جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد "پښتانه څنګه خپله پښتو پردۍ کوي" په وړاندې دوې لنډې یادونې

د “پښتانه څنګه خپله پښتو پردۍ کوي” په وړاندې دوې لنډې یادونې

لیکوال : پروفیسورعبدالخالق رشید د نهروپوهنتون

د ژبو، ادبیاتو او کلتور پوهڼخی د پښتوڅانګې استاد

ګران داکترستانیزي صاحب ته سلامونه او درناوي ! 

د یوه استاد په توګه زه نه پوهیږم چې تا ته د سیاسي علومو استاد ووایم که د ژبپوهنې؟ دواړه خو د علمي او اکادمیکو پرنسپونو او معیارونو له مخې نه شم درته ویلای، ځکه چې په نړۍ کې هغه هم په یوویشتمه پیړۍ کې د تخصص چرګ په یوه پښه دریږي نه په دوو….

ستاسې مقاله مې ولوسته، چې له ښه مرغه او که له بده مرغه چې نه ژب ښوونه وه ، نه ژب پوهنه وه او نه هم ژب څیړنه وه، په علمي لحاظ خو په کار خو دا وه چې خپلو دغو نصحت ډولو خبرو ته مو په یوه علمي څیړنه کې چې د ژبپوهینزو اوسنیو میتودونو په رڼا کې مو د ژبې په یوه ژبنۍ برخه کې څیړنه کړې وای، زما مشوره هم درته داده چې که رښتیاهم ژب پوه یاست نوپښتو، پختواوپشتوته په یوه علمي او کوټلي کار باندې لاس پورې کړئ. دغه سیاسي ناندرۍ چې نن سبا زموږپه وطن کې را تورول شوې دي،له دغونه څه جوړیږی اونه به کومه ټاکونکې پایله موږ اوتاسې ټول ترې ووینو… 

،ګرانه ډاکتره، تاسې له افغانستانه دباندې اوپه ټوله کې له ختیزې علمي حوزې څخه ډیرلرې یاست اوپرهغو عینی حقایفو باندې چې دلته روان دي یا دا چې خبرنه یاست او یاهم داچې ځان ترې تیروئ، کومه طرحه چې تاسې په خپله څیړنه کې

پروفیسور عبدالخالق رشید

خوندي کړې، هغې ستونزې ته پاتې کیږي چې زموږ پښتو ژبي اویا فارسي ژبي  وطنوال چې بیلې ژب ویونکې میرمنې اویا خاوندان د ګډ ژوند په لومړیوکې په کورني چاپیریال کی ورسره مخامخ دي، میرمن فارسی ژبي اوخاوند پښتوژبی اویاهم برعکس،چې دغه ستونزه بیا په راتلونکی نسل کې خامخا پریوه خوا روانیږي، یوه ژبه یامورنۍ اویا پلرنۍ له لاسه ورکوي،  ماته ستا د درنې مقالې په اړه هم خبره همداسې ښکاري، ځکه چې مقاله موټوله پرهمدغه درد چې په رښتیاهم انکارنه کیدونکي مساله ده راڅرخي چې زه په ټوله کې ستا له وړاندیزونوسره په دغه برخه کې یوه خوله یم. خوکاشکي مودغې ستونزې ته دیوه ژبپوه ډاکتر( که رښتیا یاست، ځکه ما ستا ټولنیزې اوتاریخي  شخړه ییزې مقالې لوستې دي) په توګه یوعلمي اومسلکي کارکړی و، زه اوکیدای شي تاسې هم په دغه برخه پرنصحتونوباندې باورونه لرئ … 

زما سره ستا په عالمانه مقاله کې ترټولو لویه پوښتنه دا ده چې تاسې د تمدن اونیولوجیزم نومونه اخستی دی، اوپه دغه اړه مو په خورا بې رحمئ سره دا خبره یاده کړې چې:«پښتو نه علمي ژبه ده، نه تمدني، نه مذهبي او نه بین المللي. پښتو د تعصبي نیولوجیزم لپاره ظرفیت نلری. نو که دغه راز نیولوجیزم په پښتو ژبه باندی تحمیلېږی، له نورو نیمګړتیاو سره سره چې اشاره ورته وشوه، نه یوازی یې د کلماتو ذخیره محدوده کېږی، بلکه هغه کلمات چې «اختراع» کېږی د عوض شویو کلماتو د معنا د مختلفو ابعادو ظرافتونه او لطافتونه نشی افاده کولای …. » (ستاسې مقاله په تاند کې) 

https://taand.net/%d9%be%da%9a%d8%aa%d8%a7%d9%86%d9%87-%da%85%d9%86%da%ab%d9%87-%d8%ae%d9%be%d9%84%d9%87-%d9%be%da%9a%d8%aa%d9%88-%d9%be%d8%b1%d8%af%db%8d-%da%a9%d9%88%d9%8a/

لومړی خو د تمدن په برخه کې دا له انصافه لرې خبره ده چې پښتو مو په څلورکتابه له انساني ټولنیزجوړښت او د انساني تمدن له تاریخه ایستلی ژبه بللې ده، دا به انصاف نه وي چې یوقام چې د بشري تاریخ په ټولو لیکنوکې له هیرودتسه را نیولی بیا ترهندي او چینایی سرچینوپورې یې یادونه کیږي، دا به څه ډول انسان وي چې داسې یولوی انساني توک له انسانیته باسې او دیوه غیزمذهب اوبی تمدنه وحشت په دایره کې یې راښکیلوئ… په دغه طرحه مو بیاځلي کتنه وکړئ دا خبره مونه علمي  بڼه لري اونه یې یوڅوک (انسان) درسره منلي شي برعکس زه باورلرم چې داډول بې اساسه وینې ددې لامل کیږي چې خدای مه کړې څوک تا، ستا سې په وینا په یوه امپریالستی متمدنه ټولنه کې دیوه وحشي موجود په توګه یاد نه کړي ځکه چې که انسان هرڅومره بې رحمه اوبي عاطفې شي داسې سرایله خبره دیوه انساني توک اوټولنې په اړه نه کوي… ژبه چې کله رامنځ ته شوې، له هغې سره سم تفاهم رامنځ ته شوی، ټولنه جوړه شوې اوانسان دهغې په مرسته د ژوند تګلاره (تمدن) دخپل طبعي چاپیریال په پام کې نیولو سره رامنځ ته کړی دی…  ته خوشکرپه ژبخوره ژبه انګریزي هم پوهیږئ، آیا ستاسې دغه بې رحمه  یادونه دتمدن له دغه تعبیرسره دښکرپه ښکرکیدومانا نه لري ؟ ویې ولولئ : 

Etymologically, the word civilization relates to the Latin term civitas, or city”, which is why it sometimes refers to urban state-level societies, setting aside the nomadic people who lack a permanent settlement and those who live in settlements that are not considered urban or do not have a state-level organization. Sometimes it can be used as a label for human societies which have attained a specific degree of complexity. In a wide sense, civilization often means nearly the same thing as culture or even regional traditions including one or more separate states.   (https://www.ancient.eu/civilization/)

خوږه ډاکترصاحبه، زموږ له پاره داخبره د بشپړې هیښتیا وړده چې تاسو پرته له هرډول تقدس اوعاطفې په یوه ژبه، په یوه قام او په یوه انساني ځواک باندې د غیرمتمدن اوانساني ارزښت نه لرونکي ځواک ټاپه وهلې، داسې ټاپه چې ستا ټول علمي لید او وړاندیزونه ترخپل سیوري لاندې راولي .ته  پردې ټکي باورولره چې ستاسې په وړاندې داځواب په ډیرجرآت سره رامنځ ته کیدای شي چې:  نه پښتانه اونه یې ژبه غیرمتمدن ، غیرمذهبی اوغیر نړیوال دي، کوم مذهب وچې پښتانه په هغه کې په تیره بیا په آسیا کې مخکښ نه وو؟ په هندویزم کې ویدي سندرې د دوی مخلوق دي، بودیزم په تبلیغی اوتیوریکي لحاظ دوی نمانځلې اوپاللي (ملیندآ پڼو ولولئ) اوترفارس اومرکزي آسیا پورې د دوی په مټورسیدلی دی… ډیره د درد او افسوس خبره ده چې یوپښتون پوه تراوسه پردې نه پوهیږي چې دده ژبې، د ده خلکوپه لرغوني ، منځنۍ او اوسنۍ آسیا کې کوم تمدني، مذهبي اوتفاهمي دریځ درلود اویایی اوس لري… زه هیله من چې تاسوپه ظالمانه توګه پښتوژبه دعربي اوفارسي په وړاندې قرباني نه کړئ ، فارسی ژبه ټوله عربي ده، د عربي ژبې له مرستې پرته څوک یوه جمله هم نه شې ورته جوړولای،دا ستونزه یومهال نه وه، خوبرعکس پښتوکه د اماتورو لیکوالو منګولوته ونه لویږي، بشپړباوردی چې تر ډیرې کچې دعربي اوفارسی له مرستې پرته په خپلو پښودریدای او ویل کیدای شي. بله مهمه خبره دا ده چې زه پښتواوفارسی دیوه قام اویوملت ژبې بولم، دا دواړې زما ژبې دي، په دواړو کې زما ویاړونه خوندي دي، هرڅوک چې پښتواوفارسی د بیلو قوموژبې بولې هغوی په دغه توپیرسره علم په حماقت باندې خړبوي، اوخپله ناپوهي د تعصب په بڼه څرګندوي،موږ له فارسي ژبې هرډول پوراخستلای شواوهم یې ورکولای شو،زه پردې هم باورلرم چې پښتوژبه کولای شي فارسي د عربي له ښکیل اوزندان څخه په خورا اسانۍ سره  له یوې خوا راوباسي اوله بلې خوا یې وژغوري، موږ باید د اندواریاني ژبو تاریخی اوپرتلیزعلمی میتود ته هم په ځیرکۍ سره وګورو، تاسې په دغه برخه کې باید په داسې بې رحمئ سره چنګیزډوله حکم نه وای کړی … په دیره خواشینۍ سره باید ووایم چې تاسوته له بده مرغه پښتوژبه په خپل ټول پرتم سره (د ګاونډي ګړنګنه لور ښکاره شوې) اوپه بې رحمئ سره مویې په ټولو ښیګړواوارزښتونوباندې سترګې پټې کړې دي… چې باوردی پر دغه لنډه منډه به کله هم لویه ګټه ترلاسه نه شئ کړای… 

دغې بلې ته دې هم پام را اړوم هغه دا چې: 

تاسې د نیولوجیزم خبره لیکلې ده، د مهربانۍ له مخې راته ووایاست چې په پښتو کې نیولوجیزم چیرې اوڅنګه دی؟ ما ته به پوهاند زیارمثال نه راکوې، ځکه تاسې له هغه سره لکه چې په مقاله کې مو اشاره ورته کړې لوری نیولی دی، زه بل نسل یم، دغه چې په لیکنه کې مې ګورې  که تاسې پښتوشته لغتونه چې په دغه ژبه کې شته دي، او اکثریت پښتانه هغه په کلیو او بانډو کې وایي او په ورځنۍ ژبه کې یې کاروي اوهغه بیا د عربی او فارسي لغتونوپرځای کارول ګناه بولئ، داخوعلمی خبره نه ده، اونه تاسې دا حق لرئ چې ددغې لرغونی ژبې په اړه دا لنډه منډه وکړئ اوخپله غیرعلمي طرحه پرموږ باندې په غیرعلمي توګه ومنئ، راځه ستا خپله لیکنه د دغې مقالې د لوستونکو په مخ کې د قضاوت په پارکیږدو،دوی باید خپل قضاوت وکړئ چې موږ دا حق لرو که نه چې خپل عادي اودود ژوندي لغتونه پریږدواوپرځای عربی اوفارسی لغتونه وکاروو ستا خپله لیکنه داده : « نه یوازی یې د کلماتو ذخیره محدوده کېږی، بلکه هغه کلمات چې «اختراع» کېږی دعوض شویو کلماتو د معنا د مختلفو ابعادو ظرافتونه او لطافتونه نشی افاده کولای ….» 

دخدای له پاره اوخلکو، په دغه لیکنه پښتوراوښیاست ؟ کوم یوجوړښت یې پښتودي ؟ آیا یوعادي پښتون  پردغه عبارت « دعوض شویو کلماتو د معنا د مختلفو ابعادو ظرافتونه او لطافتونه نشی افاده کولای ….» باندې پوهیږي ؟ زه څنګه دداسې یوه نیمګړي لید؟ سره دا ومنم چې زما پرپښتولعتونوڅوک نه پوهیږي،هغه نعصبي نیولوجیزم ؟ بولي اوپردي لغتونه چې زه نه پرې پوهیږم پرما زغمي اوتحمیلوي … 

ګرانو لوستونکو، زه دښاغلي ډاکتر همدغه لیکنه په ساده پښتو درته لیکم، تاسې په دغه برخه کې خپل قضاوت دخدای له پاره وکړئ نه زما اوپښتو ژبې له پاره ؟ زه دده لیکنه په عادي پښتوکې داسې لیکم :« نه یوازې یې د وییونویالغتونوزیرمه تنګیږي، بلکي هغه ویي  یالغتونه چې نوي رامنځ ته کیږي د اړول شویو لغتونودمعنی  دبیلابیلواړخونو نازکۍ اونرمۍ نه شي څرګندولای … » دا چې دډاکترصاحب عبارت اصلآ دپښتوژبې په جوړښت برابرنه دئ لیکل شوی هغه زما ګناه نه ده… 

 په دغه اړه په علمي ژمنتوب سره ویلای شم چې ( ویی یا لغت ) له ننه زرګونه کاله دمخه  له (لیکل ، لیکنها ) سره یوخای اسپه زي،پانینی له خپلې مورنۍ ژبې پښتو څخه سانسکریت ته ورکړی چې تراوسه په ټولوهندي ژبو کې (ویي کرڼا – ګرامر) په همدغه پښتوبڼه ویل کیږي، همدغې ژبې چې دامریکایی پوهنتون  ښاغلی ډاکترصاحب یې په ناخبرئ  سره  په باره کې لیکي :«پښتو نه علمي ژبه ده، نه تمدني، نه مذهبي او نه بین المللي.» څومره دردونکې اوله انساني علمي منطقه لرې احساس ؟؟؟ 

په هردول، زه حیران یم چې زموږ یوڅوک چې خپله په پنځوس کلنې اوشپیته کلنۍ کې په امریکا یې ټولنه کې  خپل ویښته رنګوي، زوړسړی ځان ځوان ښیي او په دې نه پوهیږي چې دغه د ویښتورنګولوتمدن ؟  امریکاته له کومه ورسید ؟ چا امریکا ته وروښود؟ زموږ ډاکترصاحب لاهم د سوی په خوب ویده دی، دتمدن معیارامریکا ورته ښکاري،هم هغه امریکا چې  په دغو وروځوکې دهرې ورځې په اوږدو کې زرګونه انسانان هلته په کرونا اخته اومړه کیږي اودوی یې چاره نه شي کولای ؟ که تمدن همدغه ناتواني وي، نوتردغومتمدنو انسانانو خو زموږ حکیم جیان چې درملنه په پیازو او وږه کوي ماته متمدن بریښي… 

ښاغلی داکترصاحب ، که له ښکرپه ښکرخبرودې راتیرشو،دایوه ګل خبره دې هم دیادولووړده، خودریغه چې دغه خبره دې دخپلې مقالې په پیل کې په بې غرضه  توګه کړې وای چې:« د نویو کلماتو او علمي اصطلاحاتو جوړول باید یوازی د پښتو ټولنی په شان یوې باصلاحیته علمي ټولنې ته وسپارل شی … » دغه علمی یادونه دې دا په ډاګه کوي چې ته د نیولوجیزم، هغه چې د یوې ټولنې له خوا وي مخالف نه یې، یوازې د هغه نیولوجیزم مخالف یې، هغه چې جرمن زده کړي پوهان یې ترسره او رامنځ ته کوي؟؟؟  

خدای دې تا راته لري ! 

درناوی   

نهروپوهنتون د ۲۰۲۰ کال د جولای ۲۴ 

 [email protected]

10 COMMENTS

  1. Hello,
    With respect to Prof. A.Khaleq Rasheed & others;
    As I have read in some articles or suggesstions, a language can be combined of 50 % original words or phrases, 25% from neigbour languages; and at most 25% van Neologjyzm!.
    Thank you.
    Kind regards.
    * Aw mohema daa che daa tso de gotu pa shmaar proff. ddrr. bayed xplo ki wrek na si , laka dwa pek!!. Maninah.

    • استاد محترم خالق رشيد صيب.الله مو په پوهه او عمر کی برکت وکړه. ډېر مفصل او مدلل ځواب مو ورکړی. د مور په حقه حقوقو کی.د مور د پړوني د دود دوستور اخلاق او خوی خصلت څخه سربيره د هغی د ژبی پانه او ساتنه په هر حلال زاده باندی وجوب لري.
      ډېره مننه
      ثنا الله يوسفزي کشمير

  2. ډاکتر صاحب ستانکزي څه بده خبره نه ده کړې او نه یې د چا نوم یاد کړی، حالق رشید صاحب تاسو باید د پوهاند زیار صاحب څارنوال نه شئ.
    ډاکتر صاحب ستانیزي په ژبپوهنه کې تخصص لري ا و حق یې دی چې د خپلې ژبې په اړه نظر څرګند کړي.
    لطفاً دا توجیه کړئ چې نومځری زموږ د ژبې څه درد دوا کوي؟ څه ضرورت ورته لرو. کړ، کړاند، کړواله، غونډله … دا صرف زموږ ژبه زموږ له خپلو خلکو پردۍ کوي له دې پرته بله ګټه نه لري.
    ایرانیانو له هغه عرب دښمنۍ سره سره د ګرامر لپاره عربي کلمې بدلې کړي نه دي خو زموږ جنابان له خیټې کلمې جوړوي. که یې جوړوي هم حد اقل ضرورت خو دې په پام کې نیسي. له ضمیر، فغل او …. سره زموږ څه بدي ده؟ او که په پښتو ورته معادل جوړ کړو پښتو ته به مو څه خیر رسولی وي؟
    د داسي چټي الفاطو په ځای نر شئ یو سم ګرامر ولیکئ. تراوسه مو ژبه یو جامع ګرامر نه لري. (منظور مې د فعل څه ته وايي، ضمیر څه ته وايي نه دی) داسي ګرامر چې د دې ژبې زده کوونکي ته وروښيي چې (یې)
    چیرته راځي، څه وخت یوه کلمه مغییره کیږي او سلګونه نورې ناحل شوې مسلې چې په ژبه کې یې لرو.
    کاروان رشید

  3. ګران زړورصاحب له څرګندونو مو منندوی یم . او رشید جان ته چې زما خپلوان راونه وځې باید ووایم چې :
    زه دچا ضمانت نه کوم، یوازې دومره وایم چې موږ پښتانه انسانان یو، او زموږ ژبه په انساني نړۍ کې تراوسه یوه ژوندۍ ژبه ده، چې له آسیایی تمدن ، فرهنګ او معنویت سره کلکه تړاو لري، اویومهذب اومتمدن قوم یو. له ژبې بایددحریفانو پرضد دمورچل کاروانخستل شي، زه نه دې نومځري اوکړ اوکړاند په فکرکې یم اونه یې په اړه غږیدلی یم . زما دوه ټکي لږپه غورسره ولولئ اوبیاچې هرډول ډندورې وهئ وهې … هیله من یم چې دجغلی نامه له مورچله نور ونه ډزیږې …

  4. ښاغلي استاد عبدالخالق رشید د افغانستان د پښتو ژبې یو نوموتی استاد دی ، دوی تل د خپلې ژبې ، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د پښتنو د ژوند او تاریخ په هکله لیکلنې کړي او له هېوادوالو سره یې شریکې کړیدي. زما په فکر دا د هر پښتون او خصوصا د پښتو ژبې متخصصینو دنده ده چې د خپلې ژبې د پرمختګ لپاره خپل نظر څرګند کړي ، کتابونه او مقالې ولیکي .
    که مونږ سمدستي پښتو له نورو خویندو ژبو او نړیوالو پرمختللیو ژبو سره نشو برابرولی ، لږترلږه د ژباړې له لارې خپلوراتلونکو نسلونو ته علمي لیکنې او معلومات رسولی شو.
    د ټولو یونانیانو شمېر دوروستۍ احصائې په اساس 10419334 ته رسیږي مګر د هغوي د ژبې اصطلاحات او کلیمې د نړۍ په هره ژبه کې شته . پداسې حال کې چې د ټولو پښتنو شمېر تر اویا میلیونو اوړي، بیا هم ځانونو ته متمدن انسانان ویل نشو پېرزو کولی چې دا فیصله به زمونږ د ځان په هکله بې خبري وی او که زمونږ بدبختي. ژبه د ولس ملکیت دی او د ولس له خوا بډایه کیږي.
    پښتانه ماشا‌ءالله د پښتو ژبې د پرېمانه هېجاګانو درلودلو له امله دنړۍ هره ژبه ښه په مهارت سره زده کولی شي ، له دری یا فارسي او عربي سره هېڅ تضاد نه لري خو خپله ژبه هم ټول ولس ته ګرانه ده. اوس زمونږ ځوانان د پښتوژبې د پرمختګ ، بډاینې معیاري کولو او علمي کولو لپاره په خورا جدیت او انرژي سره کار کوي چې واقعا د ستایلو او ویاړ ځای دی.

    خپلې ژبې ته د ټولو پوهانو د یوالي او رښتیني خدمت په هیله !
    حضرت سهاک

  5. اصلاً بله خبره
    ۱ – د یو چا پر لیکنه یا څرګندونه یا کړنه، تبصره یا اعتراض یا تنقید د هر چا منل سوی حق دی البته پخپل ټاکلی چوکاټ کی
    خو
    د یو چا پر فزیک او هندسه او بدنی عیب خندل یا استهزاء به په حقیقت کی د خلقت پر مهندس د خندا معنی ولری چی په هیڅ توګه باید د زغم وړ نه وی.
    ۲- د پښتانه د ژبنی فرهنګ د نړۍ توپیر او فرق د نورو ژبو د ویونکو سره دا دی چی:
    د نورو ژبو د ویونکو مثبته یا منفی مبارزه د خپلی ( واحدی) ژبی پر معیار تنظمیږی
    خو
    پښتون بیچاره د ځینو تاریخی- جغرافیائی – سیاسی دلائلو له کبله لومړی تر هر څه مخکی باید دا جمله خولی یا قلم ته وسپاری چی:
    کومه پښتو؟ ( البته منظور د ” کومی ” څخه د کثرت او ډیرښت په لمنه کی د انتخاب مسئله ده ) .
    ممکن په نورو ژبو کی هم دا خنډونه موجود وی چی مثلاً کومه پارسی؟ کومه عربی؟ کومه انګلیسی؟
    خو د پښتو د ( کومی ؟) کیسه ډیره غلیظه او ګاټه ده.

  6. پروفیسورعبدالخالق رشید صاحب مننه ښه لیکنه مو کړیده. همداسی د دې څخه مخکی ډاکتر زمان ستانیزی صاحب هم ښه لیکنه کړی وه.
    ستاسی دواړو مشرانو غوراوی او ښه والی پدی کی دی، چه دپښتو ژبی لپاره یو څه لیکۍ او دغه لیکنی او یا دلیکنو ځواب مو مونږ پښتو ژبو ته ډیر څه رازده کوی.

    خو ځما خواست د تاسو دواړوښاغلو او نورو ورته د پښتوژبی ښاغلو لیکوالانو او پوهانو څخه دادی چه سره یو ځای شی. مونږ ته د پښتو یوه کره او عامه ژبه جوړه کړی. اخر دا کار به مونږ ته څوک کوی؟ حکومتونه یی نه کوی، خلکو او ولسونو ته یی چل نه ورزی، متعلم او محصل یی وړتیا نلری او د کندهار، پکتیا او جلال اباد ماشومان او زنانه مو په خپل مینځ کی په پښتو ژبه روانی خبری نشی کولای، او حتی ځینی د یو بل په خبرو نه پوهیږی.
    نو پکار دې چه د هیواد دننه یا د باندی د پښتو ټولنی په نوم په یو ځای کی سره راټول او پښتو ژبی ته کار وکړی.

    ځما بل خواست د ملی تجارانو او نورو دارایی لرونکو ورونو څخه دادی، چه د پښتنوژبی نوم یادو پوهانو سره تماس او کمک وکړی. تر څو د پښتو د یوی غنی ژبی د لا ښه سمون لپاره پښتو ټولنه جوړه کړی.

    په اخر کی د دواړو ښاغلو څخه خواست کووم چه د ادب په چوکاټ کی لیکنی، تبصری او سوال او ځواب د هرچا شخصی نظردی. باید په دغه هکله تاسو پوهان په خپل مینځ کی خوابدی نشي.

    په درناوی

  7. ګران دوراني افغان صاحب له یادونو، څرګندونو اوسپارښتنومومننه کوم ، زه دهوایی خبرو سړی نه یم او نه مي لاپې خوښیږي، یوسرپه هندکې پروت یم پښتو تدریس مي دیوشمیرځوانو افغانو اوهندي مشرانو لکه ثناالله خان لالا اونورو په مرسته له یوه کورسه ماستري ته ورساوه، دمیړنیوپلرونو وطن موهندوستان، و ویاړونه دې دلته خوندي دي، خو دریغه چې هیچا یی پوښتنه ونه کړه اونه یې په فکرکې شول، په خپل وطن کې مو بی هویته خلک مهاجر بولي ، داځکه چې زموږ واکمنان اودمخې یاران په هیواد پالنه، پښتوپالنه اوپښتویادونه باندې تجارت کوي، پښتانه چې ترڅو جنګ پای ته ونه رسوي، ترڅو ښوونځي جوړ نه کړي، ترڅو یوملي دولت اوملي مشر ونه لري، پښتو اوپښتون نه دژبې په باره کې فکرکولای شي اومه تمه ترې لرئ. او په پای کې زه فکرنه کوم چې ما به دچا په باره کې غیرعلمي څه ویلي وي، باید بحثونه وشي ، په بحثونو کې دخوابدئ پوښتنه باید رامنځ ته نه شي . دیادونی مو منندوی یم . درُ دُران اوسئ .

  8. سلام
    وایی سه چیز بی سه چیزنماند :
    علم بی بحث ،مال بی تجارت ،ملک بی سیاست .خو له بده مرغه زموږ کړکیچ په دریواړو کېدکمیت او کیفیت په لحاظ دبی بی سی په خبره شتون لری .دژبې ښکلا ،پرمختګ ، پیاوړتیا او ژب پوهنې اصول او قاعدې په یووالی ، او پراخه سینه کې د احسن التقویم او احسن الخا لقین پر زاویې راڅرخی او الهام اخلی .موږ ټول انسانان یو او بل ته ضرورت لرو او یو له بله یې تجر به اوزده کوو.هېڅوک بشپر نه دی انسانی کمزورتیاوې شته .حساب به کوو دوروری له منځه!
    د ژبې د هنر له تیوری مخکې موږ باید متحد ، هم غږی ، خواخوږی او با انصافه اوسو . ژ به دېر لوی بحث دی به تیربیا ولسی ادب او ژب پوهنه .
    نو خکه وایی چې :بنی ادم یو دبل غړی دی چې پیدایښت کې له یوه ګوهر دی

  9. دروند پروفیسور صاحب!
    رښتیا هم یوې ژبې پر محدودوالي، فقر، او وروسته پاتي توب باندې غږیدل د یوه قوم پر انسانیت، تاریخ، نجابت او تهذیب د برید معنی لري؟ آیا دا نشي کیدای چې « یوقام د بشري تاریخ په ټولو لیکنوکې له هیرودتسه را نیولی بیا ترهندي او چینایی سرچینوپورې یاد شوی وی» او ورځه تر دې هم لا وراخوا، بابونه پرې لیکل شوي وي ، خو ژبه دې له پرمختګونو او تمدونونو ډیره شا ته پاتي شوې وي؟
    او که نه، نن سبا په ټوله دنیا کې د تنبل پاپولیزم او ټاپو لګولو شمال را الوتی، ته هم خپله« حصه به قدر جثه » پکې ورغورځوې؟
    درناوی
    محمد نذیر بشارت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب