جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد طالبانو دفاع وزارت: د نا مسوله کسانو بې وسلې کول مو...

د طالبانو دفاع وزارت: د نا مسوله کسانو بې وسلې کول مو پيل کړي

تاند:( سې شنبه ، د حمل ۲۲ ) د طالبانو د دفاع وزارت ویاند ویلي، چې له نامسئولو کسانو څخه یې په سلګونه نظامي موټر راټول کړي دي.

  دغه وياند وايي، چې تر اوسه په څو ولايتونو کې له نامسئولو کسانو سلګونه موټر راټول کړاي شوي دي.

عنایت الله خوارزمي زیاتوي، چې له نامسئولو کسانو د وسلو د راټولولو بهير هم پيل شوی دی

له افغانستان څخه، د امريکايي ځواکونو له وتلو او د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د امريکا د متحدو ايالتونو د دفاع وزارت د دغه هېواد کانګرېس ته راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د امريکا د اوو ميلياردو ډالرو په ارزښت وسلې او تجهيزات پاتې دي.

طالبانو نه دي ویلي، چې د دغو وسلو او تجهیزاتو څومره برخه یې دوی سره ده او څومره نورو خلکو ته په لاس ورغلې ده.

د طالبانو یو شمېر کسان د یادو وسلو او تجهیزاتو په قاچاق او ګاونډیو هېوادونو کې یې په پلورلو تورن دي، خو دوی دا ادعاوې ناسمې بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...