یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهنامعلومو کسانو د ګرېشک د لرغونې کلا ویجاړول پیل کړل

نامعلومو کسانو د ګرېشک د لرغونې کلا ویجاړول پیل کړل

تاند (پنجشنبه/د سنبلې ۲۵مه) — نامعلومو کسانو د هلمند ولایت په ګرېشک ولسوالۍ کې د ماشینونو په وسیله د یوې لرغونې کلا ویجاړول پيل کړل.‌

ویل کیږي چې دغه کلا په ۱۰مه پېړۍ کې جوړه شوې چې د افغانستان لپاره کم ساری تاریخي ارزښت لري.

په ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو ښیي چې د کلا د دېوالونو په سر یو شمېر کسان ولاړ دي خو مخونه یې نه پېژندل کیږي، او ترې یو څه لیرې یو ماشین لګیا دی کلا ویجاړوي.

یو شمېر راپورونه وایي چې طالبان غواړي د کلا پر ځای دیني مدرسه جوړه کړي، خو بې طرفه سرچینو دا خبره تایید کړې نه ده او نه طالبانو ویلي چې آیا کلا هغوی ورانوي که د سیمې خلکو دغه کار ته مخه کړې ده.‌

د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې هغه ودانۍ چې له سلو کالونو څخه ډېر عمر لري تاریخي اثار ګڼل کیږي او څوک یې د ورانولو اجازه نه لري.

په افغانستان کې د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر وخت په بامیانو کې د بودا بې ساري لوی بوتان ویجاړ کړای شول، چې وروسته یو شمېر کسانو د هندوستان پر ضد د پاکستان یو ډول انتقام وباله.

4 COMMENTS

  1. دغه لويه تاريخي شتمني په ټولو جګړو کې وساتل سوه خو د طالب د سولې په راتلو سره زموږ تاريخ لرغونتوب هم له منځه ځي. عجب اسلام د عثمان رض په وخت کې اسلام افغانستان ته راغی دلته د عربو امپراطوي تر سلو کالو ډيره وه.خو چا نه بتان ونړول او نور له کفره پاته شوي اثار خو طالب له لرغونتوب ويجاړولو بنا کوي ؟?ايا طالب څخه چا پوښتنه وکړه سي دا چا او ولي ونړوله ؟

  2. دا د پنجاب پلانونه دی یو په بل پسې عملی کیږی، که یی مخه ونه نیسئ نور به هم وګورئ
    هلمندیانو تیرو شلو کلونو کی ، په تیره یو میاشت مخکی لویه قربانی ورکړه خو له یو لاس ټک نه حیژی ټولو افغانانو ته په کار
    ده چی خپل تاریخی آثار، د وین استقلال، د اوبو دمدیریت تاسیسات او بندونه، موزیم، هنری اثار ، ملی بیرغ، ملی پیسی، دمیوو باغونه،
    جوماتونه،او نور ټول مقدسات په هر ولایت او ولسوالی کی چی دی وساتی. هلمندیان پریږدئ یو څور ورځی چی خپل ټپونه یی روغ
    شی او د شهیدانو له فاتحو وزګار شی. د بامیانو تاریخی آثار هم زموږ د ټولو ګډ میراث و،ګرشک هم زموږ د ټولو مشترک کور او ګډ ویاړ دی

  3. دا خو کومه د تشویش خبره نه ده او نه اوسينی نسل د ګلبدین او ملا عمر خنځير او بل او بل د افغانستان تاريخ ساتلی، دوی چې پنجاب ته دومره عقيده لري, د خدای په رسول او کتاب يې هم نه لري،دا افغانان او دا يې عمل. نور افغانستان ټول غلام سوی، فکر او خوی يې نه د احمدشاه ده نه د میرویس او نه د نازو انا…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب