شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکابل کې د میدان وردګو د پخواني والي زوی وژل شوی

کابل کې د میدان وردګو د پخواني والي زوی وژل شوی

تاند:( سې شنبه ، د حمل ۲۲ )  د کابل په خوشال خان مېنه کې تېره شپه، د میدان وردګو د پخواني والي جنرال مظفرالدین یمین یو زوی وژل شوی.

د میدان وردګو یوه بل پخواني والي محمد حلیم فدایي ویلي، چې نوموړی تېره شپه د خپل کور مخې ته وژل شوی.

فدایي د دغې پېښې پړه د طالبانو پر رژیم اچولې، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبان دا ډول پېښې معمولاً د شخصي دښمنیو پایله ګڼي، خو منتقدان یې وایي چې د دوی له لوري د بشپړ امنیت د تامین له ادعاوو سره ولې څوک د داسې پېښو جرئت کولای شي.

د طالبانو منتقدین باور لري، چې طالب رژیم خپل پخواني مخالفان په مختلفو نومونو په مرموز ډول وژني، خو طالبان دا ادعاوې ردوي.

1 COMMENT

  1. د مظفرالدین زوی دي الله تعالی وبښي ده او کورنۍ ته يي د زړه کومي د جمیل صبر دوعاکوم. مظفرالدین یمین، چارګل نثار، کټ مټ لکه همدا طالبان دومره افراطي و، حتی د ښځو له کار سره په دولتي ادارو کې مخالف و. یو مهال يي له افغانستانه څخه د جمعه خان همدرد سره یوځای ځوانان تاجکستان او اوزبیکستان ته د جهاد له پاره بیول، په چک ولسوالي کې يي د سیند په غاړه په یوه غونډۍ کور جوړ کړی و. ښه کور و، التبه دا کور يي ما په ۱۳۷۵ کال کې لیدلی و. طالبان په کې اوسیدل، دی تښی و. شخصي بدۍ يي درلودې خو خبره داده چې اوس خو حکومت دی ولي څوک له چا سره په وسله خپل مشکل حل کوي. قانون، محکمه، قاضي، عدالت هم شته او کنه؟ دا خو دا معنی لري چې د امنیت په راوستلو کې پاته راغلی دی. هرڅوک کولای شي وسله ولري، سړی مړ کړي او په خپله مخه لاړ شي. کله کله خو دومره جدی وي چې یو څوک له چا سره وګوري، را ويي نیسي او بندي يي کړي، په تش لیدو ورڅخه پوښتنې کوي. او ځان ته دا حق ورکوي چې ولي يي دوئ له اجازې پرته له چا او چا سره لیدلی او کتلی دي. خو دلته بیا د دوئ له اجازه پرته قتلونه کیږي، د یوه انسان ژوند اخیستل کیږي. څوک يي پوښتنه هم نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب