Homeخبرونهیوناما: د ښځو د بندیز په اړه د طالبانو حکم نه عملي...

یوناما: د ښځو د بندیز په اړه د طالبانو حکم نه عملي کوو، عواقب یې د طالبانو په غاړه دي

تاند(سې شنبه، د حمل ۲۲مه) په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت، یوناما اعلان وکړ چې د طالبانو له لوري د ملګروملتو د ښځینه کارکوونکو پر کاربندیز د نړیوالو قوانینو خلاف دی او هغه نه عملي کوي.

یوناما په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې ښځینه کارکوونکې یې کار ته دوام ورکوي او د دې بحران هر راز عواقب د طالبانو په غاړه دي.

یوناما ویلي:« دا بندیز د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون د نړیوالو قوانینو له مخې غیرقانوني دی، نو په دې توګه يې ملګري ملتونه نشي منلی.»

که څه هم یوناما په زغرده نه دي ویلي چې د طالبانو د مقاومت په صورت کې به څه وکړي خو د خبرپاڼې له لحنه یې داسې ښکاري چې د طالبانو د خنډ په صورت کې ښايي ملګري ملتونه او اړوندې مرستندویې موسسې یې په افغانستان کې خپل ټول فعالیتونه ودروي.

یوناما ټینګار کړی چې د طالبانو له لوري د ملګروملتو په ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز د ټولو اړخونو او عواقبو  جاج اخلي او که د طالبانو له مخنیوي سره مخامخ شول، خپل فعالیت به ودروي.

په خبرپاڼه کې په نسبتاً تونده ژبه د ملګروملتو په ادارو کې د طالبانو له لوري د ښځو د کار بندیز غندل شوی دی.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو مرستندوی دفتر همداراز ویلي چې طالبان د ښځو د کار د مخنیوي په وسیله غواړي چې ملګري ملتونه اړ باسي څو یا په افغانستان کې د خپل فعالیت د دوام او یا پر خپلو نړیوالو ژمنو او مقرراتو د درېدو  ترمنځ یو انتخاب کړي.

په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې په افغانستان کې د ملګروملتو د سرمنشي استازې او د یوناما مشره روزا اوتنبایوا په دې اړه غور پیل کړی او د راتلونکې میاشتې تر پنځمې نېټې پورې به خپل دریځ اعلان کړي.

ملګروملتو په عین حال کې ویلي، ټولو ملي کارکوونکو – ښځو او نارینه وو – ته لارښوونه شوې چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې دندو ته ولاړ نشي، خو ديو لړمهمو کارونو لپاره محدوده او محاسبه شوې استثنا موجوده ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...