سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهد م.م. لوی کمیشنرد بشري بحران د مخنیوي لپاره له افغانستان سره...

د م.م. لوی کمیشنرد بشري بحران د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د مرستو غوښتنه وکړه

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۲۵) د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو لوی کمیشنر فلیپیو ګراندي وايي، په افغانستان کې د یوه لوی بشري بحران د مخنیوي لپاره د نړیوالو فوري مرستو ته اړتیا ده.

ښاغلي ګراندي د افغانستان د درې ورځڼي سفر په پای کې نن په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان بشري وضعیت د ناورین په درشل کې دی او د ثبات د ټینګښت لپاره نړیوالې ټولنې او طالبانو ته پکار دي چې جوړجاړي ته د رسېدو لارې چارې ومومي.

ښاغلي ګراندي پرون له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي و، نړۍ له سخت انتخاب سره مخامخ ده.

د ده په وینا، د اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي او ګډوډۍ سبب کېدای شي، باید اقدام وشي.

د رویترزخبري آژانس د راپورله مخې د ملګروملتونو دغه چارواکي دغه راز ویلي چې د اقتصاد او عامه خدمتونو د دړې وړې کیدو په صورت کې به بې ثباتي زیاته او ډیرخلک به په هیواد کې دننه بې ځایه کیدو یا له هیواد بهرکډوالۍ ته مخه کړي. 

طالبانو د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو ژمنه کړې وه خو د سپټمبر په اوومه د موقتې کابینې له اعلانولو وروسته د نړیوالې ټولنې له انتقادونو سره مخامخ شول.

انتقادونه په دې دي چې د کابینې ټول غړي یوازې طالبان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب