جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد بلوچستان په مرکز کوټه کې په یوه ورځ دوې بمي حملې...

د بلوچستان په مرکز کوټه کې په یوه ورځ دوې بمي حملې وشوې

تاند (سې شنبه، د حمل ۲۲ مه) د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې پرون دوشنبې دوې بمي چاودنې وشوې چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده. لومړۍ چاودنه په کندهاري بازار کې د پولیسو پر یوه موټر وشوه چې په ترڅ کې یې لږترلږه ۴ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.

 په کوټه کې پر پولیسو په دوهمه بمي چاودنه کې څلور تنه ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا، دوهمه چاودنه د کوټې د سریاب سيمې په منیر احمد واټ کې د پولیسو د ګزمې پر موټر وشوه او څلور ملکیان پکې ژوبل شول.

د بلوڅانو د ازادۍ پوځ په نوم، د بلوچستان بېلتون غوښتونکې ډلې د کوټې په کندهاري بازار کې د پولیسو پر موټر د پرونۍ حملې مسولیت منلی دی. 

دغو وسله والو په یوه خبرپاڼه کې چې تېر ماښام یې رسنیو ته واستوله، ویلي چې پر دغه پولیس یې د دې لپاره برید وکړ چې له ملکي بلوڅانو سره یې ناوړه او غیرانساني چلند کاوه. 

د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند بابر یوسفزي ویلي، په دغه بمي برید کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي. 

د یوسفزي په وینا په مړو کې ۲ پولیس او ۲ ملکي وګړي دي. د پولیسو په وینا په دې برید کې د پولیسو د تحقیقاتو د برخې د یوه چارواکي موټر په نښه شوی.  

خو د پولیسو چارواکو بیا ویلي چې د کندهاري بازار په چاودنه کې د یوې ماشومې په ګډون دوه پولیس او یو بل تن وژل شوي او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي. دوی وايي د چاودنې هدف د لوړ پوړي پولیس افیسر موټر وو.

د پولیسو په وینا، په چاودنه له دوو څخه تر درې کیلو ګرامه پورې چاودېدونکي مواد کارول شوي او په یو موټرسایکل کې ځای پر ځای کړل شوي وو چې له امله یې شاوخوا دوکانونو او موټرو ته هم زیان اوښتی دی.

تر دې وړاندې د یکشنبې په ورځ کوټې ته څیرمه د کوچلاغ په سپین کلي کې نامعلومو وسله والو د پولیسو پر ګزمې ډزې وکړې چي په نتیجه کې یې دوه پولیس ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

د رواني میاشتي د اپرېل پر پنځمه ھم د کوچلاغ په جلوګیر سیمه کې د ملېشه ځواک (ایف سي) پر پوسته ډزې شوې وې چي پکې د دغه ځواک دوه سرتېري ووژل شول. د هغه برید مسوولیت پاکستاني طالبانو منلی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب