جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبشعرد استاد پوهاند زيار دوه نوي شعرونه

د استاد پوهاند زيار دوه نوي شعرونه

              سيد منتظرشاه ته

تاکړه زباده

چې دې زده

          د توتکيو نږه ژبه

او په دې توگه دې

-کټ مټ،

په هماغه  قرآني  سپېڅلې ژبه،

راپېرزو د شعر غبرگون کړ…

پرې

     راتانده ها سپېڅلې ژوندجگړه

  د ابابيلو د لښکر کړو

او پر وړاندې

-د مهال  د پيلوانانو او پيلانو-

سرې سکروټې د سجين ووروو بيا

چې رابلوسي پر ٌ کعبهٌ  مو

                 د سپېڅلي پاک ټاټوبي!!؟

بروکسل،۸ اپرېل ۱۶

————————————-

                   د سپېدو آيتونه

په لېمو د نن سباکې مې

 هغسې لا غړېږي

ستا د ناز،ادا، مکېز

تېر هېر يادونه .

لولم گونځې گونځې ليکې

 د تندي ستا

د  نيمزالو گلغوټيو پر زمولنه

د  پاڼرېژ توندو سيليو په  ناتارکې.

بويوم دې گلوږمې

 د پستو څڼو د ورېښمو

په اسره د شينکي باغ د گليونونو

د پېغلوټو ناوکيو…

پرېږده

ښکل  دې کړم لاسونه

– د سپېدو دغه سپېڅلي  آيتونه-

د تورتمو تورو شپو

 په واکمنۍ کې.

اکسفورډ- ۱۳اپرېل ۱۶

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب