کې د پاچا خرهار اوچت شو – غنګ شو، د کلا لویه دروازه خلاصه شوه – قورچې باشي یو خنډی منډی سړی و چې د قزلباشو هغه ځانګړې جامې یې پر تن وې، ږیره یې چټه خرییلې وه خو چنګ ونګ برېتونه یې وو چې څوکې یې د لړم د لکۍ په څېر تېرې وې. په توصیف کې لیکوال باید زموږ ټول حسونه مخاطب کړي، څه راباندې وویني، څه راباندې واوري، څه راباندې لمس کړي، او د شیانو خوند او بوی راباندې حس کاندي. شفیقي صاحب د دې کار هڅه کړې ده.

د توصیف بل کار دا دی چې په مناسبو صفتونو او تشبیه‌ګانو سره د شیانو، پدیدو او مفاهیمو درک را ته آسانه کړي. ښاغلي شفیقي په ځینو ځایونو کې ښایسته او مناسبې تشبیه‌ګانې کارولې دي، لکه: خبر د ځنګله د اور په څېر خپور شو –  د ادیرې په څېر چوپتیا شوه ـ ګامونه یې داسې درانه لکه په خټو کې چې روان وي – د لړم د لکۍ په څېر تېرې … په توصیف کې صفتونه باید واضح، عیني او واقعي وي خو په دې اثر کې مبهم صفتونه هم ډېر دي، مثلاً: فرشي سلام، نا مأنوس غږونه، معناداره موسکا، مرموزه موسکا، عجیبه موسکا، مرموزه چوپتیا، د یوه افسانوي اتل په څېر، سحرګره رڼا، خاص تناسب، طنزیه موسکا، بې تعبیره رعب، جبرې موسکا.

هره تشبیه او هر تصویر یو ځل خوند کا خو بیا بیا تکرار یې بې‌خوندي جوړوي. په دې ناول کې د تکرار کمی نشته، لکه: د اور په څېر خپور شو –  د ادیرې په څېر چوپتیا شوه – د سترګو په رپ کې د عرصات ورځ شوه – آس د باد په څېر والوت – ټول د اندېښنو په ټالونو کې زنګېدل – د تیارو تر پردو لاندې – د سپینو ورېځو کنډکونه – د یوه افسانوي اتل په څېر ورته ښکاره شو.

مکالمه د داستاني نثر مهمه برخه ده او د مکالمې ژبه د روایت له ژبې باید بېله وي. په مکالمه کې باید د عادي خبرو اترو خوند وي؛ د هر چا خبرې دې د هغه/ هغې له عمر، پوهې، تجربې، موقف، مقام او شخصیتي ځانګړنو سره برابرې وي. ان که د هر وګړي خبرې د هغه په خپله لهجه ولیکو، لا خوند او رنګارنګي به په کې پیدا شي. په دې ناول کې ځینې خوندورې مکالمې دي: – له دې کاپرو سره دوه تنه مول وهلي هم وو خانه! یو مې و نه پېژاند خو په دا بل مې شک راغی چې د کارېز د سدو اکا زوی و. – یاره! خړ سپی د لېوه ورور دی. دا آوازې صمد علي ګډې کړې دي. دی کله د سړي زوی و چې اوس د نورو عیبونه موږ ته وایي. -د نادر کاکو په نامه یو کس پرې دعوه کوله. رجب خان پټکه پرې وکړه، د هغه غوږونه پرې مړه شول. خو داسې مکالمې هم په کې کمې نه دي چې ژبه یې نه د هاغه زمانې ژبه ده او نه د هغو کرکټرونو.

د داستاني نثر بل عمده اصل دا دی چې صحنې، پېښې، حالتونه، او د کرکټرونو عواطف او احساسات وښييو، نه دا چې ویې وایو. دغه جملې وګورئ: د ګرګین موډ خراب شو – پر ګرګین د دوی دغه حرکت ښه و نه لګېد – سیدالخان لږ چورتي غوندې و – د محمود آغا پر مزاج دغه خبره ښه ونه لګېده – د هغوی درې واړو ارواوې په بدن کې وچلېدې. لیکوال د ګرګین د موډ خرابېدل د هغه په یوه حرکت کې راښییلی شي، کله چې د چا حرکت پر ګرګین ښه نه و لګېدلی، دا حالت ګرګین په عکس العمل کې باید راوویني. همدارنګه لیکوال دې نه وايي چې سیدالخان چورتي غوندې و، بلکې د هغه په ژست او حالت کې یې راوښيي.

په شعر او ادبي ټوټه کې مبالغه روا ده خو په داستان کې نه. د داستان ژبه باید له مبالغې پاکه وي او پېښې او منظرې هماغسې راوښيي چې پېښېږي. رښتیاغوندیتوب د داستان، په تېره بیا د ریالیزم د سبک، شمزۍ ده. همدارنګه په دا ډول ناولونو کې هنري نثر ښه نه لګېږي. دغه جملې سره له دې چې ښکلې دي خو د داستاني نثر لپاره مناسبې نه دي: د ټوپکو کړسهار د چوپتیا پردې څېړې کړې – چوپتیا مړه او ژوند له دردونو، رنځونو او رنګونو سره بېرته راویښ شو –  ژوند دمه کړې وه او له ټولو هنګامو سره د تیارو تر پردو لاندې ویده و. په دې نورو جملو کې بیا مبالغه وینو: له هر راز رنځونو کړېدل (هر، ټول، هېڅ دې په احتیاط وکاروو ځکه چې معمولاً مبالغه په کې نغښتې وي) – د ښځو له ژړا او سلګیو سره یې ژړا یو ځای شوه او د کایناتو تر لرې څنډو پورې لاړه (په هېروشېما او ناګاساکي کې اټومي چاودنې وشوې خو موږ یې غږ وانه ورېد، نو د څو تنو د ژړا غږ به د کایناتو تر څنډو پورې څنګه رسي؟) – یوه تن چې خوله یې په خندا تر غوږو پرانیستې وه (څو کسان مو لیدلي دي چې همدغسې خولې یې وي؟) – هغوی انار خوړل او اوبه یې تر خوله بادېدلې (د انارو اوبه ممکن د سړي د خولې له څنډو وڅاڅي یا وبهېږي خو بادېږي نه) – په شهر صفا کې د شمروزخان حجره په ښکلا او لویوالي کې نوم درلود، دوه درې سوه کسان آرام پکې ځایېدل (فکر نه کوم چې د یوه کلي خان دې په هاغه زمانه کې دومره لویه حجره لرلې وي) – د قبلې لوري دېوال ته یې پر دوو غبرګو غالیو د کعبې او نبوي حرم ښکلي انځورونه وو (واقعاً زموږ د سیمې خلکو څلور سوه کاله مخکې دومره هنروال وو چې په غالۍ کې دې انځورونه وکاږي؟) – سترګې یې د وینو د پیالو په څېر تکې سرې اوښتې وې (داسې تکې سرې سترګې به واقعي وي؟).

بله مسئله چې نن سبا زموږ په پښتو نثر کې عامه شوې، د فارسي ژبې منفي اغېزه ده. په اکثرو لیکنو کې کلمې پښتو وي خو جملې فارسي؛ یعنې د فارسي ژبې ترکیبونه، عبارتونه او جملې کټ مټ او کلمه په کلمه ترجمه کېږي، حال دا چې په خپله ژبه کې د هماغو مفاهیمو د بیانولو لپاره طبیعي بدیلونه لرو. دغه ستونزه معمولاً د ترکیبي فعلونو او ځینو عبارتونو له ترجمې راولاړېږي. همدارنګه کله چې ژباړونکي د جملو استعاري او کنايي معنا ته پام نه کوي او یوازې کلمې ترجمه کوي، په دغه لانجه اوړو. د بې‌خوندو ترجمو له برکته اوس چې څوک پښتو لیکي هم، فارسي‌وزمه یې لیکي. په دې ناول کې هم دغه ستونزه تر سترګو کېږي چې بېلګې یې په دې جدول کې وینو:

د ناول جملې فارسي منبع جملې پښتو بدیلونه
د مجلس پر ټولو خلکو یې نظر واچاوه. بر تمام مردم مجلس نظر انداخت. پر ټولو خلکو یې سترګې وغړولې/ ټول خلک یې له نظره تېر کړل.
که شور وخورئ، ټټر به مو غلبېل کړم. اګر شور بخورید، سینه تان را غربال می‌کنم. که وغوخېږئ …
ارباب مراد د بلخ له یوې لویې کورنۍ څخه و. ارباب مراد از یک خانوادۀ کلان بلخ بود. ارباب مراد د بلخ د یوې لویې کورنۍ و.
په لوټ او تالان کې چې دوی کوم سره او سپین لاسته راوړل. طلا و نقره‌یی را که آن‌ها از چور و چپاول به دست آوردند … سره او سپین تر ګوتو/ تر لاسه کړل.
مشورې ته مې اړتیا نه لیده به مشوره نیازی نمی‌دیدم. د مشورې ضرورت نه و/ مشوره را ته ضروري نه اېسېده.
خبرې دې پر ځای دي. سخنان تان به جاست. خبرې دې سمې دي.
احترام یې پر ځای کړ. احترامش را به جا کرد. احترام یې وکړ.
ارباب مراد ټکان وخوړ. ارباب مراد تکان خورد. ارباب مراد جټکه وکړه (؟)
په هېڅ صورت به اجازه در نه کړي. به هیچ صورت برایت اجازه نخواهد داد. اجازه به بېخي نه درکوي.
هلته مرغه پر نه شو وهلی. در آن جا پرنده پر زده نمی‌توانست. هلته مرغه وزر نه شو رپولی.
یوازې په توپ او ټوپک هېڅ وخت حساب مه کوه. هیچ‌ګاه تنها بالای توپ و تفنګ حساب مکن. یوازې په توپ او ټوپک هېڅ وخت تکیه مه کوه.
له نورو کمالونو کار واخله. از کمال‌های دیګر کار بګیر. نور کمالونه وکاروه.
اوربند تر درېیمې ورځې پورې دوام وموند. آتش‌بس تا روز سوم دوام یافت. اوربند تر درېیمې ورځې پورې وغځېد.
ستر فساد یې په قام کې اختلاف ته لمن وهل دي. فساد کلانش دامن زدن به اختلاف در بین قوم است. ستر فساد یې په قام کې اختلاف رامنځته کول دي.
ګورګي یې زنځیر زولانه اصفهان ته راوست. ګورګی را زنجیر و زولانه به اصفهان آورد. ګورګي یې په زنځیر او زولانې تړلی …
ما ته ګپ راکوې؟ مرا ګپ می‌دهی؟ ما خطا باسې/ غولوې؟
په مشرانو کې د دوی فتنې کار نه ورکوي. فتنه‌های آن‌ها در بزرګان کار نمی‌دهد. په مشرانو کې د دوی فتنې کار نه کوي.
یوه اندازه پیسې دي. یک اندازه پول است. یو څه پیسې دي.
بلوڅانو خپلې پښې تر لمڅي زیاتې اوږدې کړې. بلوچان پای خود را از ګلیم شان زیاد دراز کرده‌اند. بلوڅانو خپلې پښې تر لمڅي زیاتې غځولې دي.
له خپل دین او وطن نه ساتنه کوي. از دین و وطن خود حفاظت می‌کنند. خپل دین او وطن ساتي.

اطناب په نورو ژانرونو کې هم عیب دی خو په داستاني آثارو کې لوی عیب. په دې اثر کې اطناب د اضافي خبرو او معلوماتو، د راوي/ لیکوال له بې‌ځایه تبصرو، او د قیدونو د غیر ضروري استعمال په وجه راپیدا شوی دی. د ناول لومړۍ برخه یعنې تر ۱۱۵ مخه پورې پر بلخ د شاه‌جهان د پوځونو د برید او د نورو داسې پېښو کیسه کوي چې د ناول له اصلي موضوع سره چندانې رابطه نه لري. دا سمه ده چې د ارباب مراد لمسی او د ملک ګلاب الدین یاران وروسته له میرویس خان سره ملګري کېږي خو پر بلخ د حملې دغه تفصیلي بیان اضافي ښکاري او باید په هماغه صحنه کې چې میرویس خان په مکه کې له عثمان سره مخامخ کېږي، د خلاصې په بڼه یا د عثمان له خولې روایت شي.

لیکوال د داسې کسانو په باره کې هم معلومات راکوي چې په کیسه کې هېڅ نقش نه لري او فقط یو ځل یادېږي. مثلاً: د احمد سالار د کوژې خبره چې کېږي، وايي: «ماما یې دوه زامن او یوه لور درلودل. مشر زوی یې محمد بلال تر احمد درې کاله مشر و، ورپسې محمد کمال د احمد همځولی و، خور یې سپوږمۍ بیا تر کمال څلور کاله کشره وه.» همدارنګه د صادق خان د پلار په باره کې دغه معلومات اضافي دي: «صادق خان په ښار کې یو وړوکی دوکان لري، پلار یې عبدالرازق د ښار له پخوانیو دوکاندارانو څخه دی. په ټوله محله کې په رازق اکا مشهور دی.»

بل ځای وايي: «د شپې تېرولو لپاره یې د سیمې د پوونده‌وو ځایونه صفا کړل. شپه تېره شوه، سهار دوی بیا د کوتل سر ته وختل.» که د «شپه تېره شوه» جمله له دې منځه وباسو، خبره به هماغه وي.

په دې بل پراګراف کې: «مور او پلار یې دواړه پرې وپوهېدل چې دی یو ډول ناآرامه دی. مور یې ترې وپوښتل: صادقه بچیه داسې ناآرامه غوندې یې، خیرت خو دی؟» د مور خبره چې ولولو پوهېږو چې هغه د زوی په نا آرامۍ پوهېدلې وه نو لومړۍ جملې ته حاجت نشته. همدا شان، په دې بله جمله کې «خپل پالونکي رب ته» که نه وي هم، موږ پوهېږو چې مسلمان چا ته لمونځ کوي: «میرویس خان تشناب ته لاړ، اودس یې وکړ، راغی مصلی یې وغوړاوه او خپل پالونکي رب ته په لمانځه ودرېد.» په دې نورو جملو کې هم بولډ شوې برخې اضافي دي : «غږ یې وکړ: دروازه خلاصه کړئ! دروازه خلاصه شوه. هغه ووت. – بیا یې د کسات په دود شاوخوا ته پراته مړي په لغتو وهل. – هغه په پرېکنده لهجه وویل: چې مولوي صاحب قانع دی، زه به څه په کې وایم. میاجي په لنډو ټکو وویل: څه به کوو؟ – په رازداره لهجه یې وویل: که یې مخبر پیدا شي، ګرګین به ډېر زر پر موږ باور وکړي. – سیدالخان لږ په مصنوعي غوسه ورته وویل: اې شوخې! – بل مشر د بهادر خان خبره تائید کړه، ویې ویل: د مخبر چاره پکار ده.»

په دې ناول کې د ښاغلي زبیر شفیقي ژبه ډېر کمالونه او ځینې ستونزې لري. د پېښو، منظرو، او وګړو توصیفي بیان، سلیسه خوندوره ژبه، د متلونو او محاورو مناسب کارول، ځینې ښې مکالمې، نوې تشبیه‌ګانې، او د پېښو د پېښېدو د زمانې د خاصو کلمو او اصطلاحاتو کارول یې کمالونه دي. ستونزې یې تکرار، اطناب، زموږ د زمانې د ډېرو کلمو او اصطلاحاتو راوړل، مبالغه او د پښتو جملو پر ځای د فارسي‌وزمه جملو لیکل دي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب