Home+په سیاسي جبه (Political Quagmire) کې ښکېلېدونکي هېوادونه| شاه زلمی

په سیاسي جبه (Political Quagmire) کې ښکېلېدونکي هېوادونه| شاه زلمی

کله چې روزي د ټوپک له خولې شي، ستونزې بیا یوازې ستونزې نه پاتې کېږي؛ بلکې پرله‌پسې بحرانونه زېږوي. جګړه که هر څومره له یوه هېواده لرې وي، اغېزې یې تل تر هماغې جغرافیې محدودې نه وي. د جګړې اور واټن نه پېژني؛ که نن د بل په کور کې بلېږي، سبا یې لوګی د هغه چا تر دروازې رسېدای شي چې پرون یې له لرې ننداره کوله او له دوام څخه یې ګټه اخیسته.
هغه هېوادونه چې د نورو هېوادونو له کمزورتیا، داخلي اختلافاتو او جګړو څخه د خپلو سیاسي او ستراتېژیکو موخو لپاره استفاده کوي، باید یوه اساسي پوښتنه له ځانه وکړي: د دې لوبې پای به چېرته وي؟
په سیمه‌ییز سیاست کې نیابتي جګړې، استخباراتي اړیکې، سیمه‌ ییزې ډلې او څو اړخیز ائتلافونه ښايي په لومړي سر کې د نفوذ کم‌ لګښته وسایل ښکاره شي؛ خو کله چې جګړه اوږده، لوبغاړي ډېر او د بحران جغرافیه پراخه شي، د «خپل» او «پردي» ترمنځ کرښې ورو ورو له منځه ځي.
یو دولت ښايي د یوه وخت لپاره له بېلابېلو لورو سره امنیتي، اقتصادي او سیاسي اړیکې وساتي؛ خو کله چې سیمه‌ییزې شخړې مستقیمې مقابلې ته ورسېږي، د دې توازن ساتل ستونزمنېږي. هر لوری له نورو څخه د واضح دریځ غوښتنه کوي او د ستراتېژیک ابهام ساحه تنګېږي، ورپسې د هرې پرېکړې سیاسي او امنیتي بیه لوړېږي.
همدلته د Political Quagmire مفهوم رامنځته کېږي؛ یعنې داسې سیاسي جبه چې یو هېواد پکې دومره ښکېل وي، چې د یوې ستونزې د حل لپاره یې هر نوی ګام د بلې ستونزې د رامنځته کېدو لامل شي.
یو دولت کولای شي جګړه پیل کړي، د یوې ډلې ملاتړ وکړي یا له یوه کړکېچ څخه د خپلو موخو لپاره ګټه پورته کړي؛ خو کله چې بحران پراخ شي، هماغه دولت نور پر ټولو پایلو واکمن  نشي پاتې کېدای.
جګړه له لرې واټنه د مدیریت وړ ښکاري؛ لکه پښتانه چې وایي: «د ډول اواز له لرې خوند کوي.» خو کله چې فاصله لنډه شي، محاسبه بدلېږي. هغه وسله چې پرون د بل په لاس کې وه، سبا د هماغه سیاست د جوړوونکي پر وړاندې کارېدلی شي. هغه ناامني چې د بل هېواد د کمزورتیا وسیله ګڼل شوې وه، په بل پړاو کې د خپل امنیت لپاره مستقیم ګواښ ګرځېدای شي.
د جګړې لګښتونه یوازې امنیتي نه وي؛ سوداګریز، فرهنګي او ټولنیز هم وي. امنیتي مصارف لوړېږي او دولت اړ کېږي محدودې سرچینې د پراختیا پر ځای امنیت ته ځانګړې کړي. که بحران اوږد شي، اقتصادي فشارونه له ټولنیزو ستونزو سره یوځای کېږي او د دولت پر سیاسي ثبات اغېز کوي.
له همدې امله، پوښتنه دا نه ده چې نن څه ترلاسه کوو؟ بلکې دا هم ده چې د نن ورځې ګټه به سبا په کوم قیمت تمامېږي؟
کله چې جګړه له سرحدونو څخه د سیاست تر مرکزونو پورې ورسېږي، د نندارچي او لوبغاړي ترمنځ واټن کمېږي. بحران پراخېږي، سیاسي زغم د تشدد پر لور اوړي او د کنټرول تڼۍ د هر لوبغاړي لاس ته ورځي.
همدا هغه مرحله ده چې ستراتېژیکه لوبه په سیاسي جبه بدلېږي؛ داسې جبه چې هره نوې پرېکړه د ستونزې د حل پر ځای د لا ژورې ښکېلتیا لامل ته اوړي.
چې تر ټولو دردوونکې پایله یې بیا ولسونه ویني، اوږده کډوالي، فقر، بې‌سوادي، اقتصادي رکود او د هغو کړیو پراخ نفوذ چې د جګړې له دوام څخه ګټه کوي.
 ولسونه تل د داسې روښانه او مسؤلانه سیاست په تمه وي چې ژوند یې باثباته او راتلونکی یې نیکمرغه کړي، نه دا چې لا یې له بدمرغۍ ته وردیکه کړي.
لیکوال: شاه زلمی
٢٠٢٦ د اکتوبر ٤مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پښتو څوکیداري| ماهر احسانزی

پښتو یوازې ژبه نه؛ بلکې ویونکي یې د نالیکلي قانون چې پښتونولي نومیږي؛ داسې یو ترسیم شوي چوکاټ ته ورغورځوي چې له لومړۍ ورځې...