جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد پاسپورټونو ورځینی وېش ۱۵ زرو ټوکو ته لوړیږي

د پاسپورټونو ورځینی وېش ۱۵ زرو ټوکو ته لوړیږي

تاند:( سې شنبه ، د حمل ۲۲ )  د افغانستان د پاسپورټ ریاست لپاره د طالبانو د رژیم چارواکي وایي ټاکل شوې ده، چې د پاسپورت د وېش ظرفيت په ورځ کې تر ۱۵ زره ټوکو پورې لوړ شي.

د دغه رياست لپاره د طالبانو وياند نورالله پتمن وايي ، چې اوس په ټول هېواد کې په ورځ کې ۸ تر ۱۰ زره ټوکه پاسپورتونه وېشل کېږي او د دغه شمېر د زياتوالي لپاره هڅې روانې دي.

بله خوا دغه رياست وايي چې د ۱۴۰۱ لمريز کال له پيله تراوسه، ۲۰۰ تنه د جعل او کمېشن کارۍ په تور نيول شوي دي.

 ځینې خلک ادعا کوي، چې کمیشن کارۍ خپله د طالبانو کسان کوي او لوړپوړي چارواکي یې پکې لاس لري، خو طالبان دا تورونه ناسم بولي.

یو شمېر سرچینې ادعا کوي، چې کابل کې لا هم پاسپورتونه په تور بازار کې خرڅیږي او د ژر ترلاسه کولو په بدل کې یې طالبان تر ۳۰۰۰ پورې امریکایي ډالر غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب