Homeخبرونهزابل کې یوې خصوصي راډیو په خپرونو پيل وکړ

زابل کې یوې خصوصي راډیو په خپرونو پيل وکړ

تاند:( سې شنبه ، د حمل ۲۲ )  په زابل کې د پيغام په نامه يوې خصوصي راډیو خپل نشرات پيل کړل.

د دغه راډيو د نشراتو مسئول روح‌الله حکيمي وايي، چې د يادې راډيو په نشراتي پاليسۍ کې يې د دغه ولايت د اوسېدونکو کلتوري او ټولنيزو غوښتنو ته ځای ورکړی دی.

زابل د هېواد په سوېلي زون کې يواځينی ولايت دی، چې د طالبانو له واکمنېدو راهيسې پکې يوه رسنۍ فعاليت پيلوي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د افغانستان سلګونه رسنۍ تړل شوي او زرګونه خبریالان د هغو ادعاوو له امله، چې د طالبانو له لاسه د دوی د نه خوندیتوب په اړه یې لري، هېواد پریښودو ته اړ شوي.

 طالبان بیا د بیان ازادۍ د درناوي ادعا کوي، خو ټینګار کوي چې دغه ازادي باید د شریعت په چوکاټ کې وي.

د طالبانو منتقدین باور لري، چې طالب رژیم د شریعت د چوکاټ په نوم هر هغه څه، چې د دوی نه وي خوښ، تکفیروي او خلکو ته ستونزې جوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...