پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+ادبي راپورتاژ | نقیب احمد عزیزي

ادبي راپورتاژ | نقیب احمد عزیزي

ادبي راپورتاژ د مستندو مشاهدو هنري ترکیب دی. د لیکوال خپلې تجربې، ادراک او کیسه ییز شواهد ور شامل وي، په ګزارشي سبک لیکل کېږي او غیر داستاني ژانر دی. په ادبي لحاظ غیر داستاني تخلیق ورته ویل کېدای شي او انګریزان وايي چې  ((Closely related to New Journalism. یعنې نوې ورځپاڼه لیکنې ته نږدې دی.

ادبي راپور یوازې د ادبي غونډو راپور ته نه وايي، سفر، جریان، تجربه او ځانګړې پېښې هم په ادبي راپورتاژ لیکل کېدای شي او جذابیت پيدا کوي. د مستندونو سکريپټونه او د ځینو کالمونو تجربې هم د ادبي راپورتاژ په چتر کې شاملېدای شي.

په ادبي غونډو کې ليکل شوي راپورونه که په واقعي ادبي انداز ولیکل شي، لیکونکی یې لیکوال بلل کېدای شي او لوستونکي یې د معلوماتي ځانګړتیا تر څنګ د ادبي لذت پر بنسټ له لوسته خوند اخلي.

ادبي راپورتاژيوازې وسیله نه وي، بلکې پخپله بلاغي هدف هم دی. که معلومات ور نه تر لاسه کوو، ادبي اړخ یې د ژورناليستیک خطاب پر ځای هنري او عاطفي اغېز لري.

کله چې په راپور کې مساله د عاجل اخبار له کټګوري دباندې وي، قلموال کولای شي چې له جذابو تصویري جملو او هنري ـ بلاغي ژبنیو جوړښتونو کار پکې واخلي. که د یوې ادبي غونډې یا مشاعرې ژورناليستیک راپورتاژ لیکو او په کومې رسنۍ کې خپرېږي چې سرعت یې لازم وي، لنډ، نېغ او یوازې معلوماتي به وي، خو که مو موخه ادبي راپورتاژ وي، دلته تر سرعت ژبنۍ ښکلا ته توجه زیاتېږي.

په ژورناليستیک راپور کې کنایه، اشاره، بلاغي ترکیبونه، بديعي او معاني وصفونو ته نه ځو، خو په ادبي راپورتاژ کې له هغو ټولو فني او ادبي مسایلو سره کار لرو چې زموږ د ذوق، عواطفو او احساساتو له تارونو سره اړیکه ټینګوي.

موږ کولای شو چې ادبي راپورتاژ ته غیرمعلوماتي عنوان ورکړو چې د بیاني صراحت پر ځای د تلوسې پر جذابیت تمرکز پکې شوی وي.

د علومو اکاډمي غړی او دروند استاد محی الدين هاشمي په خپل کتاب «د لیکوالۍ فن» کې ليکي: “ادبي راپورتاژ له ژورناليستیکو او عادي راپورتاژونو سره په دې بېلېږي چې په عادي راپورتاژ کې پېښه په عادي توګه انځورېږي او په ادبي راپورتاژ کې د پېښې تعبیر، تفسیر او تحلیل په ادبي او هنري ژبه شوی وي.”

استاد هاشمي په دې پراګراف کې توپير ښه واضح کړی، خو د ژورناليستیک راپور په اړه دا خبره که ما لیکلای، داسې مې نه لیکل چې «…په عادي توګه انځورېږي…»، بلکې لیکل مې چې په ژوناليستیک راپور کې پېښه «په عادي توګه بیانېږي.»

د علومو اکاډمي یاده شوه، یوه بل غړي يې ښاغلي محمد اصف احمدزي د خوست د سفر راپورتاژ لیکلی، په پيل کې یې لولو: “د سهار اته بجې د کابل ښار اسمايي واټ کې ملي نګارستان ته له مخکينۍ وعدې سره سم ورسېدم، ګورم چې ګڼ شمېر پوهان، استادان، فرهنګيان را رسېدلي وو.”

دلته پیل پر وخت شوی خو د فضا پر ځای عدد «اته بجې» یادې شوې دي، له عدد سره عواطف دومره دلچسپي نه لري لکه له فضا «مثلاً سهار د لمر له زرینو وړانګو» سره چې یې لري. دغه راز په کیسه ييز سبک کې «ګورم چې» عبارت هومره په زړه پورې نه دی، لکه پر ځای چې یې مشاهده شوې فضا مخامخ په لفظي تصوير تشریح شي.

له دې مثاله مې مومخه دا ده چې ادبي راپورتاژ به په کیسه‌ييز سبک وي، خو تخيلي ژانر نه دی. له داستان سره د ادبي راپورتاژ توپير په همدې کې دی چې داستان خیالي انځورونه وړاندې کوي خو ادبي راپورتاژ انځورونه خيالي وړاندې کوي، یعنې دلته توکي واقعي دي، یوازې د ارايې انداز او جملې تصويري دي.

د سرمحقق ارواښاد دوست شینواري «د ادب تیورۍ اساسونه» کتاب کې پر ګڼو ژانرونو او ادبي مکتبونو ښه او مستدلل بحثونه شوي، خو «ادبي راپورتاژ» ته پکې اشاره نه ده شوې. سره له دې چې استاد هاشمي د ښاغلي حبیب الله رفیع په حواله ليکلي چې ادبي راپورتاژونه په پښتو کې شاوخوا ۹۰ کاله مخکې «۱۹۳۰ م» کې پيل شوي دي.

په مثال کې یې د صدیق الله رښتین ادبي راپورتاژونه او د عبدالهادي داوي په (ګلخانه) نومې اثر کې خوندي هغه یادولای شو. د نصرالله خان نصر «د امید سفر»، د نواز طائر «نالیدلی سوات» او د همېش خلیل «قید او بند» هم د ادبي راپورتاژونو مجموعې دي.

د روسانو د يرغل په وخت کې چې ډېر لیکوال په پېښور کې مېشت شول، څه موده وروسته افغان ادبي بهیر جوړ شو. په هغه وخت کې ادبي راپورتاژونو ته خاصه توجه وشوه چې پخپله د بهیر د هماغه وخت په راپورونو کې د ښو ادبي راپورتاژونو ګڼې ځانګړتیاوې پرتې دي. زه چې څومره خبر یم دغه راپورونه ډېری ښاغلو بازمحمد عابد، جانباز سرفراز، مصطفی سالک او… لیکلي دي.

ادبي راپورتاژ په نقل قول، فضا، وخت، خاطره، مکالمه، کيسه او زماني یا مکاني تصویر پیلولای شو. له دې هر څه سره لیکوال خپل ذوق، خپله تجربه، خپل ادارک او د خپل سبک ډولونه کارولای شي.

په ادبي بهیرونو کې دا فکر غالب دی چې ادبي راپورتاژ چې څوک ليکي، دا د بهیر د غونډې پنځونه ده، خو حال دا چې تخليقي ژانر ته نږدې، د قلموال په پنځونه کې شامل توکی دی او خاص لوستونکي موندلای شي. که دروند استاد اسدالله غضنفر د افغان ادبي بهیر راپورونه لیکلي وي او نن د کتاب په بڼه چاپ شي، اکثره خلک به یې د هغه وخت د بهیر له حالاتو د خبرېدو پر ځای، تر ډېره د تخليقي ليکنې په شوق او ذوق او د ادبي ځانګړتیاوو د احساسولو په خاطر ولولي. دا ممکنه ده، بلکې له ادبي راپورتاژه تقاضا دا ده چې له لیکواله د موضوع په هکله د هغه احساسات، عواطف، درک، برداشت او تجربه پکې ووينو.

په ادبي راپورتاژ کې لیکوال داسې رول لري لکه په کیسه یا یونلیک کې «راوي ـ کرکټر» چې یې لري. دلته لیکوال خپل هیجانات پر هغه لوستونکي هم حس کوي چې په هغه غونډه یا جریان کې حاضر نه و. که د ژورناليستیک راپور هدف دا وبولو چې خبروي مو؛ نو د ادبي راپورتاژ موخه دا بللای شو چې د خبرولو تر څنګ يو څه راباندې حس کول هم غواړي.

که اوږد ادبي راپورتاژ په منځ منځ کې پر فرعي عنوانونو ووېشو لا ښه ده او د ښکلا امکان یې زياتېږي. ځینې کسان ادبي راپورتاژ ژورناليستیک ژانر بولي، خو دا خبره تر ډېره د قوي اثبات وړ نه ده.

موږ مثالونه راوړای شو چې له ځینو قلموالو ادبي راپورتاژ ژورنالیستيک ته ډېر نږدې شي او یا ډېر بیا د ادبي کولو په خاطر مصنوعي تصويرکشي پکې کوي، دا دواړه بې انحرافه بل څه نه دي. که یو شی مو رښتیا متاثر نه کړي، په لفظونو کې مو د صداقت روح نه ځغلي او بې قوته کېږي.

داسې هم ډېر شوي چې د ځینو رسنیو له ژورناليستانو ژورناليستیک راپور هنري اړخ پيدا کړي او د پېښې ماهيت داسې تشریح کړي چې د واقعي حالت زیاتی یا کمی پکې راشي. د ښار زړه، د سړک غاړه، د قانون منګولې، د پای ټکی، د حکومت نظر، د پروګرام سر، د فقر کرښه او… هغه ترکیبونه دي چې په رسنیزو راپورونو کې یې ډېر وینو او د ژورناليزم ژبه یې بې‌هدفه هنريتوب ته نږدې کړې ده.

که د کابل په یوه کوڅه کې چاودنه شوې وي او يوه رسنۍ لیکي چې د کابل په زړه کې چاودنه وشوه، ممکن بې‌پرېتوب یې تر سوال لاندې شي. شاید د رسنۍ هدف به هم دا نه وي چې ترهه پیاوړې وښيي، خو چې د ژورناليزم او ادبیاتو پوله نه شي سره بېلولای، ځان او اورېدونکي/لوستونکي په سرخوږي اړوي.

د قانون منګولې چې هر چا رواج کړی، د ژورناليزم ژبه نه ده، بلکې ادبي راپورتاژ ته جوړ عبارت دی. د قانون منګولې تر ډېره حده د قانوني قاطعيت د را په يادولو پر ځای، شاید ډېرو ته د ناوې سرې منګولې یا د کوترو د سرو پښو تصویرونه ښه ور تداعي کړي.

دا نور هم همداسې در واخله.

دا به نه هېروو چې ادبي راپورتاژ یوازې ادبي او تصويري ژبه لري، نور یې نو منځپانګه ګرسره واقعي وي، له دې وجهې له ځینو خلکو څخه په ژورناليزم ګډېږي چې د مستندو مشاهدو ګزارش دی، خو پښې یې بیا په ادبیاتو کې ځکه بندې دي چې انداز یې ادبي دی.

د اوکراين په اړه په يوه ژورناليستیک راپور کې لولو:

“د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي چې د پولنډ له پلازمېنې وارسا څخه کتنه تر سره کوي، نن وویل چې اوکراین پولنډ یو د لوېدیځ له خپلو نږدې متحدینو او هغه شریک ګڼي چې د روسیې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د دې هېواد په بیا رغونه کې مهم رول لوبولای شي. “

 ورپسې راځي:

“زیلینسکي د پولنډ له ولسمشر اندژې دودا او صدراعظم ماټیوش موراویسکي سره له کتنې وروسته له خپل پولنډي سیال سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې دغه څرګندونې وکړې. “

په دې کې راپور کې د جملو پر اوږدوالي سربېره د دغو دوو حکومتي مشرانو رواني حالت هم نه دی بیان شوی، نه هغه تالار انځور شوی چې د دوی سره پکې کتلي دي، خو که دا مساله څوک په ادبي راپورتاژ ليکي، حتماً یې سبک تغيير کوي.

خو د ترکیې د زلزلې په اړه د بي بي سي پښتو د ادبي راپورتاژونو له جملې په یوه کې راځي:

“هغه ماشومه چې د سوریې – ترکیې زلزلې له کبله د یوې ورانې شوې ودانۍ تر خاورو، خځلو لاندې زېږېدلې وه، د پالنې لپاره خپلې ترور او د هغې مېړه ته وسپارل شوه.

دا ماشومه په داسې حال کې ژوندۍ ژغورل شوې وه، چې د نامه غوټه یې لا هم له مړې مور سره تړلې پاتې وه.”

ورانه شوې ودانۍ، خاورې خځلې، ترور او د هغې مېړه ته سپارل او د نامه غوټه او مړه مور هغه ټکي، عبارتونه او جملې دي چې راپور ته یې ادبي بڼه ور کړې ده. په ادبي راپورتاژ کې پر جزئياتو تمرکز کېږي، په اصطلاح، بولډ (‌Bold)، فوکس (Focus) او زوم (Zoom) کېږي او په ژورناليستيکه ژبه کې مساله د عمومياتو بیان ته ځي.

په یوه بل راپور کې یې راځي:

“ميترا وايي، کله چې ۱۱ کلنه وم، پوه شوم د ګاونډي هلک پر وړاندې خاص احساس لرم. دا احساس مې راته منطقي نه ښکارېده؛ ځکه د معلولیت له وجې مې ځان د نورو عادي کسانو له ډلې نه شمېره. ځان مې د ژوند کولو وړ نه ګاڼه او د هغه مرګ په تمه وم چې ترې بېزاره وم.”

د همدې راپور په پای کې وايي:

“څوارلس کاله مې دا مینه په زړه کې پټه ساتلې وه، خو وروسته تر څوارلسو کلونو مې دې مینې ته سر ټیټ کړ؛ خپلې کورنۍ او د هغه کورنۍ ته مې له دې مینې وویل. کورنۍ مې ملاتړ ونه کړ او دا سبب شول چې سخت کلونه تېر کړم.”

که دا وروستي دوه ادبي راپورتاژونه په هماغه سبک وليکو چې پاس د اوکراین د ولسمشر اړوند خبر پرې لیکل شوی، انداز به یې هرو مرو غیر عاطفي شي او وچ پر معلوماتي سبک به ودرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب