شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهد پاکستان دفاع وزیر: طالبان د TTP خلاف مرسته راسره کوي،...

د پاکستان دفاع وزیر: طالبان د TTP خلاف مرسته راسره کوي، خو زور یې نه رسیږي

تاند:( سې شنبه ، د حمل ۲۲ ) د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم د پاکستاني طالبانو د تحریک خلاف دوی سره مرسته کوي، خو زور یې نه رسیږي.

د نوموړي په وینا، پاکستاني طالبانو اوس په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پاتې شویو وسلو او تجهیزاتو ته لاسرسی پیدا کړی.

د نوموړي په وینا، افغان طالبانو په دې اړه د مرستې ډاډ ورکړی، خو له دې سره بیا هم د پاکستاني طالبانو په بریدونو کې کمښت نه دی لیدل شوی.

پاکستاني وزیر د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان د پاکستاني طالبانو په پیاوړتیا کې مرستندوی بللی او ویلي، چې هغه د پاکستان خاورې ته د دغو طالبانو په بیرته راوستو کې رول درلود.

خواجه آصف دا هم ویلي، چې شاوخوا ۸ زرو پاکستاني طالبانو، افغان طالبانو سره د شل کلنې جګړې پر مهال مرسته کړې او دا دوه ډلې سره ملګرې دي.

له دې سره خواجه آصف زیاتوي، چې افغان طالبان اوس پاکستاني هغو نه فاصله اخیستل او پاکستان سره یې پر ضد مرسته کول غواړي، خو وس یې نه رسیږي.

د طالبانو رژیم په دې اړه څه نه دي ویلي.

مخکې یو شمېر پاکستاني رسنیو دغه رژیم له پاکستان څخه، د پاکستاني طالبانو خلاف د مرستې په بدل کې په پیسو اخیستو تورن کړی و، خو طالبانو دا ادعا بې بنسټه ګڼلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب