جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهځاځي میدان کې د کرومیټ ډبرو د یوه کان د کیندلو چارې...

ځاځي میدان کې د کرومیټ ډبرو د یوه کان د کیندلو چارې پيل شوې

تاند:( سې شنبه ، د حمل ۲۲ )  د خوست لپاره د طالبانو د رژیم چارواکي وایي، چې په ځاځي ميدان لنډي روغه رځک منګي سيمه کې يو د کروميټ ډبرو کان کريم وردګ معدني شرکت ته د ۵ کلونو په موخه په قرداد ورکړل شو او د استخراج چارې يې پيل شوې.

د خوست ولايت د کانونو او پيټروليم طالب رئيس محمد صادق وايي، چې له دې کان څخه به په راتلونکو ۵ کلونو کې کابو ۱۱ زره ټنه کرومېټ ډبرې استخرج شي ،چې ترې به په هر ټن ۱۰ زره ۵۰۰ افغانۍ او ټولې ۱۱۸ ميليونه ۶ لکه افغانۍ عوايد طالبانو ته د کريم وردګ شرکت له خوا ورکول کېږي.

 نوموړی وايي، چې په دې کان کې به د ځاځي ميدان د لنډي روغه سيمې ۲۰۰ کسانو ته هم د کار زمينه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خوست یو شمېر اوسیدونکي د کانونو د خپلسرو کیندنو او قاچاق ادعا کوي، خو د خوست لپاره د طالبانو مرستيال والي محمد انور دين پرور دغه ادعاوې ناسمې بولي.

د ځاځي ميدان د لنډې روغه سيمې اوسېدونکي ددغه کان د قانوني استخراج هرکلی کوي او غوښتنه کوي ، چې دوی ته دې هم پکې خپل حق ورکړل شي.

کرومېټ ډبرې يو ډول منرال دی ، چې په صنعت کې مهم رول لري. ياد منرال د اور وژنې په لباسونو، اسپريو، د فولادو لياژو، په نه سوځيدونکو توکو، د شکر ناروغۍ د کنټرول انسولينو، د فضايي سپوږمکيو، توغوونکو قورو، د وسلو په تخنيک،د وسپنې زنګ ضد او نورو مهمو برخو کې کارول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب