شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد خپلو وسله والو په ډزو ملکي مرګ ژوبلې ته غبرګون؛ طالبان:...

د خپلو وسله والو په ډزو ملکي مرګ ژوبلې ته غبرګون؛ طالبان: خلک دې زموږ احسانونه نه هېروي

تاند:( چار شنبه ، د حمل ۲۳ )  د ننګرهار لپاره د طالبانو والي حاجي ملا محمد نعيم اخند د شینوارو په سپین غر ولسوالۍ کې د کوکنارو اړولو پر وخت د طالبانو په ډزو د یوه ملکي وګړي د وژل کیدو او څو نورو د ټپي کیدو غمرازۍ ته ورغلی.

د هغه مطبوعاتي دفتر وایي، چې نوموړي زیانمنو کورنیو سره نقدي مرسته هم کړې او په ولسي غونډه کې یې خلکو ته پر ځان د طالب مشر ملا هبت الله د امرونو منل واجب ګڼلي.

د طالبانو د خالد بن وليد قول اردو مرستيال مولوي محمد نظامي په دې غونډه کې خلکو ته ویلي: (( ولسونه بايد  زموږ د ځواکونو احسانات چې دوی يې د اشغالګرو، فسادګرو او خوارجو له شر څخه خلاص کړل هېر نه کړي.))

نوموړي په سپين غر او شينوارو ولسوالیو کې د داعش ډلې پر ضد د خپلو جنګیالیو جګړو ته په اشارې وويل:(( اوس هم د دې ولسواليو په سمو او غرونو کې د هغو شهيدانو هډونه پراته دي چې لا يې هم کورنۍ د ورتللو انتظار کوي.))

دا په داسې حال کې ده، چې نور طالب چارواکي وخت په وخت د خپلو وژل شویو جنګیالیو کورنیو او ټپيانو ته د ښې رسیده ګۍ ادعاوې کوي.

د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د سې شنبې پر ورځ د کوکنارو د اړولو پر وخت د طالبانو او ځایي خلکو ترمنځ اخ و ډب شوی و، چې له امله یې خلک په رامنځته شوې ولسي مرګ ژوبلې سخت قهریدلي دي.

5 COMMENTS

  1. دتښتیدلو او بردو افغانانو خوا ته دی ډبره وی، طالبان دآزادی او عدالت قهرمانان دی. ملت یی باید ومنی. هغه چی دکوکنارو په سر نرم بغاوت کوی او بیا والی دمړ سوی کور ته ورځی او معافی ځینی غواړی دا دطالبانو جدیت او نرموالی دواړه ښیی. دا ددوی کار دی چی تیر او حاضر حکومتونه یی نه ترسره کوی.
    بریالی دی واوسی او نور دی هم خدای سمی لیاری ته هدایت کړی

  2. قرانکریم فرمایی؛
    یمنون علیک ان اسلموا قل لا تمنوا علی اسلامکم بل الله یمن علیکم ان هداکم للایمان ان کنتم صادقین ـ حجرات ـ۱۷
    نظامی صاحب ـ ډدی ایت ترجمه او تفسیر وګوره، وهل او وژل لوی جرم دی ، دا روش د مسلمان حاکم ندی بیا د هغه ملت سره چي د شوروی د یرغل په وړاندی جهادی سابقه لری هغه جهاد چي معاصر دوړ کی سابقه نلری ښه خبره ، نصیحت او اخلاقی چلند هم زموږ اسلام کی ارزښت او ثواب
    لری او اثر یی تر کوتک او وژلو ډیر مثبت دی هغه د استادانو خبره ډیر تربیتی ارزښت لری چي وایی؛
    ملا شدن اسان است ولی ادم شدن خیلی دشوار ، خو مسلمانی هم ډیر اخلاق او سړیتوب غواړی
    فاقد شی به بل ته څه ورکړی،بدوی پټاوی ورانول کولی شی خو اوس د ملت زخمونه پټی ،خدمت او شوی تخریبات ترمیم او اصلاح غواړی او دا د مومنو متخصصینو کار دی ۰

