جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد عمران خان په دې خبره چې حقاني د پښتنو قبیله ده،...

د عمران خان په دې خبره چې حقاني د پښتنو قبیله ده، د یو شمېر خلکو ملنډې

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۲۵) د پاکستان صدراعظم عمران خان سي این این ته په مرکه کې ادعا وکړه چې هغه څه چې لوېدیځ یې حقاني شبکه بولي، د پښتنو یوه قبیله ده.

له عمران خان څخه وپوښتل شول چې جنرال مارک مولن ویلي هغه ډله چې اوس د افغانستان په موقته کابینه کې ۴ غړي لري، د آی ایس آی مټ ګڼل کېږي نو حیرانوونکې به نه وي چې د پاکستان او لوېدیځ ترمنځ اعتماد نه وي.

د پاکستان صدراعظم په ځواب کې وویل «دا بشپړ غفلت دی، امریکایان نه پوهېږي چې حقاني شبکه څه شی دی. حقاني یوه قبیله ده. دا د پښتنو یوه قبیله ده چې په افغانستان کې اوسي. ۴۰ کاله پخوا، کله چې د افغانستان جهاد پیل شو، پاکستان ته ۵ ملیونه افغان کډوال راغلل چې د هغو په منځ کې ځینې حقانیان وو. حقاني مجاهدینو د شورویانو پر ضد جګړه کوله. دوی د پاکستان د مهاجرو په کمپونو کې وزېږېدل. د امریکا توقع وه چې پاکستان د کډوالو په کمپونو کې د ۳ ملیونو مېشتو کډوالو په منځ کې معلومه کړي چې څوک طالبان دي او څوک نه دي.»

د عمران له مرکې وروسته ګڼ شمېر پاکستانیانو او افغانانو د عمران خان په څرګندونو ملنډې ووهلې.

مشهور پاکستاني ژورنالیست حامد میر پر ټویټرپاڼه وکښل «تازه مې په سي این این کې له صدراعظم عمران خانه واورېدل چې حقاني د افغانستان یوه قبیله ده. حقاني قبیله نه ده. د جلال الدین حقاني په شمول چې په افغانستان کې یې د شوروي اتحاد په ماتولو کې مهم رول ولوباوه، د اکوړې خټک ټول زده کوونکي (طالبان) حقانيان بلل کېږي.»

افغان ژورنالیستې ثنا ساپۍ لیکلي «… عمران خان چې پښتون او په خټه نیازی دی، موږ ته وايي چې د پاکستان امنیتی ځواکونه د حقاني قبیلې او حقاني شبکې ترمنځ توپیر نه شوای کولی.»

په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني لیکلي «که جلال الدین حقاني د حقاني قبیلې وي بیا نو عمران خان د ایچسن او اکسفورډ قبیلو دی.»

دا هغه پوهنتونونه دي چې عمران خان پکې زده کړې کړي دي.

4 COMMENTS

  1. د وحشی روزل شوو طالبانو مشر او رهبر پنجابۍ عمران خان چی هغه هم په نامه ځان پښتنو کښی شمیری اما دا پنجابۍ جیټ هیڅکله پښتون نشی کیدلی او دا پنجابۍ طبعآ ددی بی ناموسانو قیدانیانو دفاع لپاره راپورته کیږی داځکه چی دا غلام خائينین د پنجابیانو په خدمت کښی لګیا دی او ددی لپاره ئی روزل دی دا قیدانیان نه پښتانه دی نه انسانان دی دوی تام د دو پښو وحشی ځناوران دی او د امریکا انګلیس او پنجابی پاکستان له برکته اوس دا وحشیان په مردارو نجسو ږیرو او ورکړشوو ټوپکونو سره د افغانستان په هره برخه کښی لیدل کیږی او د مؤقت وخت لپاره امریکا انګلیس او پنجابی پاکستان دا بل ډول روزل شوی وحشی تنظیمونه په تیښته کړیدی او ددوی کورونو کښی ملیونونو ډالرونه به دی نجسو پلیتو ږیرو پنجابی پاکستان ته تسلیم کړی وی اوس د اجنبیانو په کومک پنجابی پاکستان په مستقیم ډول افغانستان کنترولوی دا چی افغان ملت صادق مسلمان دی او ددوی فریبی لپاره ئی ددی وحشی پلیتو ږیرو په مردارو ژبو کښی کلیمه ، الحمدالله او انشاالله ورزده کړیدی په واقعیت کښی دوی مسلمانان ندی بلکه مردود قیدانیان دی !!!!
    افغان ملت باید د افغانانو او اسلام دوښمنان په هره برخه کښی انزوا کړی او ددوی سره د یو ځای همکاریو بایکوټ باندی لاسونه پوری کړی !!!!!

  2. د افغانستان د علومو اکاډمی د نامتو مورخ، عالم، لیکوال او څیړونکی استاد عطایی یو کتاب د محمد ظاهر شا په دوارن کی نشر کړی و
    هغه کی د پښتنو ټول قومونه او خیلونه او په خیلو کی پښې ، په پښو کی کورنۍ معرفی شوی د حقانی په نوم څه پکی نشته
    حقانی هغو ته ویل کیږی چی د اکوړی حقانیه مدرسه ویلی

  3. لا به د تکفيري طالبانو له برکته نورې بلا وې هم ساده ګل افغانان په ځان قبول کړي، لا به نور د پنجاب سپي په ځان واکداران کړي,لا به نور افغانان د نړۍ ټيټ او له علم او پوهې منکر وپيژني،لا به نور افغانان د خپل تاريخ نه لرې کړي…

  4. khan gul khan we knows jalaludin haqani was afghan mujahid but he was agent of isi.because he start war with masood.
    now all haqani network brain washing by isi,
    we know now afghanistan lose freedom to pakistan.
    one of this scenario is ZALMI KHALILZAAD,.
    KHALILZAD IS ONE ENEMY OF AFGHANS,
    DEATH ON KHALILZAAD AND ISI.
    ZENDAA BAAD DOCTOR ASHRAFGHANI

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب