جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهبلینکن: که له افغانستانه القاعده امریکا ته خطر پېښ کړي مسوولیت یې...

بلینکن: که له افغانستانه القاعده امریکا ته خطر پېښ کړي مسوولیت یې د طالبانو دی

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۲۵) وروسته له دې چې د امریکا د استخباراتي ادارې (سي آی اې چارواکو په افغانستان کې د القاعده شبکې د فعالیت په اړه څرګندونې وکړې، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل، که القاعده شبکه له افغانستانه امریکا ته ګواښ پېښ کړ، مسوولیت به یې د طالبانو په غاړه وي.

بلینکن وویل، سره له دې چې طالبانو ژمنه کړې چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د امریکا په شمول د بل هیواد پر ضد د افغانستان له خاورې کار واخلي؛ خو امریکا به په دې خبرو اتکا ونه کړي.

د متحدو ایالتونو د دفاعي استخباراتي ادارې ريیس جنرال سکاټ ډي بیریر د سې شنبې په ورځ د ملي امنیت غونډې ته وویل «اوسنی محتاط اټکل ښايي دا وي چې القاعده شبکه له یوه تر دوو کلونو پورې د امریکا کورني امنیت ته خطر پېښولی شي.»

امریکايي چارواکي وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راوروسته د القاعده شبکې غړي له اوسه د افغانستان په لور خوځېدلي او ممکن په راتلونکې کې په خطر بدل شي.

طالبانو ژمنه کړې چې القاعده، داعش او نورو ډلو ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې پر امریکا یا کوم بل هیواد برید وکړي. خو د افغانانو اندېښنه دا ده چې که القاعده یا بله ترهګره ډله په افغانستان کې حضور ولري او پلویان یې په امریکا یا بل هیواد کې برید وکړي، افغانستان د انتقام اخیستو لپاره تر ټولو اسانه هدف دی.

د امریکا استخباراتي چارواکي وايي، همدا اوس هم د القاعده او هم د اسلامي دولت د خراسان څانګه په افغانستان کې شته خو یوازې القاعده شبکه له طالبانو سره نژدې اړیکې لري او دا څرګنده نه ده چې طالبان به پر امریکا او نورو هیوادونو د القاعده شبکې د حملو د مخنیوي لپاره تر څه حده هڅه وکړي.

د سي آی اې مرستیال ريیس ډیویډ ایس کوهن وايي، د ده اداره افغانستان ته د القاعده شبکې د خوځېدو نښې ویني، خو د سي آی اې لپاره ګرانه ده چې په دې پوی شي چې کله به القاعده یا داعش دا وړتیا ترلاسه کوي چې پر امریکا حمله وکړي.

1 COMMENT

  1. امريکا اوس په ورکړې سومبۍ پښيمانه ده، خو امريکا وه سي دوه کاله يې طالبانو ته غوړې ډوډۍ ورکولې.دوۍ وه سي د غني د حکومت لاس او پښې يې وروتړل. مګر غني هم هغه د شپون چل ورباندي وکړ وايي ته مي وزې وهه زه به د روزې وهم اشرف غني ددوۍ د منافق او وينو پلان او د افغانستان د ويشلو هيلي له خاورو سره خاورې کړې. امريکا په شرمو وشرميدله اوس بيا طالب د القاعده ملګری بولي.دغه چرګوړي ټول امريکا روزلي اوس په نړۍ کې داسي وشرميده سي نه څوک ورنه ډاريږي او نه يې څوک په خوله پياز خوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب