Homeخبرونهیونیسف: د هلمند ۶۰ جګړه ځپلي ښوونځي رغوو

یونیسف: د هلمند ۶۰ جګړه ځپلي ښوونځي رغوو

تاند:( چار شنبه ، د حمل ۲۳ )  په هلمند کې د ملګرو ملتونو اړوند يونېسف ادارې د جګړې پر مهال د زيانمن شويو ښوونځيو د ترميمولو چارې پيل کړي دي.

 يونېسف ویلي، چې تازه یې د دغه ولايت په مارجې ولسوالۍ کې يو ښوونځی ترميم کړی دی.

سرچینې د یاد شوي ښوونځي د ترمیم لګښت او نور جزیات نه دي په ډاګه کړي.

 د يونېسف مسوولين وايي، پلان لري چې په دې ولايت کې ۶۰ ښوونځي ترميم او بېرته فعاله کړي.

هلمند، د جمهوري نظام پر مهال د طالبانو د جګړو له امله سخت وځپل شو، چې د نورو برخو تر څنګ یې زیات ښوونځي هم ویجاړ او خلک له زده کړو محروم پاتې شول.

په وروستیو کې طالبانو هم د یو شمېر دغو ښوونځیو د بیرته پرانیستلو خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...