شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد قزاقستان بشري مرستې بلخ ته ورسیدې

د قزاقستان بشري مرستې بلخ ته ورسیدې

تاند:( چار شنبه ، د حمل ۲۳ ) په کابل کې د قزاقستان سفیر حلیمخان اسنګولدیف وایي، چې د افغانستان لپاره یې د هېواد د بشري مرستو ۳۵ لارۍ د ازبکستان د هاراتان له پولې دغه هېواد ته رسیدلي.

هغه زياته کړه، په دغو مرستو کې خام توکي لکه غنم، اوړه، غوړي، چرس او شيدې شاملې دي، چې په حيرتان ښارګوټي کې د قزاقستان د استازي له خوا طالبانو ته وسپارل شول.

د قزاقستان سفير د افغانستان له خلکو سره د خپل هېواد د بشري مرستو پر دوام له ټينګار سره وويل چې په راتلونکو څو ورځو کې به له قزاقستان څخه د بشري مرستو ٤٥ نورې لارۍ هم دغه هېواد ته ورسېږي.

  د پېښو په چارو کې د طالبانو د وزارت استازي عبدالله محمدي د قزاقستان بشري مرستې د دواړو هېوادونو د اړيکو د پراختيا په لاره کې اغېزمنې وبللې او د لا زياتو مرستو غوښتنه يې وکړه.

هغه دا هم وویل چې وزارت به هڅه وکړي چې مرستې په کورنیو او هغو کسانو وویشي چې ډېره اړتیا لري.

2 COMMENTS

  1. په پښتو کې متل دۍ چه کاروان تیریږی سپی غپیږی.
    اسلامی امارت ریښتیا د الله لوی احسان دۍ.
    موږ د امارت احسانمند یو.
    د امارت احسان صرف غلامان کولابیان او مرتدان نه منی چه هغه به هم نن وی که سبا له خاورو سره خاورې شی.

    • د کولابیانو مسئله بل شی دی ، ستا سو له جهالته پښتانه هم په اور کې سوځي ! د ښځو حقوق مو خوړلي ظالمانو درواغجنو منافقینو!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب