Homeخبرونهد‌ ازادۍ جبهې مشهور قومندان اکمل اميري او ۷ جنګيالي ېې وژل...

د‌ ازادۍ جبهې مشهور قومندان اکمل اميري او ۷ جنګيالي ېې وژل شوي

تاند: ( سې شنبه، د حمل ۲۲ مه) د طالبانو دفاع وزارت په پروان کې د ازادۍ جبهې د مشهور قومندان اکمل اميري او د هغه د ۷ جنګياليو د وژلو خبر ورکړی.

سرچينه زياتوي، چې طالبانو د دوی خلاف د پروان د سالنګ ولسوالۍ اړونده سيمه کې د عمليات کړي او وژلي ېې دي.

د طالبانو خلاف جنګیدونکې ازادۍ جبهې په دې اړه څه نه دي ويلي.

یاده جبهه، چې مشري یې د جمهوري نظام پخوانی لوړپوړی پوځي مقام جنرال ياسين ضيا کوي، د افغانستان په يو شمېر سيمو کې لا هم د طالبانو خلاف د وسله وال مقاومت خبر ورکوي.

طالبان ډېر ځله د دوی خلاف وسله وال مقاومت بې بنسټه ادعا بولي، خو ځینې وخت د خپلو وسله والو مخالفانو د وژل کیدو پر وخت د وسله والو مخالفانو موجوديت تاييدوي.

3 COMMENTS

  1. چه یو هم ژوندۍ پرینږدۍ.
    د الله په خاطر زموږ دا پاکه خاوره له دغو ځناورو کولابیانو بسمچیانو حرامیانو پاکه کړۍ.
    دا د لستوڼی مار دۍ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...