  3. د پنجاب غلامان او تالي څټي اشرار او هیبتې ځناور دې دا تبصره نه لولي: ترلیبانو ځناورو دا ثابته کړي چې دوې وحشې ځناور دي او پرته له وژلو، ویجاړولو، غلامی انتحار او انفجار بل څه نلري او نه یې هم زده دي. په هلمند کې د همدغو ځناورو یو سرګروپ چې ملا متقی سره تړلي ګروپ وو، خپلې یوولس کلنې خور ته یې په واسکټ کې باروت و ر تړلي وو. د الله ج فضل وو هغه واسکټ انفجار ونکړو. تاسو هغه ویدیو په یوټیوب لیدلې شي چې کرزي صاحب بیرته هغه عاجزه خپلوانو ته تسلیم کړه. د ملا هیبت الله د زوى قصه خو تاسو ته معلومه دي چې شل کلن زوى یې په هلمند کې خرمرګي ترسره کړو او مردار سو.
    نو له داسې خلکو نه که ملت د نیکي او احسان تمه ولري نو خطا دي. دا خلک د ملت په ډوډۍ را لوى سول او اوس په هغه ملت د کفر فتوا ورکوي، کوم ملت نمک چې د دوې په وینې او رګونو کې تاویږي. نو دا نمک حرام هم دي.
    دوې ادعا کوي چې دا خرمرګي شهیدان دي، په اسلام کې شهید په دوه ډوله دي:
    ١- هغه شهید چې په معرکه کې په حقه شهادت رسیدلي وي ، هغه هم په دنیا او هم په آخرت شهید دي. دا تعریف په تذلیبانو او له روسانو له وتو وروسته اشرارو باندې اطلاق نکوي. په دنیا د شهید نه مطلب دا چې کفن او جنازه پرې نه کیږي
    ٢-په آخرت کې شهید هغه چې یا په مرض، ښځۍ چې د ولادت په وخت کې ژوند له لاسه ورکړي، او داسې نور. نو په دغو په دنیا کې د شهید حکم نه جاري کیږي خو په آخرت کې د رسول ص د صحیح حدیث پر بڼسټ شهیدانو درجه ورکول کیږي.
    ملا داد الله په اورزګان کې خلع صدري سو.جسد یې کندهار ته انتقال سو او د وخت والي ویل چې مړۍ یې کومه کنده کې واچوي چې سپۍ یې وخوري. ما ورسره ډیر جدي برخورد وکړو او د داد الله جنازه مې په ټول انساني کرامت خپلوانو ته تسلیم کړه. د جسد له تسلیمې نه وړاندي مې د جنازه لپاره د کندهار ښار د یوه مسجد امام دعوت کړو. کله چې امام هغه خونې ته داخل سو په کوم ځاې کې چې جسد پروت وو، ملا په ځغاسته را ودانګل او د جنازه له ادا کولو یې ډډه وکړه. ما ترې پوښتنه وکړه چې ولي له جنازه ادا کولو څخه انکار کوي؟ هغه په ځواب کې راته وویل چې دا مردار سوي. ما د ده خبرې ته تعجب وکړو، هغه را ته وویل چې د داد الله له جسد نه ډیر بد بوې ځې او زه جنازه ځکه پرې نه کړم چې دا شهید نه بلکې مردار سوي ځکه د شهید جسد بوى نه کوي. ما ځان سره وویل چې الله اعلم.
    لنډه دا چې له دغو خلکو د انسانیت تمه د ځان غولولو پرته بل څه نسې کیدي. داد الله خپله انډیوالانو یې له لارې څنډه ته کړو. هوښیاران پرې پوهیږي.

  4. په پښتو کې متل دۍ چه کاروان تیریږی سپی غپیږی.
    اسلامی امارت ریښتیا د الله لوی احسان دۍ.
    موږ د امارت احسانمند یو.
    د امارت احسان صرف غلامان کولابیان او مرتدان نه منی چه هغه به هم نن وی که سبا له خاورو سره خاورې شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب